د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

424 شاعران5524 شعرونه
محمدسرور وکیلي

کابل

کابل پروت دغروپه زړو کي ښکلی ښاردی

لندن پاریس ګوته په غاښ ورته په څاردی

دنګ دنګ غرونه ئې اوچت پرخـواووشادي

فخـرافغان زړه د اِشـیا دســولي یــوآثاردی

حال دتاریخ ئې پرغرواوغونډیوباندي ښکاري

دلته مات سوی بایلل سوی جهاني لوړسـردمـداردی

دکابل منـځ کي بهـیـږي اوتـېـریږي کابل سنـد

تـېـرسوی تکـرارسوی هال په پټه خوله اظهاردی

راځۍ چي ځــوکابل تــه په سیــل اوپه مېــله

پغمان قرغه ئې ښه ګلبڼ ځای د بانډاردی

د شاعر نور شعرونه ←