افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
424 شاعران5524 شعرونه
لښکری چې لا مچ هم نه لری
لښکری چې لا مچ هم نه لری
لښکری نه لښکر لری اوًنه عسکر
هسې ګونګوسی کې له ما تا اخلی نظر
هرڅوک یې له غاړی رانیولی بې خبر
مجهولې فضولې کیسې دی بې اثر
لښکری هرچا نه ستره بلا جوړه کړی
مهمه نه دی که هغه وی غدار کافر
لاف زن او دروغجن دلته دی بې شمیره
داخلک څه وایی! هره ورځ یوم البد تر
لښکری بې لښکره دی څوک نه لری
یوازې ناست دی په یوازیتوب وایی منتر
لښکری خپله لمنه په خپله په سر راړوی
ملا پریږده چې څه کوی دسیاست په هنر
داهم کرکه لری شخوند وهی دبلچا په دانو
لکۍ یې نښتې چیرته معلومیږی په اګر