د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

424 شاعران5524 شعرونه
ع.شریف زاد

ریس جمهوره تا څه وکړه؟

یوه اشتباه نه ټول دې کاږه وکړه
دلته او هلته هسې په نامه وکړه
په سرتمبګی فردی غلامۍ وکړه
په غاښ چیچنه اوزورواکۍ وکړه
ریس جمهوره تا څه وکړه؟
خدای دې غرق کړه لوی افته!
مچه کمزوری لېرې له سیاسته
نابکاره سخت دل او بې رحمته
دولس له غمه بې خبره بې برکته
ریس جمهوره تا څه وکړه؟
امرالله هم لاړ له بار اوبستر سره
حمدالله ماشوم له خپل ډایپر سره
ورک دې داعلومی شی له پرچم سره
اماتور حیات الله له غورځنګ سره
ریس جمهوره تا څه وکړه؟
لږ خو به دې یوڅه سنجولې وه
جنګ کې دفهیم دشتی حلوا وېشلې وه
جبهه تجارت ملی لافه او باټه وهلې وه
دضربا ضربتما ګردان اوصیغه ویلې وه
ریس جمهوره تاڅه وکړه؟
سرپرست دې پیدا نه کړ بت پرستی وه دلته
سترې نا کامۍ غټې رسوایی بې شرمی دلته
اکو بکو بوډۍ خورې ته راووځه له ماڼۍ دلته
کار دې شو خراب اوس پرتوګ ور واغونده دلته
ریس جمهوره تاڅه وکړه؟

د شاعر نور شعرونه ←