د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

424 شاعران5524 شعرونه
ع.شریف زاد

څه غواړی؟

ولس او نړۍ سره پخلا کېدل غواړی
په تنده وی که نرمه خو پوهېدل غواړی
سیاست او اداره دوه مهم مفهومه دی
ددواړو ترمنځ دترکیب سمېدل غواړی
ناشونی ده چې بهرنی په دې قانع کړې
پلمې پرېږده سالم مدیریت کول غواړی
دا او هغه دفساد په نوم له واره مه وژنه
ولس پوهیږی ستا سوچ هم رغېدل غواړی
ولس له نړۍ سره د تعامل غوښتنه کوی
ولې آمارت دا دومره بی مانا تقابل غواړی
نږدې دوه کاله تیر شول دې ببولالو کې
کڅوړې دخیرات هم سم وېشل غواړی
تګلاره ، مودل دحکومت او قانون نشته
دا ملت له سره ترمیم او جوړېدل غواړی
خلیل زاد لا هم تیل بندوی او بډ بډ کوی
پروسه یې وه ناکامه په ځیر کتل غواړی
دشپږم نهم پاس دملت په زعامت لوبې کوی
داهم انډیوالی ده بشپړ قضاوت کول غواړی
کار له دننه را ګډ وډ بریښی خیرن نابلد بریښی
څوک چې حکومت کوی دحکومت هنر غواړی
رک وراست دزېبا خادم په نغارو کې ګوری
نړۍ ده نا اشنا تراوسه خو آشنا کېدل غواړی

د شاعر نور شعرونه ←