د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

ع.شریف زاد

د ع.شریف زاد پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

48 خپاره شوي شعرونه

کرزی نور ځای نه لریبشپړ شعر ولولئ

کرزی نور ځای نه لری

ع.شریف زاد

داټېپر او دا تور دیګی هېڅ شرم و حیاء نه لری
چپن په غاړه دهرې کاسې مچ هیڅ قرار نه لری
دادبوش دخامې غوښې کوربه بیا څه وایی؟
برناست دی یوه ملاامتی هم په خان نه راوړی
دا په کوم شهامت ترکی مشرته پوزک وهی؟
عدالت یو انصاف یو دی هیچا ته استثنا نه لری
دامکرجن مګس کش غواړی په زغرده اوپه منډه
دا شرمنده ازمایلی د بیا ازمایلو وقار نه لری
داملی خاین یوخل بیا ټول ملت ته اهانت کوی
ملت نور تف طفیلی او وطن فروشان نه منی
داکوزه ګر اوخودکوزه اوکوزه خر سړی نه شو !
کرزی خان هر وخت بن بست کوی هېڅ وفا نه لری
بالا ورنه پاتې نورابالا ته دموږک به څېرګام اچوی
دادبن دګلم جمو تور لښکر داړه مار بازارنه لری

دبشر دحقوقو شغا لانبشپړ شعر ولولئ

دبشر دحقوقو شغا لان

ع.شریف زاد

سرکې یې ملالۍ یو سفزۍ را څرګنده شوله
نوره دغه نوبل جایزه اخیستونکې معتبره شوله
استعمارګرمشرانو ته پرانیستی لیک پیام لری
دوه لسیزې وروسته دادی ادعا د انتقاد لری
عجیبه! دحقوقو مدافعین دبلې جایزې اشتها لری
چېرې ملاتړ پیوستون هغه چې شیطان لری
دا بنسټ د شیطانانو لوی دغه ډول کتار لری
ګورۍ داچیغې او هاها نارې همدا شغالان لری
فاسد ،خاین پرونی غله او دلا لان بسیار لری!
اسلامی امارت با ید ددې لانجې غم وخوری
پرې نږدی هغه چې په هر نوم خپل مرام لری
خلاصه کړۍ دروازې دتعلیم او زده کړو دلته
دامعصوم نسل دراتلونکی ژوند آرمان او بقالری
مټکورحمدالله امرالله جبهه پلا ستیک ټول داوایی
داټول دیوې سوړې ماران دی ځکه یواوازلری
په یوه نغاره کې دمختلفو نغارو کمپوزکړی فغان لری

مسولانه برخوردبشپړ شعر ولولئ

مسولانه برخورد

ع.شریف زاد

ښوونځی چې تړل کیږی دا ستره بدمرغی ده
ډیره ناکامه پروسه ده او ستره بې ننګی ده
له شرعی او اسلام لیرې کوټلې بیسوادی ده
دا پرېکړه چا کړې هسې مزخرفه ملعونی ده
غرق شی په دې تدبیر سوچه سفاکی ده
نړیږال نغار وهی چې دا خو رسوایی ده
ته چې خپله پښی وهې نو داستا حماقی ده
ورک دې داسپېره مخ شه درنه ورکه بهتری ده
تعلیم نشته هرچېرته دې یوم البتری ده
فاسد او سهامی شرکت تور او سپین نه لری
ما چې پرون نیوکه کوله نن مې هم دا تقریر ده
اسلامی امارته له خوبه راپاڅه لږ ځیر شه
په زور یارانه نه کیږی دا دملت تقدیر ده

تودې خبرېبشپړ شعر ولولئ

تودې خبرې

ع.شریف زاد

لکه دحجرې خبرې
د پرو پاګندې خبرې
دګواښ او اندېښنې خبرې
بې نرخه بې توله دافسانې خبرې
د کار پوه سیاستوال ،دکارغه پکې باښې خبرې
کار پوه سیاست پوه مهارتونه لری
نغارې په غاړه زبردست اتڼوڼه لری
مفتی قیمتی هم تاوده بحثونه لری
فارغ او نا فارغ دسرپرست کارونه لری
دا او دانور کاسه او کپړی پلانونه لری
ددشنډې کړې داکږې وږې خبرې
بی معیاره بې مانا هسې افسانې خبرې
ددرسینۍ شوۍ ټکنۍ شوې
ډیره کمزوره زنانه ګۍ شوې
خوار ولس ورته ګوری
سندره یوه ده خو سروکی یی دریشخند خبرې
هو! همدا زړې دڅلورو لسیزو تکرار در تکرار بوجی بوجی خوشې بې ګټې او بې فایدې خبرې

کمکی اختربشپړ شعر ولولئ

کمکی اختر

ع.شریف زاد

کمکی اختر راغی
بختور په هنر راغی
دملا کره چو ر ګوړی
کرارکرار خېټور راغی
اختر راغی د ټولوخوښیو له هیلو سره
کونډې ،یتیمان دی حیران له ناوړینو سره
بشری فاجعه ده جوړه له کمبودونو سره
دفقر کچه ده ټیټه ډېره افسوس په ناوړو تصمیمو نوسره
بندیز لګول شوی په تعلیم با ندې په جهالتونو سره
دوچ سیاست په بې سیاستی کې له پنډ غمونو سره
دیو جوال سر تمبګیو او بیمعنا قدمنو سره
اختر راغی ډېره خوښی او خوشالی ده
چاته ډیره هوسی ده چا ته دویرتنهایی ده
چا ته آه! چاته مینه ده چا ته ډالی ده
چاته داندېښنو ستره خونه دمایوسی ده
کمکی اختر راغی
په سیمه اوچتو سردرو او سپین غر راغی
مېړنی مسلمان ولس ته ډېر خوش آیند راغی
د رمضان المبارک په محتوا او اثر راغی
عجب فرهنګ دی چې په ټوله نړۍ کې یې غږ راغی
اختر دې دټولو مبارک شی
دعام او خاص ولس دې
دلته، هلته، هرځای کې تهنیت شی
بې له هر ډول ریاء په عزت او آمانت شی

دپوهنی معنوی معرفتبشپړ شعر ولولئ

دپوهنی معنوی معرفت

ع.شریف زاد

پو هنه شمع ده رڼا ده!
برخه دبلیونو انسانانواو دهرچا ده
ولې
بیا دلته دښوونځی دروازه تړلې ناوړه غوغا ده؟؟؟؟
پوهنه دادول انحصار نه منی
ښکاره اوهویدا ده دامزدوره ابتلاء نه منی
دلته دادبندیزپرېکړه کړې چاده؟؟؟؟
داخو بیلکل په څلورو کتابو ناروا ده!
پوهنه دجهالت په وړاندې خلق الانسن مالم یعلم ده
مساوات عدالت دامت وسط په غږ او بیان ده

پوهنه غنا ده ښکلې او زېبا ده طرحه دالله ده
دټولنې پرمختګ،،برخلیک ، جهان بینی د اسلام ده
دلوړو ژورو فتنو ، معیار او بې سیاله علاج او ارتقا ده
اهلیت او شخصیت عندالله اتقکم خو دهرچا ده همدا یې کمال ده
تېښته ویره له لیطغی ده
توره نه په نړۍ اوهر ګوټ رڼا رنا ده
دژوند مالګه اوپیغام درحیم اورحمن ده
پوهنه کرکه نه منی دالقابو وېشنه نه منی داصنعی سیاستونه دانسان نه منی
پاوکم او چارک من اوخروار کم نه منی
بیعدالتی او ماتم دهرفرعون نه منی
زورواکی او مستبد ساختګی سیاست او بد مرغی نه منی
دهرقابیل او هابیل مشقت اومحنت نه منی
کم عقل تصیمیم دهر مزاحم دمزاحمت نه منی
وژو نکی خواخوږی د استعمار او استعباد نه منی
فتوی دسیسې درینا امیری او هرشغال نه منی
دمردارخور دروغجن ګوتریش د پالیسی ابتکار نه منی
پوهنه طبیعی حق دهرافغان ده وجاء احق ان الحق کان زهو قا ده!

ښوونه اوروزنهبشپړ شعر ولولئ

ښوونه اوروزنه

ع.شریف زاد

شریعت او افغان فرهنګ د پوهنې مخالف نه دی
د بندیز تصمیم په هیڅ نظام کې سم کار نه دی
دغه جهالت او توره تیاره هیچا ته دمنلو وړنه دی
دهېڅ ډول ادعا او شرطونو داوریدو مهال نه دی
اقراء کې د تو پیر کرکه نشته نر او ښځه یو دی
علم الانسن مالم یعلم کې واک ستا وار نه دی
پام کوه دې پڅ ، کونډ او ډیر زهیر تصمیم ته دی
دغه ډول ذهنیت رامنځ ته کول سم ابتکار نه دی
زده کړې انحصار نه منی عجولانه اقدام نه منی
شرم دی بې منطقه چفا او کږه لاره دتا نه منی
ګوره غوغا ته په نړۍ کې دا نا انسانی عارنه منی
پوهنه رڼاده! حق د واړه ،غټ په تا ده په ماده
لږ داحسن الخالقین لورونې ته ځیر شه ثنا ده

دسولې ماهیتبشپړ شعر ولولئ

دسولې ماهیت

ع.شریف زاد

اې بد بختانو!راځۍ سوله یزژوند ته
دنېکمرغتوب یووالی په لاره بېړه وکړی
یو بل ومنی دلته په پوهه اوعزت باندې
نه د کاږه واږه اوسم ښاخ په منت باندې
نه د لافو باټو خالی او پوچ کیفیت باندې
اې کرکجنو په نړۍ کې مغروروانسانانو افغانانو
بدل شوی بی فرهنګه اماتورو راغلیو مهما نانو!
ښاغلو آغلو دکمزورې ادارې ابزاری تما شاګرانو
پخوانیمشر اوسنی کشریاغلام د نورو بېګا نګانو
پېښه ده چې روغه جوړه به کوو په بیسوادو
یوویشتمه پېړې ده لږ تمیز مو وکړی په اعمالو
دا ملت نوره زما اوستا دومره تباهی منلی نه شی
دا ناکامه سندره په هرغږ اه آواز کې اورېدلی نشی
اې ناچلو! شرم دی خو نور یې دومره مه اوږدوۍ
واخلی او یو څه ورکړی یو قطبی نړۍ ته سوله کې
دسولې محور دبل شیطان په مشوره مه تخریبوۍ
ڼړۍ ده یوتیوبی اوفسبوکی هېڅوک خپله پړه نه منی
ملک شو تباه په همدې نغاره داغله خپله داړه نه منی
ملګری ملتونو ته و ګورۍ دهغو باجه یی هم نه منی
دې ملت کې نور هېڅ توان پاتې نه دی ویی منه
سوله په ټپه ده ولاړه نورڅه دی راپاتې مې منه
ترڅوپورې به دا بېوزلې ولس په پرد يو خیراتونو ساتو
روغه جوړه دلته اسانه ده خو لافې او باټې په چڼو وهو
ګورۍ! هېڅ زعامت په زور زیاتی پیام بقا او دوام نه لری
په دې ډول دریځ دهر ې باجې ساز او اواز هیڅ غنا نه لری
پاڅۍ ای ولسه! نوردخیر اوفلاح په لاره اقدام وکړی
دملت کار په زهیر بې ایمانه او ستر سفاک نه کیږی
زماپه خبرو دتا په خبرو یوازې دا ستر کار نه کیږی
په خاین وزیر خوار مزدو ر اوپه جنګ سالار نه کیږی

شعر انسانیتبشپړ شعر ولولئ

شعر انسانیت

ع.شریف زاد

چه خوش باشد دراین عصرمفخم
بنای محکمی بنیاد کرده
چه خوش باشد که در اثبات توحید
اساس وحدت ایجاد کردن
چه خوش باشد خرابی جهان
مرمت کردن وآباد کردن
چه خوش باد بجای ظلم وعدوان
بمظلومان همی امداد کردن
چه خوش باشدکه تبعیض نژادی
برون از فکرت افراد کردن
چه خوش باشد که ابناء بشر را
بصلح ودوستی معتاد کردن
چه خوش باشد بمظلومان عالم
زراه لطف واحسان داد کردن
چه خوش باشد زنان ودختران را
شهیر وفاضل واستاد کردن
چه خوش باشد که اطفال افغانستان را
به نور تر بیت ارشاد کردن
چه خوش باشد آب وهوای گرم
بدون لحاف وفرش خواب کردن
چه خوش باشد در ایام جوانی
دل پیران کامل شاد کردن
چه خوش باشد که درهنگام شادی
دلی ازغم قید آزاد کردن
چه خوش باشد بپاس حسن ورفتار
به نیکی« شریف زاد» را یاد کردن

عجب نیست!بشپړ شعر ولولئ

عجب نیست!

ع.شریف زاد

امرالله ګزاف ګوی در دوشنبه مستقراست
اوږدولا نکتایی تاهنوز هم درشهر کابل است
حمدالله عینکی همرای غنی همسفر است
ګر داری براستی تو عقل ودانش و بینش وهوش
این را میګرفتی وآن نسیه همه درخطراست!
قول وعده نده به هیچ زعیم وهیچ کشوری
انهم نمایش بیهوده است بمنزل نمیرسد بارکج است!
دید وادید ی طفلانه وګفتګوی نا ګهان وکا وا ک
یکی بغاوتګر ودیګر تکنیشن و جاسوس وچالاک
کرمی نبود وهیچ سودی هم ندارد عمل سفاک
شکریه چند افه ای پارلمان کما بی سیرت ونا پاک
عجب نیست! کرزی بازهم برادر طالب نما است
مضمون غفوری راست است حق ګو وحق بجانب است
این مزوران سفاک هنوز هم درصدد قدرت خود است