پښتو ادب · شاعران
محمدسرور وکیلي
د محمدسرور وکیلي پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
59 خپاره شوي شعرونه
دصوفي اوملاشخړهبشپړ شعر ولولئ
دصوفي اوملاشخړه
محمدسرور وکیلي
صوفي اوملادرلود پخپل کړوکي لوی توپیر یـوباطـن بـالـه بــل ظاهــــربـــالـه عزیـر
صوفي وایي دی یقین په زړه نه په قول دبنده چي په زړه ئې باورنه ووبندګي نه ده په تقریر
ملاوایي په باور د زړه پوهـيـږي څـوک
اقـرارئې د خـولي اروي په شرعه دل پذیـر
غـزالي ئې جـوړه وکـړه دظـاهراودباطن
ایمان: ویل په خـوله منل په زړه دي دحقـیر
مـلااوصـوفي دواړودغـزالي خـبره ومنل پـرظاهراوپرباطن سوه سره جوړبېله توپیـر
عزیرمانا(صحیح)او(ښه)
شمس اومولانابشپړ شعر ولولئ
شمس اومولانا
محمدسرور وکیلي
ویل شمس ومولاناته په تیاروکي سته هم ژوند سراسري
سپینه ورځ کي چي رڼاده ښکاري ټول زري هم نازري
راسه ما سره تیاروکي د بې وزلــو خــوار جــهــان تـه
کــوم کـس چـي پـه رڼـا کي ځـي تــیــارې تـه کـله دَريّ
تــه چـــي پخـپـل ډب اوپـه سـامـان اولــوړمـقـام کي ئې
خــبـرنه ئې په اړمـن چي په تـیاره کي څه روزګارلري
که کوم ځواب ورکړی مولانا هغه پاته په هجره کي دی
شمس مـیـن کـړی مـولانا پخـپـل افسـون ویـلـو ګوهـري
سـو مــولانا مـیـن پـرشمس هـم پـاتـه پـه تـیـارو کي شو
دیوانِ شمس ئې اشعارکړی پکښې ناخوالي ددین دي په دريِ
نعتبشپړ شعر ولولئ
نعت
محمدسرور وکیلي
تـه ئې خـتـم دـنبـوت ای خـاتـم النبـئېـن
الله درکــړی لــوړحــرمت دی په یقـین
تـه یـتـیـم اُمي بـې کـسه کـړې الله نـبـي
ته ئې کـړې ښونکی داسلام اودخپل دیـن
قــران دي معجـزه ده تـرقـیامـته ترابده
دا لوړکلام درکړی تاته خالـق العالـمیـن
الله کړې ته شافع روزي جزا خیرالبشره
په دواړو دَیّنوکي ئې کړې ته سرورین
ماویلې ستاستاینه هغه رب چي وه درکړې
تـه سـیـدالمرسلـین ئې اولین او آخـرین
زړه ساتنهبشپړ شعر ولولئ
زړه ساتنه
محمدسرور وکیلي
که کعبې ته ځم که دیرته زړه به تل ساتم
په زړه کي ځکه ځای بېشکه دالله بولم
مـالـک دزړو الله دی نـو ئې مه آزاره وه ترهرثـواب ئې ساتل دزړه پورته ګـڼـم
دیتیم د زړه ساتنه ګوره عرش سنباله وي
دیـتیـم دزړه آزار ورانــه وي نــړۍ یـودم
څوک چي لمن وهي آزارته نه پوهېږم ولي رسـولــې نـیـکۍ کـــله ده، آزار وکــم آدم
زړتیابشپړ شعر ولولئ
زړتیا
محمدسرور وکیلي
یاد مي دځـوانـۍ زه بـې هـده ځـورَولـم
زړتیا مي زه هېرجن کړم اوسې نه په یادوم
ځواني وه یـوبـهارچي سوه راباندي تېر
خـزان دپـیـرۍ راغی اوس لوېــږم دم په دم
اوس پوهېږم چي ځای مهال راباندي تنګ
هېله دچا نسته چي کـوږانـدام به مي کي سـم
په ځوانۍ کي وم خدنګ هرلوري ته به تلـم
خوله کـنډول مَلا مي کږه اوس دلـکړِسـره ځم
په ځوانۍ کي مي هرچاته مرسته رسېدل
اوس اړیمه ومـرستي تـه له پښـونه ولـوېـدم
داهال د پـیـرۍ ګـوره پرټـولـو به راځي
ځوانان دي ځواني لمانځي دا وصیت ورته کوم
له هېواد نه تېښتهبشپړ شعر ولولئ
له هېواد نه تېښته
محمدسرور وکیلي
دغه فکرنه کېده چي غله اوغاصبان دي له ګومله فرارسي مړې سترګي څوړمغزي دي بادارانوته وا دارسي
لېویان دپسو پوټکي پرسرکړي رمُوکي ګرځېده
په رمه کي ئې کتل اوګرځېدل چي کوم پسه په کارسي
دوی خپله هیڅ شی نه دي خوغواړي نورراپاره وي
اوس غواړي بیا هېواد کي جنګ اوبې نظمي دي پرلارسي
پرالله ئې باورنسته دپخواپه څېر پرامریکا تکیه کوي هغوپه جار ورته ویل جګړه نه کړو، سوله دي اظهارسي
په نامه دجهاد او دين ئې قصرونه اوبانکونه ودّرَول دا تصورنه وو چي دملت شته دي ملت بِرّته لارو بارسي
خلقتبشپړ شعر ولولئ
خلقت
محمدسرور وکیلي
دالله خـلقـت ته په ښه ځـیـرسه ته انسان
له خاورونه ګلان سي لـه چنجي نه بوراګـان
له مړې هګۍ نه سي پیدا ښکلي مرغان
د مَـلآ لـه اوبـو نــه خـــلــق کـــړي انسانــان
موچۍ کړي په شکېرګني کي عسل جوړ
داُوسۍ له خُوّلې نه جوړه وي مُشکِ عَطَران
بې مـوره اوبې پلاره آدم ئې کی تکـوین
هـم د ځان ئې خـلیفه کی داخارین پرټول جهان
ګـوره دې خـلقـت ته لوړ قدرت دی دالله
ده څه نـه څه پیـداکوي چي سد ورته حـیـران
مرګبشپړ شعر ولولئ
مرګ
محمدسرور وکیلي
مرګ که څه دژوند کره یوه نېستي ده
دغـیـرت مـرګ مي اوچـته سـرلوړي ده
لـــوړهـمــت زېـورښـکلا ده دانســان
پسـله مـرګې د ډېـوې ځلا او روښـنـي ده
ویاړلـی لــوړهـمتی انســـان نــه مـري
مړه هغه دي چي ویاړې دبل په نوکري ده
خوند کا دمېړه سـره خبري دمېـړاني
دبې غیرت سره بې غمي بې پروایي ده
دمورمقامبشپړ شعر ولولئ
دمورمقام
محمدسرور وکیلي
موري ادکي غېږدي جنت پرسردځمکي
ته د ژونـد روح ئې ای د نړۍ ملکي
ږغ ستا مـلـهـم قـربـان ویـل دي درمــل
خوږنوم اوچت دي ډېرترحد مـورکي
موري اوچت مقام دي په ګرد نړۍ کي
ته زېږه وې اتلان جهان بدلونکي
مـقـام دي لـــوړ قـلـم عــاجـزدی تــرېـنه
هــاجــره مــورداســمـاعـیل ادکي
دا مــــقـام لـــوړ مــورتــه الله ورکــــړی
ترنام دي جارسم ته داولاد روزُونکي
په پردوکيبشپړ شعر ولولئ
په پردوکي
محمدسرور وکیلي
ساقي راکه جام ارغواني خمارپه ماته وم
خمارمـي دېـرینه دی ځــکه تــالــره درځـم
پــه مـیـخـانه کي دپـردوخـمارکله ماتیږي
پـردی یـم پـه پــردوکـي ځـان لـه ګوښي یم
ځای پردی ساقي پردی جام ئې هم پردی
دلـتـه بــه زه څـنـګه خـمـار لــــه ســره وړم
ارغـواني جامونه ګوره پلاس کي دساقي
ځان ته ناست په آنـد کـي دجـانان مي یاد کوم
آشـنــا ږغـون نشته پـردۍ سـنـدري اورم
خرابات مي په زړه شوپه آندکي ئې ډوب سوم