پښتو ادب · شاعران
ع.شریف زاد
د ع.شریف زاد پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
48 خپاره شوي شعرونه
ادببشپړ شعر ولولئ
ادب
ع.شریف زاد
بلبل کو اشیان عمر در گلزار دارد
کی نظر از گل بپوشد ،کی نظر بر خار دارد
گاه گرید ،گاه خندد ،گاه سازد ،گاه زارد
گاه حیران وغزلخوان ،دیده بردلدا دارد
غرفه درد وریا ی عشقش کی نظر دارد بساحل
اوبجان مشتاق موج است ،وز ساحل عار دارد
بر سر بازار عشقش جانفروشان راست راهی
خود پسند ! بی اد ب ،کی ره دراین بازار دارد
انکه محو افتاب است ،کی نظر دارد بظلمت
انکه عشق از یاردارد کی خبر از اغیار دارد
هرکه در راه تو پوید، دست ودل از جان بشوید
جز رضای تو نجوید ،هرکه باتو کار دارد
وه عجب آب وهوایی دارد این باغ الهی!
خاکش ا ز اتش، گل اتش، ابر اتش بار دارد
ریس جمهوره تا څه وکړه؟بشپړ شعر ولولئ
ریس جمهوره تا څه وکړه؟
ع.شریف زاد
یوه اشتباه نه ټول دې کاږه وکړه
دلته او هلته هسې په نامه وکړه
په سرتمبګی فردی غلامۍ وکړه
په غاښ چیچنه اوزورواکۍ وکړه
ریس جمهوره تا څه وکړه؟
خدای دې غرق کړه لوی افته!
مچه کمزوری لېرې له سیاسته
نابکاره سخت دل او بې رحمته
دولس له غمه بې خبره بې برکته
ریس جمهوره تا څه وکړه؟
امرالله هم لاړ له بار اوبستر سره
حمدالله ماشوم له خپل ډایپر سره
ورک دې داعلومی شی له پرچم سره
اماتور حیات الله له غورځنګ سره
ریس جمهوره تا څه وکړه؟
لږ خو به دې یوڅه سنجولې وه
جنګ کې دفهیم دشتی حلوا وېشلې وه
جبهه تجارت ملی لافه او باټه وهلې وه
دضربا ضربتما ګردان اوصیغه ویلې وه
ریس جمهوره تاڅه وکړه؟
سرپرست دې پیدا نه کړ بت پرستی وه دلته
سترې نا کامۍ غټې رسوایی بې شرمی دلته
اکو بکو بوډۍ خورې ته راووځه له ماڼۍ دلته
کار دې شو خراب اوس پرتوګ ور واغونده دلته
ریس جمهوره تاڅه وکړه؟
قل هواللهبشپړ شعر ولولئ
قل هوالله
ع.شریف زاد
یا رب زسخنهای هوس دورم دار
واز حرف هوی به لطف مهجورم دار
هرچند به ناصواب گفتم سخنان
از گفته ناصواب معذورم دار
یا الهی تو تنها تکی احدی صمدی
از همه تالم ناسزا ومصیبت دورم دار
لم یلدی و لم یولد در همه ابعاد زند گی
از خباثت و قباحت زندگی مصونم دار
ولم یکن اله کفوا تکرا را تاکید بر احد
ازبحران جهالت و بي دانشی محرومم دار
تښتی ببړو راغی!بشپړ شعر ولولئ
تښتی ببړو راغی!
ع.شریف زاد
شکریه بارکزی هم ناسته ده سیاسی ګیلې لری
هره پرېکړه یې اوس باټ، ناز او نخرې لری
لطیف محموداحساساتی دنوی فصل اندازې لری
دزاړه فصل مېلمانه وځی بې حسابه شکوې لری
ناوخته مېلمانه راغلی هر یو یې جلاء انګېزې لری
سوله ورنه پاتې ده ! تمه دهزینې او خرچې لری
بایدن یې څنګه جبران کړی افغان ولس حادثې لری
مزدوره اداره دکابل بیا دشرم نه پزه اونه پښې لری
خیزش مردمی همدا ګلم جم یوځل بیا ګام او خیز لری
هېر نه کړی ولسه دا وږی ځان سره دسیسې لری
داملت به زعامت ټاکی ډېرې حساسې ولولې لری
دې ملموس سیاست کې هر مزدور خواستې لری
کړکېچ له کوره ده خراب ځکه ډېرې کږې وږې لری
غنی به یې څنګه سمې کړی چې پېچلې برنامې لری
په لویه تباهی کې *راضی او خوښی یو* تمې په انبارو لری
افغان بېړۍ په کومه درومی مسولان څه ډول کیسې لری
مزل مو لنډ دی خو هرکارموخپلې اوږدې اندېښنې لری
بایدن روښانه کړه خو غنی لا دخپلې خونې افسانې لری
سولهبشپړ شعر ولولئ
سوله
ع.شریف زاد
سوله رانه ورکه ده په رنګونو کې
خلیل زاد بډ بډ کوی په انډلونوکې
بطری چارج نه اخلی په کورونو کې
وځی ننوځی دلته هسې په چمونو کې
سوله رانه ورکه ده غنی راضی کیږی نه
د دې معجزې سراوپای معلومیږی نه
لافې دی او باټې نړیوال هم شرمیږی نه!
شتولتن بیرګ کولې وهی سوله کیږی نه
سوله رانه ورکه ده استازی ماشومان راغلی
دارګ په خوله هم کمونست پرچمیان راغلی
دګلم بم اوکه ګلم جم پرکټی اوباشان راغلی
څوک وایی ددې خاورې اصیل بچیان راغلی؟
سوله را نه ورکه ده ددالرو فرهنګ راغی دلته
څوک خمار دی او نور دنورو زمزمې وایی دلته
آریا نا سعید کثافت هم د کوټوالی ادعا لری دلته
کلی اورمه همغه خو دلوي خنزیر!هاها ده دلته
اختر راغیبشپړ شعر ولولئ
اختر راغی
ع.شریف زاد
اختر بختورډېرژر په منډه اوزړور راااغی
دملا کره چورګوړی هم بیا خېټورراااغی
اختر راغی لورپه لورکورپه کور خوښی ده
ولې دلته د بېشمېره یتیمانودولږې غږ راااغی
اختر راغی کونډې رنډې هم هوس کې شوې
ولې شهید ولس کې دغه ماتم بې ننګ راااغی
اخترراغی نه وسله نه توپ ونه توغندی لری
هرچاته ښه راغلاست وایی چې ژوند راااغی
اخترراغی دسولې پیغام یې راوړی له ځانه سره
په غوږ ویشتلی وارخطادی چې زنګ دخطر رااغی
اختر مو مبارک شه شپې او ورځې مو راحت شه!
بی ریاء بې جفا دغه پیغام هرچاته سیده برابر راااغی
هېوادهبشپړ شعر ولولئ
هېواده
ع.شریف زاد
ستا لارې کوڅې خودغم له ویر نه ډکې شوې
پردی دلته راغلی دا لوبې نو رې مستې شوې
خدای ج خبر چې داغله به ستا حالت وپېژنی
دا ترانې له هر سورکی نورې راغبرګې شوې
ټوله نړۍ ستا دسکون او امن په غم کې ده
چېرې سکون دی داجګړې نورې مشتقې شوې
استعماراواستعباد اوس دواړو لورو ته پکه وهی
عجیبه نه ده بدې شپې ورخې لا نورې سختې شوې
دیموکراسی ده ورکه ماهر وسله خرڅونکی دی دلته
توغندی اخلی مزدوران نو خکه لارې هرچاته کلکې شوې
ولې؟بشپړ شعر ولولئ
ولې؟
ع.شریف زاد
دهېواد د مینې ساز وآواز دې راخراب کړ
دتعلیم اوتربیې ستر چراغ دې راخراب کړ
دهرچا غېږکې راڅرګند شوې رهبر شوې
غټ شوې ستر شوې ولې تریخ مکدرشوې
هره شپه هره ګړۍ شېبه دې شوه شب قدر
هرچا ته منلی نه، یوازې خان ته ښاغلی معتبرشوې
بوراګان دخپلې مینې نغمه سرا دی خو پرېشانه
ته ولې دوطن په هستیو کې بې شجر شوې؟
سر دکلاوې درنه ورک شو په لافو شافو کې
دملت ژبه در نه پا تې په ډاګه بې خبر شوې
غرق شې! څومره لیونی په مقام دیوم البترشوې
په هر لوری چې نظرکړم ميرویس خان رایادیږی
ستا لنګۍ افسانه ده شرمنده دتاریخ او فرهنګ شوې
بې کفا یته کجیرانبشپړ شعر ولولئ
بې کفا یته کجیران
ع.شریف زاد
خوب وینی خړ کجیران بیادبل پروفیسور سره راټول شوی دی
د ا بې نمکه بې خو نده شورواپه نوم خو تاریخ شرمولی دی
فردی او ګروهی مقالو کې هېڅ ګټه اوحیثیت ورته پاتې نه دی
ولس پوهیږی خاینو تا سې هرڅه چې څه کرلی هغه مو رېبلی دی
تلخان امرالله کلینر اوس ټانکی په لاس زده کړې د ملت کوی هو
په غوږ ویشتلو حنیف اتمراو اودلا خو هم ډېر جنایتو نه کړ دی
ورکه دې داسې سپکه اداره شی چې نه زنانه ا ونه نامردانه شی
وګوری !اې خیرنو ناامنه کابل ښار کې تاسې نور څه کړی دی
دغه بې قانونه برګ یو ځل بیا هسې مرداره په خوب وینی
څرګندې دی دا دبن ټولواکان چې څومره سهوې یې کړې دی
اوس دپارلمان خرید او فروش هاها خبره کوم اغېز نه لری
په بهر نیو دالرو چا هر وخت ګواښونه خپل ملت ته کړی دی
شرم دی له معاصر ې نړۍ اوله دې بې غیرته ولس مشرۍ
کومه دیموکراسی کې چېرې کله چا دومره ناندرۍ وهلی دی؟
حمدولا جمع ګل مرجان اودولا منفی امرولا دلته په ولس لوبې کوی
زعامت شو ډیر رسوا ټولې ڼړۍما اوتاته لا پخوا نارې سورې وهلې دی
مزدوره اداره ده خود سولې روغې توان کله لری دلته او هلته
د پمپیو په ډنډه پنج باندې خو بغاوتګر درین راستا بډې راوهلې دی
عار مه ګڼې افغانو یووالی ،ننګ ،پوهه او سپېڅلی ایمان خپل
تاسې د ڼړۍپه کوم کونج کې دغلام حلقه بګوش! تورې لیدلې دی
منی او که نه منیبشپړ شعر ولولئ
منی او که نه منی
ع.شریف زاد
راغلی دې ټولنې ته په ګواښ المتفکر احمد زی اشرف الغنی
دي خپله وایی دې کړکېچ کې څوک یې منی او که نه منی
ملا برادر دوحه کې قطری حلوا له دشلمې سره ورته وهی
لاړل نا اهله اشپزان ............ پارلمان ته لافې ډېرې وهی
پوښتته داده چې ایا یو وزیر داهل کار ځانګړی تعریف لری؟
پارلمان خوپه پټکو هسې دشپنو چیغې او نارې وهی
معجزه نه ده ښکاری چې ټولې لوبې دی له سره مافیایي!
المتفکر په کې خوښ دی ان زوړ دترمپ خلیلزاد یې منی
ینس شتولتن دناتو سندر غاړی به دواړو لاسو ناندرۍ وهی
دا شوه د متفکر رسالت د بشپرې اونیمګړې دیمو کراسی
څوک داډو ل کرو نا یې حالت دمظلوم ملت لپاره منی؟
کوم باور او عتبار رښتینی ایمان دغه سهامي با جه منی؟
تو نعلت دې شی په نړیواله ټولنه دروغجنه ، مکر جنه زهر جنه
چې راغلی له وسلو سره افغان خاورې ته لپاره ددالرو او شیطانی
څومره ساده ښاغلی وآغلې وازمایل احساساتی متفکرعینی
همایون قیومی اوسفیر هم دسفارت بشپر دیوال به بډه وهی
حرص نفس هوس هم له عمر او شخصیت سره انډیوالی
انشاءالله وتعالی وایی هرچېرته ښکاری هسې نمایشی
اقتصادی هوایې دهلېزونه یې په هواکې ځوړند پاتې شول
یوه راپیل کړی بله ورڅخه مری ځکه خپله منی دبل نه منی