د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

ع.شریف زاد

د ع.شریف زاد پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

48 خپاره شوي شعرونه

لریبشپړ شعر ولولئ

لری

ع.شریف زاد

چین ، روس پاکستان او ایران ها ها لری
هم منت کوی هم د انډیوالۍ اشتها لری
هم وایی چې تښتۍ له ډګره لیوه راغی!
سیمه ایزه لوبه کې تاته ماته پیغام لری
کشمکش دی ، رسوایی کې فغان لری
نو له دې امله ضمیر خان هم اظهار لری
طالب دقدرت شوقی دی خپله لار لری
امپراطوری لری امیر لری کوټوال لری
عجیبه فضا د اسلام په نوم نا اګاه لری
ذهنیت دپوهې نه بلکې الجهل کظلا م لری
منی یې او که یې نه منی همدا واویلا لری
غنی مټکور بیا شوق د باعزته سولې برملا لری
ملت ګونګهً خوله څه ووایی ویره دغذا لری
دا ټر ناست دی بر داکډمیک بحث ادعا لری
انډوخر روان دی هرڅوک خپله مدعا لری
پنځه لسیزې همدا وایو چې دا لری دالری
پای

لښکری چې لا مچ هم نه لریبشپړ شعر ولولئ

لښکری چې لا مچ هم نه لری

ع.شریف زاد

لښکری چې لا مچ هم نه لری
لښکری نه لښکر لری اوًنه عسکر
هسې ګونګوسی کې له ما تا اخلی نظر
هرڅوک یې له غاړی رانیولی بې خبر
مجهولې فضولې کیسې دی بې اثر
لښکری هرچا نه ستره بلا جوړه کړی
مهمه نه دی که هغه وی غدار کافر
لاف زن او دروغجن دلته دی بې شمیره
داخلک څه وایی! هره ورځ یوم البد تر
لښکری بې لښکره دی څوک نه لری
یوازې ناست دی په یوازیتوب وایی منتر
لښکری خپله لمنه په خپله په سر راړوی
ملا پریږده چې څه کوی دسیاست په هنر
داهم کرکه لری شخوند وهی دبلچا په دانو
لکۍ یې نښتې چیرته معلومیږی په اګر

فراموش نکنید!بشپړ شعر ولولئ

فراموش نکنید!

ع.شریف زاد

فراموش نکنید!
داکر بوړې عقدې لری
ګډه وډه ګړیږی دلته
ډیرې بیحسابه ګیلې لری
هرچیرته راڅرګنده شی
دهر کنډو شین ټاغې!
ژبه وره ده ډېرې کږې وږې لری
خبره دسیاسی مؤلفو کوی
دانخر بازه ناوړه افسانې لری
شرم او حیا لاړه هلته دلته
شکریه خانه چې غټې او وړې کوی
ټول نظام ته ګواښمنه ده
بګیر ونمان وایی تاته ماته
داچې په ضربا اوضربو
ګفتمان او هر ډول حیلې کوی
تولعنت دې په داهسې سیاست لوبې شی
چې هرچاته شخصی کیسې کوی

دکور زمری دسارا ګیدړه!بشپړ شعر ولولئ

دکور زمری دسارا ګیدړه!

ع.شریف زاد

لافی وهم په ګنګوسو سره
مړ مې کړ ملت په فتنو سره
شرم راته پاتې په پنډو سره
تاریخ مې شوًککړ په رنګو سره
چاته یې وایم په ګیلو سره
ع او غ مې پاله په هوسو سره
هلته قدرت وه له دبدو سره
۱۷ ډوله غوښه مې خوړه دلته
له همدې ګڼو ګنګسو میلمنو سره!
غیر ت لاړ عزت لاړ له توپانو سره
عجب تاوده بحثونه له نغارو سره
کلبی او مقصود له همدې غلو سره

قضیه مجهوله دهبشپړ شعر ولولئ

قضیه مجهوله ده

ع.شریف زاد

قضیه مجهوله ده
ستاپوښتنه پېچلې ده
مهمه له اکسېجنه ده
زما پوښتنه دلته داده
سواد خو لاړ پوهه لاړه
ټولنه ده سراسیمه ستړې
بې روزګاره بې اقتصاده
هرڅه په اټکل کیږی بیحاله
کیفیت اوکمیت پکې ناکاره
دخېټو خبری دی پرېمانه
ګرمې دی او که تودی دی
خو والله کار مو خراب دی
همدا ټپی ولس تباه دی
دیوویشتمې پېړۍ په امتدادکې
شرم لاړ عزت لاړ
کرامت لاړ شرافت لاړ
دبسوګۍ واده شو حکمت لاړ
په نن ، پرون او سبا بیګا کې
دهوسو او انډیوالیو فضاء کې
پکه دادې لا بله اوچته سپکه!

نړیوال اشغالګرانبشپړ شعر ولولئ

نړیوال اشغالګران

ع.شریف زاد

د صهیو نستی دې اشغالګرانو ته
انسانانو عام وزونکو قاتلانوته
دتروریزم دې ظالمو ماهرانو ته
نیتان یاهو ورته ګرمې نغارې وهی!
دبشریت او کرامت خواهانو ته
غزه کې رڼا ورځ سره توغندی اوری
هری خواته سرې لوخړې بادیږی
دتروریزم سندرې ویل کیږی
شرم دی دتروریزم دې غدارانو ته
یهودانو خو محشر جوړکړی په غزه کې
شپه او ورځ نه ګوری دې جګړه کې
وګوری ماشومانو ښځو او ناروغانو ته
ښکېلاک او زبېښاک سره ملګری دی
دواړه دیوې سوړې ماران غلی دی
وګوری دبربریت اوظلم واکدارانو ته
جګړه ده روانه د مسلم په تباهی
که پلمه همدا ده خو ده ستره بیشرمی
څوک وایی چې دموکراسی راغلې انسانانو ته!

وخت در نه لاړ آدمهبشپړ شعر ولولئ

وخت در نه لاړ آدمه

ع.شریف زاد

له آدمه تردې حاضر دمه
کوم یو کار موده په سمه
ملګرتیاده او انډیوالی ده
همغه څمڅۍ او همغه اشپزی ده
هرکار مو په سرپرستی ده
وېش د ه هم بی انصافی ده
خکه بې خونده بیعدالتی ده
له آدمه تر همدې ستړی غمه
مشترکه ژبه د حال نه لرو
لوی مزله ته ابتکار نه لرو
له ڼړۍ سره ګفتمان نه لرو
ملګرو ملتو کې همکار نه لرو
دفیصدی پوهه دحساب نه لرو
کارونه موګد ود تحمل اوتوان نه لرو
نو وکسی چې جاده یکطرفه ذه!
ټول یو طرحه د قال نه لرو
سرتمبګی ده بې سده بیحده
دعلم دروازی تړو په پټه
لاحوله ولا قوة الا... داڅه دی؟
انسانی منطق یې نه منی هېڅکله؛ هېڅکله؛ هېڅکله!
ملت وږی دی تل تر تله
کار نشته هیله نشته تېښته له وطنه
یو ممکن سمیږی بیا نور دی ناممکنه
له آدمه بیا تر حاضر دمه
سرپرستان ناست دی بېغمه، بېدرده ، بې درنګه او بې خونده
اوښ ته یې ویل چې غاړه دې کږه ده
هغه ویل کومه عضو مې ده سمه !
له دغه در باره هیڅوک هم بېنوا نه ځی
الله ج فرمایی ارشاد کوی په زغرده:
فمن یعمل مثقال ذرة خیریره ومن یعمل مثقال ذرة شریره

اختر راغیبشپړ شعر ولولئ

اختر راغی

ع.شریف زاد

اختر راغی څومره خوشالی ده
خیر دی که هېواد کې دومره نیستی ده
اختر وایی هرچاته ښه وخت دتفریحی ده
مینه ده عزت دی او هراړخیزه همزیستی ده
اختر دې کنه خوار یتیم هم ورباندې خبر دی کنه
کرکه نشته داکار منور دی کنه
اخترستر بیام له خانه سره راوړی
هغه داچې خپلواکه هم غږی ده
اختر پټ مېړه نه دی چې تیرشی
انسانی کرامت دی یووالی اوجوړجاړی ده
اختر دتولو لراو برو مبارک شه !
دغه بیغام ستاسې غږ اوموجودی ده

افغانستان درلابلای بگو مگو!بشپړ شعر ولولئ

افغانستان درلابلای بگو مگو!

ع.شریف زاد

والقلم وما یسطرون
سوگند بقلم وآنچه مینویسند
خيز از اين خانه برو،رخت ببر،هيچ مگو …مولوی معنوی میفرماید:
مــن غلام قمــرم ، غيـــر قمـــر هيــــچ مگو …
پيش مـــن جــز سخن شمع و شكــر هيچ مگو …
سخن رنج مگو ،جز سخن گنج مگو …
ور از اين بي خبري رنج مبر ، هيچ مگو …
دوش ديوانه شدم ، عشق مرا ديد و بگفت …
آمـــدم ، نعـــره مــزن ، جامه مـــدر ،هيچ مگو ..
گفتــم :اي عشق مــن از چيز دگــر مي ترســم …
گــفت : آن چيـــز دگـــر نيست دگـر ، هيچ مگو ….
من به گــوش تـــو سخنهاي نهان خواهم گفت …
ســر بجنبـــان كـــه بلـــي ، جــــز كه به سر هيچ مگو …
قمـــري ، جـــــان صفتـــي در ره دل پيــــــدا شـــد
در ره دل چـــه لطيف اســت سفـــر هيـــچ مگــو
گفتم : اي دل چه مه است ايــن ؟ دل اشارت مي كرد
كـــه نـــه اندازه توســت ايـــن بگـــذر هيچ مگو
گفتم : اين روي فرشته ست عجب يا بشر است؟
گفت : اين غيـــر فرشته ست و بشــر هيچ مگو
گفتم :اين چيست ؟ بگو زير و زبر خواهم شد
گــفت : مي باش چنيــن زيرو زبر هيچ مگو
اي نشسته در اين خانه پر نقش و خيال
خيز از اين خانه برو،رخت ببر،هيچ مگو
گفتم:اي دل پدري كن،نه كه اين وصف خداست؟
گفت : اين هست
این بگو مگو های فاقد اندیشه٫ طرز دید٫ ثبات ٫همپذیری وهمزیستی کشور محوری واتحاد ما را به کجا می برند؟

څه غواړی؟بشپړ شعر ولولئ

څه غواړی؟

ع.شریف زاد

ولس او نړۍ سره پخلا کېدل غواړی
په تنده وی که نرمه خو پوهېدل غواړی
سیاست او اداره دوه مهم مفهومه دی
ددواړو ترمنځ دترکیب سمېدل غواړی
ناشونی ده چې بهرنی په دې قانع کړې
پلمې پرېږده سالم مدیریت کول غواړی
دا او هغه دفساد په نوم له واره مه وژنه
ولس پوهیږی ستا سوچ هم رغېدل غواړی
ولس له نړۍ سره د تعامل غوښتنه کوی
ولې آمارت دا دومره بی مانا تقابل غواړی
نږدې دوه کاله تیر شول دې ببولالو کې
کڅوړې دخیرات هم سم وېشل غواړی
تګلاره ، مودل دحکومت او قانون نشته
دا ملت له سره ترمیم او جوړېدل غواړی
خلیل زاد لا هم تیل بندوی او بډ بډ کوی
پروسه یې وه ناکامه په ځیر کتل غواړی
دشپږم نهم پاس دملت په زعامت لوبې کوی
داهم انډیوالی ده بشپړ قضاوت کول غواړی
کار له دننه را ګډ وډ بریښی خیرن نابلد بریښی
څوک چې حکومت کوی دحکومت هنر غواړی
رک وراست دزېبا خادم په نغارو کې ګوری
نړۍ ده نا اشنا تراوسه خو آشنا کېدل غواړی