د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

424 شاعران5524 شعرونه
ع.شریف زاد

ښوونه اوروزنه

شریعت او افغان فرهنګ د پوهنې مخالف نه دی
د بندیز تصمیم په هیڅ نظام کې سم کار نه دی
دغه جهالت او توره تیاره هیچا ته دمنلو وړنه دی
دهېڅ ډول ادعا او شرطونو داوریدو مهال نه دی
اقراء کې د تو پیر کرکه نشته نر او ښځه یو دی
علم الانسن مالم یعلم کې واک ستا وار نه دی
پام کوه دې پڅ ، کونډ او ډیر زهیر تصمیم ته دی
دغه ډول ذهنیت رامنځ ته کول سم ابتکار نه دی
زده کړې انحصار نه منی عجولانه اقدام نه منی
شرم دی بې منطقه چفا او کږه لاره دتا نه منی
ګوره غوغا ته په نړۍ کې دا نا انسانی عارنه منی
پوهنه رڼاده! حق د واړه ،غټ په تا ده په ماده
لږ داحسن الخالقین لورونې ته ځیر شه ثنا ده

د شاعر نور شعرونه ←