د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

424 شاعران5524 شعرونه
ع.شریف زاد

ولې؟

دهېواد د مینې ساز وآواز دې راخراب کړ
دتعلیم اوتربیې ستر چراغ دې راخراب کړ
دهرچا غېږکې راڅرګند شوې رهبر شوې
غټ شوې ستر شوې ولې تریخ مکدرشوې
هره شپه هره ګړۍ شېبه دې شوه شب قدر
هرچا ته منلی نه، یوازې خان ته ښاغلی معتبرشوې
بوراګان دخپلې مینې نغمه سرا دی خو پرېشانه
ته ولې دوطن په هستیو کې بې شجر شوې؟
سر دکلاوې درنه ورک شو په لافو شافو کې
دملت ژبه در نه پا تې په ډاګه بې خبر شوې
غرق شې! څومره لیونی په مقام دیوم البترشوې
په هر لوری چې نظرکړم ميرویس خان رایادیږی
ستا لنګۍ افسانه ده شرمنده دتاریخ او فرهنګ شوې

د شاعر نور شعرونه ←