افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
424 شاعران5524 شعرونه
هرشی خپل مقام لري
هرمسجد بـه کله مسجدالاقصی سي
کـه څـه هــم شـکل ورنـګ ئــې داشــنا سـي
هـرروړن کلام به آیات دقرآن نسي
که څه هم ډېــرمنطـق اودلـیل پکښې پیدا سي
هره ولاړه توره خونه به کعبه نسي
کـه څـه هــم تــوره مکـعـبي اوپــه طــلا سي
هـرساروان بـه ویسي قـرنـي نسـي
که څه هم زېږېدلی،روزېدلی د یمن په صحراسي
دا څېزونه چي دلته یاد سوه په دلیل هــریـولوړارزښت لرې مقام ئې بې بها سي