افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
341 شاعران5048 شعرونه
خلقت
دالله خـلقـت ته په ښه ځـیـرسه ته انسان
له خاورونه ګلان سي لـه چنجي نه بوراګـان
له مړې هګۍ نه سي پیدا ښکلي مرغان
د مَـلآ لـه اوبـو نــه خـــلــق کـــړي انسانــان
موچۍ کړي په شکېرګني کي عسل جوړ
داُوسۍ له خُوّلې نه جوړه وي مُشکِ عَطَران
بې مـوره اوبې پلاره آدم ئې کی تکـوین
هـم د ځان ئې خـلیفه کی داخارین پرټول جهان
ګـوره دې خـلقـت ته لوړ قدرت دی دالله
ده څه نـه څه پیـداکوي چي سد ورته حـیـران