د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

طاېر ځلاند

د طاېر ځلاند پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

69 خپاره شوي شعرونه

غزل/کاظم خان شېدابشپړ شعر ولولئ

غزل/کاظم خان شېدا

طاېر ځلاند

   

غزل

کاظم خان شېدا

چې همت مې نه کا وير په هسکولو
لکه موج نه کړم بيم له پرېوتلو

سوامې خوي له درافشانه ابره نه دی
صدف وزانه خپله خوله کړه په غوښتلو

دافتاب په کممند نه خیژم اسمان ته
نه ږدم بار لکه شبنم په دوش دګلو

په کمال دجمعیت کې پرېشان یم
په مثال یوه دسته یم دسنبلو

لطافت مې په مزاج تر غونچې تنګ کا
په چمن کې که فریاد وي دبلبلو

له اسمانه به فې الحال راشي ترمزکې
که مې کېږدي سنګیني چېرې په تلو

دازادو لمن کله په خا نخښلي
په دنسیم غوندې ګذر کړم په ځنګلو

مروت کې په سر ځای دنشت راکا
سرفرو به تواضع کړم تر کاکلو

په دا وقت کې که شېدا دواړه مهمند وی
ثنا خوان به وو هردم ستا دویلو

 

دیوان شېدا

هایکو/ډاکتر اظهار الله اظهاربشپړ شعر ولولئ

هایکو/ډاکتر اظهار الله اظهار

طاېر ځلاند

هایکو ګانې

ډاکتر اظهار الله اظهار

1

یوه لحظه چې هم هوا بنده شي
دزړونو شور دغوږ پردې وشلوي
مادځنګل طوفان کې مه ګېروه

2

دطوفانونو زور په شا تمبوي
دمحبت یوه نازکه خندا
دتاترې له سره هم پورته ده

دزړه د درد منزل یې سرڅنګه شی
مینه روانه داوبو غوندې وی
ژوند خو دواورې چم دی زر ویلی شی

په سمندر کې ریز مریز شي غرونه
ته چې پستې پستې خبرې کوې
زړه مې دکاڼی په رنګ ټک ونه چوي

5

یمه ژوندی ستا دلیدو په امید
ولې دلمر دپلوشو سېوري هم
تیاره چاپیره په ګودره خوروي

پوی شومه اوس چې پښتنه پیغله یې
ماته چې کړل ماستا دزندان سیخونه
تادپیشو پنجې په ماښښې کړې

کله ګونګي کيږي دسندرو ژبه
ډیرکې غرونه په شا وتمبوي
ودریږي نه ، اوازونو سفر

زمونږ دکور چت کار راڅاڅی په مونږ
شکر په دې خبره هم وباسوو
چې په تالا میدان خو پاتې نه یو

 

پلاره ما له یو بینمار سره شاګرد کړه/طایرځلاندبشپړ شعر ولولئ

پلاره ما له یو بینمار سره شاګرد کړه/طایرځلاند

طاېر ځلاند

پلاره ما له یو بینمار سره شاګرد کړه

ما ل خلکو اوریدلی

چې ماران او ښاماران ټول                       

دبین غږ ته راټولیږي

دبین غږ چې کله واوري

نوګډيږي او مستيږي

اوخپل ځان ترېنه هيریږي

پلاره ما له یو بینمارسره شاګرد کړه

ته خو ګورې

چې زمونږ ښار ځنګل شوی

کلی کلی بدشوی

چمنونه  اغزي شوي

اوګلونه پردي شوي

له دې سيمې ځنې تللي

ځکه

ته په خپله ګورې

له دې ښار نه جوړ ځنګل دی

اوس بدل دی

اوخواره په کې ماران دي

له چڼچڼو نه بچي خوري

ده پکار ورځنې ويره

لیوني دي

سم سړي خوري

پلاره ما له یو بینمار سره شاګرد کړه

چې استاد شم

نو ددې ځنګل ماران به

دغه غټ غټ ښاماران به

ټول یو ځای لره راټول کړم

د اودې لاندې به راشي

دبين غږ به یې نشه کړي

له مستۍ نه به ګډ يږي

اوله زهرو ډک غا ښونه

د دوي ژامو  نه به  لويږي

اودزهرو پوکڼۍ به

بیرته وچې يې  شي خولو کې

داماران او ښاماران به

په انسان بیرته بدل شي

جوړبه ښا ر بیا له څنګل شي

غزل / خالد پښتو نبشپړ شعر ولولئ

غزل / خالد پښتو ن

طاېر ځلاند

غزل

خالد پښتون

 

دوهم په تيارو کې او دشک په نيمه لاره
احساس راته اوس شوي چې يم ورک په نيمه لاره

 داڅه رنګه طلب دی او داڅه رنګ لټون دی؟
 ولاړه يمه حيرانه اوترک په نيمه لاره

نظر مې ليونی ليونی ګورو اخوا ديخوا
ورک شوی لکه مور نه وی هلک په نيمه لاره

خلوص دپښتنو مې دکابل سينې ته وړلو
لوټ شوی  يم يارانو دبولدک په نيمه لاره

يو چا جوړې ياد کړی يم پښتونه نه پوهيږم
خوړلی مې نن بيا چې دی تيندک په نيمه لاره

د خوبونو د نړۍ روڼ اندى شاعر/ شیررحمان بيتاببشپړ شعر ولولئ

د خوبونو د نړۍ روڼ اندى شاعر/ شیررحمان بيتاب

طاېر ځلاند

د خوبونو د نړۍ روڼ اندى شاعر

 ليک: شېرالرحمان بېتاب 

 د نړۍ پر مخ چې څومره قومونه ژوند کوي يا ددې نه مخکې تېرشويدي. هرقوم د خپلې ګټې، سولې، اتفاق، يوالي وحدت او د بهرنيو قومونو د سازشونو،دسېسو او ډنډورو نه د خپل قوم، ژبې، کلتور، تهذيب، او ثقافت ژغورلو لپاره مختلف صلاحيتونه او استعدادونه په ځلانګړو دندو اچوي. پر همدې اساس د نورو قومونو سازشونه، دسېسې او ډنډوري شنډوي او خپل قوم د عروج تر پولې پورې رسوي. پر دغو روڼ اندو کې يو هم شاعر دى. شاعر د قوم او ژبې حدمت د شعر پواسطه کوي. د تېرې يا ماضي زمانې نه يې خبروي، د حال په ژبه ورته ګويان وي. او د اينده زمانې وړاندويينې (پېش ګويانې) ورته کوي چې د وخت په تېرېدو سره د تکميل جامې اغوندي چې ښکاره بېلګه يې د پېرمحمد کاروان دغه شعر دي چې تېرې زمانې کې يې ويلاى وو. نن يې د تکميل جامې اغوستي دي. خاونده داسې وخت به په نږدې موده کې راشي

چې پورته افغانۍ وي او کلداره ښويدلې

ځکه خو ايوب صابر مجبوره شويدى چې داسې ووايې. د امد کيفيت داسې وي صابره!

کله خېژې په شاعر د يو نبي رنګ

                 يا شاعري جز يې پېغمبري است شاعر يوازې شاعر نه بلکې يو مورخ هم دى. پر همدې اساس شاعر ته د قوم بېنا يا غړېدلې سترګې وايې.         پر دغو روڼ اندو شاعرانو کې يو هم ځوان، تکړه او تاند شاعر شېرمحمد حېدر دى. چې نږدې موده کې يې خپله لومړۍ شعري ټولګه د (خوبونه خاورې نه شي) په نوم پښتو ادب ته ډالۍ کړه.        په کتاب کې د شاعر خپلو خبرو نه پرته تکړه شاعر، ليکوال، ژباړن، نقاد او محقق محمود اياز او محبت شاه شينواري دده په فن او هنر خبرې کړېدي.       سرور خان سرور په چپه پوښتۍ ورته د شاعر لنډه پېژندنه ليکلې ده.        په کتاب کې غزلې، نظمونه، قطعي، څلوريزې او لطېفې نه بلکې هايکو ګانې شاملې دي. خو د غزل برخه پکې زياته ده او په غزل کې يې زيات رياضت کړيدى. ځکه خو حېدر ته د غزل شاعر ويلاى شو.         شاعرانه خوبونه کله چې مونږ د شاعرانه خوبونو په لټه د ادبي قاموس پاڼې اړوو نو څه داسې لولو"له ډېره پخوا د شعر له ځانګړنو څخه داده چې  شاعر په تصوف وزمه حالت کې هغه څه انځور کړي. چې دده پرته يې نور نه شي انځورولاى په اروپا کې د منځنۍ پېړيو په اوږدو کې به اخلاقي شعر د هغو خوبونو په بڼه رامنځ ته کېده چې شاعر به لېدل ....... "        يا خوبونه او شاعرانه خوبونه د نالېدلې نړۍ (لاشعور) عکاسي کوي. او دا عکاسي مونږ د تعبير په ارته او پراخه پرده ګورو او د ژوند د لاځوابه پوښتنو لپاره ترې ځوابونه اخلو.       نو راځئ چې د حېدر د تاندې شاعرۍ سرسري جاج واخلو. حېدر لاځوان دى. شعر يې هم دده په څېر ځوان او تاند دى. د ازمېښتونو او تجربو له بټيو څخه تېرېږي او د خپل نامعلوم منزل په لور ځان رسوي. دا چې حېدر يو بااحساسه شاعر دى نو ددې احساس هم ورته شوى دى. او خپل هدف ته رسېدل يې بې درېغه ارمان او حسرت دى. ځکه خو يې خپل ټول خوبونه زمونږ سره شريک کړي او د تعبير په لټون دى. هر څو که د منزل په لورې لوړې ژورې دي، وېره حوره ده، تورتم دى، وحشت دى، عربت دى، حطره ده. حېدر هم په شاه ستنېدونکى نه دى خپل ځان په خپله څه داسې ډاډه کوي. اشنا زړور زړګي ته مې ډارنې لارې څه دي

منزل مې دى لا مخکې حرکت دى را په غاړه

يا دا په شاه نه ځم د وخته که مې ستړې زندګي شي

اى ژونده! په فطرت کې مې جذبې دي نه ختمېږي

     حېدر چې کله ډېر د ناهېليو په ګرداب کې ډوب شي نو څه داسې د همت چغه کړي. پوهېږم چې د ځان په تنګو سختو ورځو شپو کې

حېدره! بل څه نشته يو همت دې راپه غاړه

       نفاق د سولې او امن نشتوالى چې د پښتنو يو لوى غم او الميه ده. ددې نفاق له لاسه د هر پښتون کور، جومات، هوجره، کوڅۀ او ګودر په وينو لمبېدلى او د وينو وږم ترې راخېژې. د پښتون خپل وجون (تن) هم سلامت نه دى پاتې بلکې داسې شنل شويدى. چې د پېژاند له قېده هم وتلى دى. ددې نفاق په سوب د هر پښتون کور نه دارالجنګ او ماتم ګده جوړه ده. د پښتون د سندرې نه مرثيه جوړه ده. د پښتون د هر کور نه د کونډې، بورې او يتيم د ساندو او ويرونو اوازونه راځي. جنتي پښتانه دوزخي ژوند تېروي. دا  چې حېدر يو کلک پښتون او مسلمان دىځکه خو په سوله او امن مين دى. نور يې په پښتنو دا دوزخي ژوند نه پېرزو کېږي. د عدم امن پر ضد ده هم ساندې او وېرونه کړيدي. راځئ چې يو څو ساندو ته يې غوږ شو. راځئ چې مونږه يې پلټنه او پوښتنه وکړو

سپينه کوتره چې د امن په دې لاره مړه ده

څو دقابيل د فکر غړي به يو

څو به خپل کور کې ورور وژنه کوو

 

         دا سانده خو يې ډېره د جذبې نه ډکه ده. اېره اېره به دې ځواني شي د ګل مخو مېره!

لاړ شه کابل او پېښور ته د قيامت څپې دي

 

      د حېدر په شاعرۍ کې ګڼ مضامين ځاى شويدي تر ډېره حده يې شاعري د ابهام نه ستر کړېده. حېدر د شعر د ستار په رنګين تار خپل عربت، بې وسي، جلاوطني (مسافري) د خپل ديار، کلي، ګودر، هوجرې حسرت د انصارو مينه چېړلي دي. او دده په شاعرۍ  ځاى پر ځاى تر سترګو کېږي.  لکه چې وايې. د کاره وروسته نه شو دا خولې خولې مزدور

کوي د سرو غرمو سختو لمرونو کې زګېروي

 

پرون که حبيب الله رفيع صيب ويل له مانه مه غواړئ خوښي، خندا، هوس، خوشالي

چې کور په کور مې د وطن په کور کې وير پروت دى

ملت ويرجن، چاپېر ويرجن، مځکه اسمان ويرجن دى

زما په شعر د ويرجن مخيط تاثير پروت دى

 

نو نن حېدر څه دا رانګه ګويان دى. خوب د څنګل رانه هېر شوى اشنا ورکه دې شي

دا غريبي هره لمحه سري له کوره باسي

 

انسان چې اشرف المخلوقات دى. خداى(ج) د ټولو مخلوقاتو نه غوره، ښايسته، باشرفه، باعزته، باهنره او افضل پېده کړېدى. نو شيطان چې دده له لاسه د جنت نه ويستل شويدى عزت او شرافت کې يې چرته پرېږدي. شيطان تل غواړي چې دا افضل مخلوق يو بد او ناوړه عمل تره سره کړي. بلکې په دې ناوړه عملونو کې اخته او ککړ شي. حېدر هم بد کوي(شيطان يې دهوکه کوي) خو حېدر ډېر سپين زړى دى. په خپلو بدو اعمالو يې خپل ضمير څه داسې ورته وايي. کله چې په بدو تجربه وشي

خپله ملامته کړي ضمير سړى

 

          د حېدر ټولې غزلې ٧-  ٨- ١١-   ١٢-    ١٤-   ١٥  او ١٩ څپيزې دي. په ١٩ سيلابي غزلو کې يې هم شعريت ته پوره پاملرنه کړېده. ٠ د شعريت په تله پوره خېژې) حېدر په شعر کې تر څه حده يو محصوص جلا اسلوب لري او د يو ځانګړي رنګ په لټون لالهانده لالهانده ګرځي.د حېدر شاعري د ادبي صنعتونه ښه پرېمانه ذخېره لري. چې ادبي صنعتونه پکې ځاى په ځاى شويدي.         حېدر په شعوري کوښښ نوي نوي ترکېبونه په خپلې شاعرۍ کې ځاى کړي لکه . د خطر مور، د سرمايې بټۍ، د عربت ښار، د ډار څپې، د زوال کرښې او.........         حېدر په خپلو شعرونو کې ځاى په ځاى صنعت طباق يا صنعت تضاد هم راوړى دى. لکه په دې شعرونو کې د وخت سپينه هنداره شوم د شک انځور نه لرې

د وهم جنګ ته ما د يقين زغرې لاس ته راوړې

زما د زړه احساسه خاموشي راڅخه لرې کړه

شور راکې پېده کړه ليونۍ جامې راوغونده

 

په پورتنيو شعرونو کې شک- يقين    خاموشي او شور په خپلو کې تضاد توري دي.     حېدر په شاعرۍ کې د تورو تکرار او د صنعت تام تجنيس ښې- ښې بېلګې موندل کېږې. صنعت تام تجنيس هغه ادبي جوړښت ته ويل کېږي چې لفظ يا تورى مشترک او مفهومونه يې جلا وي.راځئ چې دلته يې يو څو بېلګې ولولو. تور دي په زړه ته تور کارغان ګلشن ته مې

دا سپينې کوترې حقيقت لري

زما د حق وينه بلا غوندې بلا- بلا بچي به راوړي

د ځان قاتله سکه وروره تا چې ما لره سنګر نيولى

حېدر په پړاؤ-پړاؤ فساد چې خوروي

هغو خلکو لباس ځان ته اکثر سپين کړيدى

 

    په لومړي شعر کې وينو چې "تور دي" د ظاهري رنګ اوبڼې لپاره استعمال شوى دى. او په " زړه تور" د نفرت علامت يا سمبول دى.    بلا –بلا چې يو تې مراد بلا يا ويروونکى ځناور او بل د بلها لنډ حالت دى چې مراد ترې ډې زيات دى.      مطرف تجنيس:- هغه ادبي صنعت ته وايي. چې د لفظونو اهنګ اود تورو شمېر يې يو شان وي. مګر په يوه توري کې سره توپېر ولري. لکه په دې مثال کې. يو څوک مې د زړه پولې ته په جنګ راځي ملګرو

په جنګ راځي ملګرو په غورځنګ راځي ملګرو

 

په پورتني شعر کې دوه کليمې (جنګ او ځنګ) سره په وزن او د تورو په شمېر کې سره مساوي دي. په لاندې مسرې کې د جنګ نه يو حال ټکى يا نقطه پاسه انتقال شوى او په حمزه (ء) تبديل شويدى. همدا مې بې وسۍ ده ورته هيڅ ويلاې نشم

ملنګ غوندې يو تن دى په قلنګ راځي ملګرو

 

که په دې شعر کې قافيه ننګ وى. نو به ټولو مسرو کې به مطرف تجنيس ځاى شوي وو.  د حېدر په شاعرۍ کې د صنعت تصدير بېلګې هم موندل کېږي صنعت تصدير هغه ادبي جوړښت ته ويل کېږې چې د يوې مسرې په اخر کې يو تورى يا تو توري تکرار شي او د بلې مسرې په سر کې. يا د بلې مسرې په اخر کې او ددې مسرې په سر کې نو راځئ چې د حېدر په شاعرۍ کې بېلګې ولولو. نه غواړي خدمت او عزت نه غواړي

غواړي خودپرسته د شهرت اذان

يو څوک مې د زړه پولې ته په جنګ راځي ملګرو

په جنګ راځي ملګرو په غورځنګ راځي ملګرو

 

تلميح يا تاريخي واقعات هم د حېدر په شاعرۍ کې موندل کېږي.چې د هرې تلميح تر شاه يوه تاريخي واقعه پراته ده. څو دقابيل د فکر غړي به يو                 څو به خپل کور کې ورور وژنه کوو

د خليل د خوي تابع يم                                     په سره اور کې مې هم تاب دى

په اخره کې زه خپل ليک د محمد صديق پسرلي صيب ددې شعرونه سره پايې ته رسوم

 

حاسد که هر څو وولي شهکار اثر په تېګه

ماتېږي نه د لمر د پلوشو وزر په تېګه

دښمن د سړيتوب په سمه نرمه نه پوهېږي

د مار او د لړم نشته ځواب مګر په تېګه

         پاى

سېتاري ماما لګیا دیبشپړ شعر ولولئ

سېتاري ماما لګیا دی

طاېر ځلاند

خاموشي ډکه له راز ده

طایرځلاند                   

سېتاري ماما لګیا دی
په سېتار نغمه سوره ده
ګیر چاپیره خاموشي ده
دسپوږمۍ روښانه شپه ده

دی چې داسې دی پریشانه
او نیولی اضطراب دی
چې ازغو غوندې بې حال دی
په لټون دکوم ګلاب دی؟

سېتاري ماما لګیا دی
او ښه ګرم یې سېتار دی
دروازه یې خلاصه پرېښې
دادچا په انتظار دی
::::::::::::::::::::::::::::::::
شنه شړۍ ده ترېنه تاوه
او په لاس کې یې شهباز دی
دی له درده غرېو نیولی
داسړی هم ډک له راز دی

داچې مست دی په خپل درد کې
دادکوم زیارت ملنګ دی؟
چې له ځانه بدل اخلي
ولې ځان سره په جنګ دی ؟

سېتاري ماما لګیا دی
په سېتار نغمه سوره ده
دهرچا له پاره راز دی
دانغمه دچا نامه ده ؟

په سکڼی سکڼي ماښام کې
په کنډو کې ژیړي لمر شي
چې شپه خپل ګریوان کړي څيري
نودې هم رنګ دسحر شي

په شړۍ کې یې ځان تاو کړ
شورا غونج دباد له شوره
د سېتارنغمه کې مست شو
شو خبر له خپله زوره

سېتاري مامالګیا دی
او ښه ګرم یې مجلس دی
دهرچا دزړه تارچیړي
دی اشناله هریوکس دی

سترګې پټې سېتاري کړي
بیادچا یاد کې مدهوش شو
دنغمو ژبه ګویاشوه
سېتاري ماما خاموش شو

په اسمان کې چې ګړه زا شي
ګونځې ګونځې یې تندی شي
چې بریښنا کله ښکاره شي
نو دی سم دم لیونی شي

په سېتار نغمه سوره ده
او سیلې ده چې شغیږي
په دې پوې دی چې څوک نشته
دروازه هسې ګړبیږي

 

دکلۍ په زړه چاودون هم
دګلاب پرمخ شبنم شي
دی ، چې هرکس غمژن ویني
ورسره اخته په غم شي

سېتاري ماما نیولی
په سینې پورې سېتار دی
وچې وچې یې دي شونډې
پربڼویې پروت غبار دی

شي نغمه له سوزه دکه
مسکی بریتو کې بیا بیا شي
خدایزه څه خیال ورته ورشي
یودم شټ شټ په ژړا شي
ننګرهار

۱۰/۱۲/۲۰۱۰

د دستار سړي په شمار دي/قیوم مروتبشپړ شعر ولولئ

د دستار سړي په شمار دي/قیوم مروت

طاېر ځلاند

د دستار سړي په شمار دي

هسې خو هر سړى تيارې کې تلل راتلل کولې شي خو داسې اسانۍ او ازادۍ سره يې کله کولى شي لکه چې په  رڼا کې کيږي ادبي تخليق کاري بغير د علم نه يا د کم علم سره هم کيږي  دې  دپاري د مستند وعلومو ضرورت نه وي ځکه چې دا يوه خدايې ورکړى وصف دى خو علم د ادب دپاره د مشال ((څراغ )) کار کوي د فارسۍ او پښتو او اردو ژبو تاريخ مونږ ته دا ښايې چې ددې ژبو ديني عالمانو کې داسې ډير عالمان وو چې هغوئ د دغو ژبو دومره اوچت شاعران او اديبان وو چې نن يې هم کتابونه نه صرف تدريسي تقاضې پوره کوي بلکې
د هغوئ تخليقات عوامو او خواصو کې يو شان مقبوليت لري لکه فارسي کې مولا نا رومي . شيخ سعدي . اردو کې مولانا ابواکلام ازاد او علامه اقبال   په پښتو کې لکه خوشحال خان بابا او عبدالرحمان بابا . اګر که د علامه اقبال او خوشحال بابا په لړ کې د دينې علومو د با قاعده اسنادو درک نه لږي ولې دويې ديني علم کې حد نه زيات درک  (( پوهه))لرله ددې نوموړو تخليقات  ځکه کلاسيک جوړشول چې دوئ سره دعلم رڼا وه او ددې رڼا په طفيل د هغوئ ليکونه مونږ د پاره د لار ې مشالونه دي خو سړي ته چې خدې پاک د شاعرۍ وصف ورکړى وي . او مطالعه او مشاهده يې هم بشپړه وي نو دهغه په تخيلا تو کې سپېڅلتيا . پراختيا . نزاکت . او جذباتو کې قوت او صداقت پيداشي . له بده مرغه زمونږ پښتو شاعرانو اديبانو کې ډير کم شاعران داسې دي چې هغوئ  په علم معمور وي او په تخليقاتو کې يې هم اثرات موجود وي ددې وصف نه ډير محروم دي او هم دغه وجه ده چې ډيرو ليکوالو د ادب د تخليق په ميدان کې ورد وکړو څه موده يې په چل ول وخت تير کړو بيا تل دپاره پس منظر کې خوندي شول او نن يې صرف نامې پاتې دي بلکې د ډيرو خو نامې هم ورکې شوې

زۀ دلته نن ديو داسې شاعر تعارف کول غواړم چې د شاعرۍ عمر خو يې کم دى چې خپل عمريې هم اتلس کاله ((١٨)) دى ظاهره ده چې دې تنکي عمر کې د سړي شاعري هم تنکۍ وي ځکه چې د تخليق ميوه د عمر سر پخيږي . تاسو به حيران شئ چې ددې ځوان ((چې نوم يې عتيق الرحمٰن  دى او د طاير ځلاند په نوم يې قلم راخستى دى ))دومره پوخ کلام څنګه ليکلى شي ؟  او دتخيل او فکر پرواز يې څنګه دومره اوچت کيدى شي؟ په اول ځل چې ما خپله دهغه کلام واورېدۀ او دهٰغۀ شکل و شباهت (( کړۀ وړۀ )) او عمر ته مې او کتل چې لا يې ږيره بريت هم پوره شنه شوي نه وو  نو زړۀ کې مې پرې دا فتوه  ور وتپله چې دا شاعري ددې کم عمره ځوان نه شي کيدى چانه به يې سرقه کړي وي . خو روسته راته په تنقيدي غونډو کې داپته ولګيده چې طاير ځلاند يو پوئ زلمى دى او تخليقي صلاحيت لري او ددې نه هم خبر شوم چې د ديني علومو زدکونکى هم دى چې ډير زر به انشاءالله (( دستار )) وتړي . نو د هغه کلام کې اوس نه ماته داسې اثار ښکاري د چا په باره کې چې خوشحال خان بابا ويېلي دي  ٭چې دستار تړي هزار دي ٭ د دستار سړي په شمار دي ٭ طاير ځلاند په دې کم عمر کې دخپل پاخۀ کلام دکبله بغير ددستار نه دستار تړلى ښکاري ددې زلمي پلار مولوي شمس الحق د افغانستان د شخړې له کبله د ننګرهار نه دلته کواټ ته راکډه شو او په کواټ کښي ورته خداى پاک په ١٩٨٧ء  کې يو عقيق په انعام کې ورکړو چې نامه يې پرې عتيق الرحمٰن کيښوه نن سبا دپښتو ټولنې مشر سکرتر دى دکلام دا څو نمونې يې تاسو ولولې اميد دى چې تاسو بي زما د پورتنۍ دعوې تصديق وکړئ او ماته به څوک د مبالغې ارايې ګوته ونه نيسي د کلام نمونه يې داده

 

هغه د ژوند د جستجو په لذت څه پوهيږي
 څوک چې دي يخ سوري ته ناست او په سر لمر نه لري

د جمود ور به ماتيږي دا پخه مو عقيده ده
شروع شوى دې کوڅو کې دفکرونو احتجاج دى

داسې محلت کې مې ګزران دى د ژوندون په ډګر
د ورځې کار وکړم د شپې د ځان پهره کومه

ګوره د خپل وجود بقا دپاره
قطره قطره درياب کې سا اخلي

زه لکه مات ټوټې ټوټې له غيږ پريوتى منګى
زۀ ټول سالم لکه ژوندى د پښتنو روايت

څه ويل غواړي  له  جموده تښتي
عقل باغي  شو له حدوده تښتي
هر يو ارمان مې د ژوندون له غېږې
لکه سايه د خپل وجوده  تښتي
 قيوم مروت

کواټ

١٤ - ٩ - ٢٠٠٥

غزل / طایرځلاندبشپړ شعر ولولئ

غزل / طایرځلاند

طاېر ځلاند

 غزل

طایرځلاند

ما کړه شپه تېره په ازغو کې خو تاکړمه خاورې
يه دلمر څيرې . اوس به چرته وجود وړمه خاورې

هغه د ستا په نو م ارمان هم په کې ورژېدۀ
اوس به دزړۀ کور کې په خاورو اړومه خاورې

بيګا مې بيا ستا دياد  دشتو کې مزل کړى دى
سحر سحر چې د بڼو نه څنډوهمه خاورې

دلته په ځان کې دهر چانه خپل صورت ورک شوى
زۀ به له کوم يوې هندارې پاکومه خاورې

ما که خپل ژوند دوخت په سلو خزانونو تېر کړو
تاله به نخښې د سپرلي ضرور راوړمه . خاورې

مانه مودې وشوې  طايره چې يو لعل  ورک شوى
په ما مودې وشوې چې اوس هم چاڼومه خاورې

غزل / رحمان بابابشپړ شعر ولولئ

غزل / رحمان بابا

طاېر ځلاند

غزل

رحمان بابا

ستا په عشق کې هسې خلاص يم له شعوره
چې يوه خبره نه لرم منظوره
طبيبان وايي چې صبر دى دارو دي
خداى فرقه زمونږ پيدا کړه ناصبوره
تورې هر چرې تړلي په دښمن شي
ياره ستا سترگې دوستان وژني په توره
معشوقې د زمانې شوې سره ټولې
دزړه خونه مې يې ولوټله چوره
زه تنها په ضرور نه يم ستا له غمه
پيدا شوې عاشقي ده له ضروره
هرې شپې لره ورځ شته دى په جهان کې
زما عمر جداييه کړ بې نوره
مهرويان وفا له هيچا سره نه کا
دا خبره په عالم کې ده مشهوره
چې خبر شي واړه گوتې په غاښ نيسي
په هجران کې خبر مه شه له مهجوره
د رقيب له بدو سترگو دې ځان ژغوري
هر عاشق چې بهر مند وي له حضوره
هومره توان او توفيق نه گڼم په بخت کې
چې تايب کاما، له فسق او له فجوره

په نظر د مدعيانو تور کودى دى
که يې کښېنوم د کټ د پاسه حوره
د رحمان د سترگو نم به هاله وچ شي
که وچ شوى د چا نم وي له ناسوره

 

دسندرو شهزادګۍ / قلندر مومندبشپړ شعر ولولئ

دسندرو شهزادګۍ / قلندر مومند

طاېر ځلاند

  د  سندرو شهزادګۍ

قلندر مومند

               دسندور شهزادګۍ رانه خفه ده
رنګینۍ مې په غزلو کې عنقا دي
داچې خیال ته مې راالوځي هغه ده
چې خورې یې تورې  زلفې په هوا دي
چې مستۍ یې ګډي کړي په هرخوا دي
چې له سهمه یې نګهت پریشانیږي
چې ګلشن کې یې ګلونه په سودا دي
داسپوږمۍ ، ستوري چې غلی غلي کیږي
دسندرو شهزادګۍ ته مې پسخيږي

***********

دسندرو شهزادګۍ دګل کلۍ ده
دې سپرلي کې نوې نوې ټوکیدلې
داهغه ده چې راختې په بلۍ ده
او که نه دغه سپوږمۍ ده راختلې
په شعور مې چې ده هسې غوړیدلې
چې دنیا راته رڼا رنګ او نشه ده
پړقیدلې ځلیدلې ځنګیدلې
هم خوږه ده هم ترخه ده عجیبه ده
دسندرو شهزادګۍ ده هم هغه ده

******

دسندرو شهزادګۍ دجونو میره
دپیغلوکو په ټولۍ کې سرفرازه
بې بهاده  بې مثاله بې نظیره
لکه زرکه چې خرام کوي له ناز ه
هسې رنګ قیامت خیزه فتنه بازه

په هر هر قدم څوڅو ځله تاویږي
لکه سر تر پښو دګل نه چې وي سازه
لکه لښته په ایله بانه ماتیږي
دسنرو شهزادګۍ داسې کږیږي

*********

دسندرو شهزادګۍ چې مخته راشي
پښه نیولې شي مخ تاو کړي پستنه شي
کله شونډې چیچي ، کله په مسکا شي
کله وشرمیږي ، کله په غصه شي
 له حیا نه کله کله تکه سره شي
کله سور سالو په مخ باندې راخور کړي
او دمخ سورخي یې داسې یو په دوه شي
چې دبرق غوندې نظرزما په لور کړي
دسندرو شهزادګۍ مې سوی سکور کړي

***********

دسندرو شهزادګۍ زما ژوندون دی
زما فکر زما روح زما نغمه ده
زما شعر دهغې دخیال مضمون دی
 که څه سوز دی که جذبه ده که لمبه ده
مادپاره هم هغه ده هم هغه ده
درته خوږ یمه یا مینه که په ما کړۍ
یا  زما کومه وینا درته خوږه ده
یا زما دژوندانه که څه تابیا کړۍ
دسندرو شهزادګۍ راله پخلا کړۍ

**************