د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

341 شاعران5048 شعرونه
محمدسرور وکیلي

له هېواد نه تېښته

دغه فکرنه کېده چي غله اوغاصبان دي له ګومله فرارسي مړې سترګي څوړمغزي دي بادارانوته وا دارسي
لېویان دپسو پوټکي پرسرکړي رمُوکي ګرځېده
په رمه کي ئې کتل اوګرځېدل چي کوم پسه په کارسي
دوی خپله هیڅ شی نه دي خوغواړي نورراپاره وي
اوس غواړي بیا هېواد کي جنګ اوبې نظمي دي پرلارسي
پرالله ئې باورنسته دپخواپه څېر پرامریکا تکیه کوي هغوپه جار ورته ویل جګړه نه کړو، سوله دي اظهارسي
په نامه دجهاد او دين ئې قصرونه اوبانکونه ودّرَول دا تصورنه وو چي دملت شته دي ملت بِرّته لارو بارسي

د شاعر نور شعرونه ←