د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

محمدسرور وکیلي

د محمدسرور وکیلي پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

59 خپاره شوي شعرونه

په نرمۍ اومحبتبشپړ شعر ولولئ

په نرمۍ اومحبت

محمدسرور وکیلي

بد په بد سره پرېولل کاردپـوهي نه وي
اوبـــه پخـپــل نـــرمۍ سره ډبــره سـوله وي
په نرمۍ اومحبت دځنګله ژوی اهل وې دهــــوامــرغه په رام ناست ستا پــروږه وي
چي ډب نه وي ادب نه وي تېره داخـبره
ډب اووېـــــره هـــر یـو ظــلــم زیـــاتـــه وي
نرمي اومحـبت وګـړي ځان ته را بـولـي
زشتي اوبدخلقي لړم دی ځان خپله نېسته وي
داخبـري ټــوله آزمویل سوي له پخوانه
ومنه چي زوراوزشتي دواړه سـړی پمنه وي

مثنوي: ٫کیږي هغه چي دي کړي وي٫بشپړ شعر ولولئ

مثنوي: ٫کیږي هغه چي دي کړي وي٫

محمدسرور وکیلي

دنـیـکۍ ونــه کــوي تـــل مـېـوې خوږې
دبــدۍ ونــه کـــوي تــل مـېـوې ترخې
د ولي نه مـڼه غــوښتـــل کله وي کارسم چــي کــرې اوربشـي وبه نه رېـبـې غـنم
خــــبــره بې بنسټه بـېـلامـله دنـاپـوه وي
خـبـره دپـوهـانـو بادلـیله بــرهــاني وي
ناپوه چــي سي پـتنـګ نــوسي په جــنګ
نه لري دلیل سي بې دلیله په غـورځنګ
چاچي وي وژلی،پخپله هم دی وژل سوی
دنن تاریخ زمــوږپــه داکــړنو رنګـین سوی

دنوروئې پڅهبشپړ شعر ولولئ

دنوروئې پڅه

محمدسرور وکیلي

ته چي ځان ترنوروپوه بـولـې پڅه
ونـــوروتـــــه په ګــــوته نغـــوتې کـوې پڅه
لارښـوونه اوګلې ونــوروتـه کـوې
نــه وینې خــــپل عـیـب وګړوته ګهېږې پڅه
سمون له ځانه پایله وه نورڅه کوي
ځان دي دی هـېــرکړی ګــډ پردو ته ئې پڅه
خبـري ډېرآسانه کړنه بیاستـونزمنه
وړوکې کــړنه ښه ده ډېـر ویل اوبهـانې پڅه
ته به راته وائې چي ګډئې ته پخپله
ښه وائې: ځان به کم زه سم خودنوروئې پڅه

حقیرمي مه بولهبشپړ شعر ولولئ

حقیرمي مه بوله

محمدسرور وکیلي

که خـواریم که غـریب یم حقـیرمي مه بـوله
په تاریخ کي مي لټه بیا مي هـلته وتـوله
په سترګو وینې په زوی لوړې جګړه غواړې
بیاسره معلوم یو په جګړه کي سـره ټوله
څه مهال ترمخ وه په لسګون ځواک دلته حاکم

دغه خوارغریب ملت کړه د دوی کمبله ټوله
دالاپي شــاپي نــه دي دتاریــخ زرغونه پــاڼه
الله مــوکــړه په برخه دا وشـړه سـوه ټوله
راځۍ چــي ســـره یوســولاسونه ســره ورکو
خپل ملک مودی آزادسره جوړبېکو په سوله

کابلبشپړ شعر ولولئ

کابل

محمدسرور وکیلي

کابل پروت دغروپه زړو کي ښکلی ښاردی

لندن پاریس ګوته په غاښ ورته په څاردی

دنګ دنګ غرونه ئې اوچت پرخـواووشادي

فخـرافغان زړه د اِشـیا دســولي یــوآثاردی

حال دتاریخ ئې پرغرواوغونډیوباندي ښکاري

دلته مات سوی بایلل سوی جهاني لوړسـردمـداردی

دکابل منـځ کي بهـیـږي اوتـېـریږي کابل سنـد

تـېـرسوی تکـرارسوی هال په پټه خوله اظهاردی

راځۍ چي ځــوکابل تــه په سیــل اوپه مېــله

پغمان قرغه ئې ښه ګلبڼ ځای د بانډاردی

مثنوی:ــ دځان سمونبشپړ شعر ولولئ

مثنوی:ــ دځان سمون

محمدسرور وکیلي

نــوروتــه وعــظـونـصیحـت به څه کـم
چي خــپـله ګـمـراه، ځان بــه اصلاح نه کم
آسان دي نــوروتــه ویــل او لارښــوول
ویــل بـــولـــه ډېــرآســــان تــــرڅــه کـــول
دنــفـس ســره جــهــاد دا لـوی جهاد دی
لــــه ځــانــه پایــله ول لـــــوی ابـتـــکـاردی
کــه اصلاح وم بـل خـپله اصلاح کـیږي
حاجت ووعظ ته نسته ځان ستا هنداره کیږي
که خپله اصلاح نه وو ښه خبره موناسمه
دا ښــــــه خـبره مــو وي ځکه کله آغـېـزمنه

دالهی قدرت:بشپړ شعر ولولئ

دالهی قدرت:

محمدسرور وکیلي

دچنـجوڅخه راووځـي ښـایسته شـوپــرکان
لــه غــوزونه ئې پیداسي پتنګان
له هګۍ څخه پیداسي ښایسته ښکلي مرغان
پــه رنګارنګ بڼـوسنبال پرنده ګان
مــاران هــم وي ښایسته راووځي له هـګۍ نـــورئې زېــږه وي بـیـا په بـیـابان
هـم کـبان دي رنګارنګ راووځي له هـګۍ
ځـیـني زېـږه وي هـم لکه حبوان
قـدرت درب ته ګـوره،چي څنګه ئې پیداکي
ځیني هسي ځیني داسي دی نظم علی شان

هرشی خپل مقام لريبشپړ شعر ولولئ

هرشی خپل مقام لري

محمدسرور وکیلي

هرمسجد بـه کله مسجدالاقصی سي
کـه څـه هــم شـکل ورنـګ ئــې داشــنا سـي
هـرروړن کلام به آیات دقرآن نسي
که څه هم ډېــرمنطـق اودلـیل پکښې پیدا سي
هره ولاړه توره خونه به کعبه نسي
کـه څـه هــم تــوره مکـعـبي اوپــه طــلا سي
هـرساروان بـه ویسي قـرنـي نسـي
که څه هم زېږېدلی،روزېدلی د یمن په صحراسي
دا څېزونه چي دلته یاد سوه په دلیل هــریـولوړارزښت لرې مقام ئې بې بها سي

دچمن انګړبشپړ شعر ولولئ

دچمن انګړ

محمدسرور وکیلي

سحـرګاه وه ګل چمـن کي په مـوسکاشو
دجمن مرغه له دغه هال په غوغا شو
ټول مرغانوپه چمن کي دافضا کړه ننداره

هـرمـرغه جلا جلا ځان ته په چڼا شو
هـرمـرغه پخپله ژبه دسنـدروچـوڼهارکړ
داسي ښکارېده تابه ویل ذکرې ربناشو
سحرپاڅي په چمن کي داږغونه واروېده
دی هـم ذاکـرالله ته د بښي پـه وینا شو
پایـله ګـوره، انګړ ګـوره اوهـال وګـوره
انسان اومـرغـه هریـو الله ته په ثـناشو

آزمویل سوي خبريبشپړ شعر ولولئ

آزمویل سوي خبري

محمدسرور وکیلي

په خوله کي که غاښ خوږوي طعام کله خوند کوي دهـررنګه خـوړوخـوند به ځکه درنــه ورک وي
بې شـرمه بې حـیا کـس، غــیـرت کله پـېـژني مړې سترګي څوړمغزی دهرناکس فرمان به وړي
ترورخ تیري اوبـه کښـت ته کـلـه ســود لــري هرشی لري خپل وخت چي هوښیارئې فهم لـري
که بد ګړې بدبه مومې که ښه کړې ښه به مومې وبه نه رېبې غــنـم چي اوربـشي دي کـرلي وي
هوښیار نه خطاوزي که خطاوزي پرخوله مښلي
په ژوندکي ملا تړلی په ډېرفهم سره ژوندکيږي
مــڼـه له (ولي) نه غـوښتـل لـــویــه نا فـهـمـي ده هرفن چي په کاروړي کارګــه خو به باز نه کړي