د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

424 شاعران5524 شعرونه
ع.شریف زاد

مسولانه برخورد

ښوونځی چې تړل کیږی دا ستره بدمرغی ده
ډیره ناکامه پروسه ده او ستره بې ننګی ده
له شرعی او اسلام لیرې کوټلې بیسوادی ده
دا پرېکړه چا کړې هسې مزخرفه ملعونی ده
غرق شی په دې تدبیر سوچه سفاکی ده
نړیږال نغار وهی چې دا خو رسوایی ده
ته چې خپله پښی وهې نو داستا حماقی ده
ورک دې داسپېره مخ شه درنه ورکه بهتری ده
تعلیم نشته هرچېرته دې یوم البتری ده
فاسد او سهامی شرکت تور او سپین نه لری
ما چې پرون نیوکه کوله نن مې هم دا تقریر ده
اسلامی امارته له خوبه راپاڅه لږ ځیر شه
په زور یارانه نه کیږی دا دملت تقدیر ده

د شاعر نور شعرونه ←