افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
غزل
د خوار زړګي رحمان مزار مي رانه مه ورانوه
په مينه جوړ ښکلی يادګار يادګارمي رانه مه ورانوه
دتصوف ډېوه چي بله په پښتو کي چا کړه
ها د عظمت لوړ افتخار مي رانه مه ورانوه
له فريادي چيغو نه وکړه يؤ څه ترس رقيبه
د دروېشانو د کور لار مي رانه مه ورانوه
د وينو رنګ دي دباران په تالابو کي توی کړ
خوني زمانه روڼ شهکار مي رانه مه ورانوه
ما و قلم باداره ستا در ته لمن نيولې
د وران کورګي يؤ روغ چينار مي رانه مه ورانوه
چي نه د
خپل او نه د بل تر منځ توپير کوي څوک
د ويښ تړون مشفق سالار مي رانه مه ورانوه
عادله ؛ ستا د
زړۀ پرهار په وينو داسي وايي
د سباوون د ژوند رويبار مي رانه مه ورانوه
٤ اپرېل ٢٠٠٩م کال
(چمن)