د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

424 شاعران5524 شعرونه
طاېر ځلاند

سېتاري ماما لګیا دی

خاموشي ډکه له راز ده

طایرځلاند                   

سېتاري ماما لګیا دی
په سېتار نغمه سوره ده
ګیر چاپیره خاموشي ده
دسپوږمۍ روښانه شپه ده

دی چې داسې دی پریشانه
او نیولی اضطراب دی
چې ازغو غوندې بې حال دی
په لټون دکوم ګلاب دی؟

سېتاري ماما لګیا دی
او ښه ګرم یې سېتار دی
دروازه یې خلاصه پرېښې
دادچا په انتظار دی
::::::::::::::::::::::::::::::::
شنه شړۍ ده ترېنه تاوه
او په لاس کې یې شهباز دی
دی له درده غرېو نیولی
داسړی هم ډک له راز دی

داچې مست دی په خپل درد کې
دادکوم زیارت ملنګ دی؟
چې له ځانه بدل اخلي
ولې ځان سره په جنګ دی ؟

سېتاري ماما لګیا دی
په سېتار نغمه سوره ده
دهرچا له پاره راز دی
دانغمه دچا نامه ده ؟

په سکڼی سکڼي ماښام کې
په کنډو کې ژیړي لمر شي
چې شپه خپل ګریوان کړي څيري
نودې هم رنګ دسحر شي

په شړۍ کې یې ځان تاو کړ
شورا غونج دباد له شوره
د سېتارنغمه کې مست شو
شو خبر له خپله زوره

سېتاري مامالګیا دی
او ښه ګرم یې مجلس دی
دهرچا دزړه تارچیړي
دی اشناله هریوکس دی

سترګې پټې سېتاري کړي
بیادچا یاد کې مدهوش شو
دنغمو ژبه ګویاشوه
سېتاري ماما خاموش شو

په اسمان کې چې ګړه زا شي
ګونځې ګونځې یې تندی شي
چې بریښنا کله ښکاره شي
نو دی سم دم لیونی شي

په سېتار نغمه سوره ده
او سیلې ده چې شغیږي
په دې پوې دی چې څوک نشته
دروازه هسې ګړبیږي

 

دکلۍ په زړه چاودون هم
دګلاب پرمخ شبنم شي
دی ، چې هرکس غمژن ویني
ورسره اخته په غم شي

سېتاري ماما نیولی
په سینې پورې سېتار دی
وچې وچې یې دي شونډې
پربڼویې پروت غبار دی

شي نغمه له سوزه دکه
مسکی بریتو کې بیا بیا شي
خدایزه څه خیال ورته ورشي
یودم شټ شټ په ژړا شي
ننګرهار

۱۰/۱۲/۲۰۱۰

د شاعر نور شعرونه ←