د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

341 شاعران5048 شعرونه
طاېر ځلاند

پلاره ما له یو بینمار سره شاګرد کړه/طایرځلاند

پلاره ما له یو بینمار سره شاګرد کړه

ما ل خلکو اوریدلی

چې ماران او ښاماران ټول                       

دبین غږ ته راټولیږي

دبین غږ چې کله واوري

نوګډيږي او مستيږي

اوخپل ځان ترېنه هيریږي

پلاره ما له یو بینمارسره شاګرد کړه

ته خو ګورې

چې زمونږ ښار ځنګل شوی

کلی کلی بدشوی

چمنونه  اغزي شوي

اوګلونه پردي شوي

له دې سيمې ځنې تللي

ځکه

ته په خپله ګورې

له دې ښار نه جوړ ځنګل دی

اوس بدل دی

اوخواره په کې ماران دي

له چڼچڼو نه بچي خوري

ده پکار ورځنې ويره

لیوني دي

سم سړي خوري

پلاره ما له یو بینمار سره شاګرد کړه

چې استاد شم

نو ددې ځنګل ماران به

دغه غټ غټ ښاماران به

ټول یو ځای لره راټول کړم

د اودې لاندې به راشي

دبين غږ به یې نشه کړي

له مستۍ نه به ګډ يږي

اوله زهرو ډک غا ښونه

د دوي ژامو  نه به  لويږي

اودزهرو پوکڼۍ به

بیرته وچې يې  شي خولو کې

داماران او ښاماران به

په انسان بیرته بدل شي

جوړبه ښا ر بیا له څنګل شي

د شاعر نور شعرونه ←