پښتو ادب · شاعران
ع.شریف زاد
د ع.شریف زاد پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
48 خپاره شوي شعرونه
ویده ګوجرهبشپړ شعر ولولئ
ویده ګوجره
ع.شریف زاد
پاڅېږه له خوبه پنجابستان په تاوار کوی
دکڼړ او نورستان شنوځنګلو کې بمباردمان کوی
شپه او ورځ ستا ګونګ حالت ته ګواښ کوی
په ګرم سیر او پکتیکا د ویر ها ها کوی
ستا حاکمیت او دخاورې تمامیت باندې ګذار کوی
ته څه ډول ګوجر یې چې امنیت دې
ناحصار کوی
ملی احساس دې ورک ډیر شرمنده اظهار کوی
خوب درباندې غالب شوی مسئولیت دې بی اعتناء کوی
په درنښت
ټګی او ریاءبشپړ شعر ولولئ
ټګی او ریاء
ع.شریف زاد
تا دکوم پنجابی دبمبارۍ ظلم غندلی
چې بیا ګپ دامنیت لګوی پټ وفنا
تا چاته سیاست دفش شو او ګم شو ویلی دی
راشه پرېږده دا ناحله معماء!
اور لړونې غوندې تک تور لکه سکور یې
امید مه لره له ولږی تګی ولس دزرغونتیاء
ښه او بد حق او ناحق چې معلو م نشی
توره شپه ده توره تیارې ته مه وایه سبا
چې څادر او رنګه ګیرې ته دې ګورم
دانسان په نوم یادیږې خو یې توره بلاء
شیرین او تریخ دې هیڅ نه معلومیږی!
عقل څه دی منطق څه دی او حکمت څه ؟
دادنیادې ګډه وډ کړې په ریاء او تماشاء
په درنښت
ای خالقهبشپړ شعر ولولئ
ای خالقه
ع.شریف زاد
یا خالقه دعالم پرور دګاره
پوهه علم اقرآء خو حق دانسان ده
ته رحمن یې رب العالمین !
ته رانه لیرې کړې دا ډیرې بدرنګې
بد مرغۍ بې ځایه بې حسابه
یا خالقه یا عظیمه ته احد او یکتا یې
هم صمد یې هم مهربان یې
موږ ډیر ګناه کار بندګان یو بېشماره
دلته استکبار استعمار ر اغلی
دپوهې ضد لوی ښکرور ښامار راغلی
کړی پلمې بې منطقه له ناچاره
تورې تیارې دی ! خپرې په کلیو او بانډو
لویو او غټو ښارو نو سیمې غرونو
انزوا کې راګیر په ډاګه پاتې له ټول جهانه
یا خالقه ته رحم پردې وطن وکړې
سم او کلک ګذار په هر ډول دښمن وکړې
ټول پېژنی دا بهرنی ګومارلی مزدور
هغه چې صم بکم عمی رالېږلی بل چا ده !
واکبشپړ شعر ولولئ
واک
ع.شریف زاد
زه خپلواک نه وم
ځکه په خپل واک نه وم
سره له دې چې خپل دریځ کې کاواک نه وم
لاړم کډوال شومه
دپېښور کوڅو کې سرګردان شومه
تنظیمی کوټوال اولدار شومه
دای اس ای سر ه همګام شومه
دساګ او دالو سره آشنا شومه
دچل اوچم دوه مخی سوبه دار شومه
زه خپلواک نه وم
داسلام په نوم می توبره خلاصه کړه
ددې دکان دروازه مې ځان ته کړه
په سیاست کې هې هره جاسوسی تر لاسه کړه
ژباړن او با دسیپلینه ترجمان سیاستمدار شومه
لاړم داستخباراتو ټېکه دار شومه
زه خپلواک نه وم
بغارې وهم سرمې نغښتی په څادر کې دی
شپږمنه پوزه پټه کړې په کوګل دی
پیکی مې راوتلی په تندی کې دی
سبکان مې لوستی کراچۍ کې دی
غورې ډبې پټکې مې زده کړۍ پنډۍ کې دی
داڅه وایې ؟ زه داکوړه خټک ماستر یمه
ویاند یمه بشر یمه غوټ رهبر یمه
نوم مې بل دې خو دلته مشهوره په خپل سر یمه
پای
اختر به راشی کنهبشپړ شعر ولولئ
اختر به راشی کنه
ع.شریف زاد
دلته د رئیس الوزرا هوس او نازونه دی
بیا دې بل کوټوال هاها او اوازونه دی
هلته دفقیرالفقراء دډوډۍ غمونه دی
دلته د ویاند لوړ او ژور پیغامونه دی
هلته دخوار ځواکی اړین ګواښونه دی
دلته دالرې دی بشپړ کره معدنونه دی
استانبول کې دښایسته ودانۍ ګامونه دی
هلته دتعلیم تړلو بند وبست فرمانونه دی
دلته دپردیو پروژو غم خوړلو پورونه دی
هلته دفقر له کچې ټیټ د ژوند چمونه دی
دلته اوهلته دواړه سره انډیوال نه دی
هلته دکړۍ اوحلقې ګذارش او غږونه دی
اختر! به راشی کنه سمه به لار شی کنه
سره له دې چې دتورو تور ګذارونه دی!
دوه مخی اسلام آبادبشپړ شعر ولولئ
دوه مخی اسلام آباد
ع.شریف زاد
اسلام آباده
بې هویته بې تاریخه
بې بنیاده
*
دترهګریو اوجنجالونو ځاله
ډېر شرمنده
بېوقاره
*
په خپلو ټولو معاملو کردو
په وار پښیمانه
دوه مخې نقابګره جعل کاره
*
یوکاردې سم هم نه دی
دبنګال په سر جوړ شوې
چیغې نارې وهې بې شماره
*
ګوره پلمې دې دمنافقت ښکری
بېخونده او بې فطرت ښکاری
ته چېرته آباد یې دروغجنه اسلام خرابه
*
ورک شې پنجابیه دال خوره دادې عقل او دادې ټوله عقلانی هستی په تیاره رڼا او رښتیا ء ده!
عمربشپړ شعر ولولئ
عمر
ع.شریف زاد
شیرین عمر چې جګړه ییز کیږی دریغه دریغه
هم له عمقه وېجاړ رسواکیږی دریغه درېغه
دا یاران چې دروغ وایی بیا دلته له حده تېره
په حکومتولۍ یې سر نه خلاصیږی وېره بېړه!
شیرین عمر چې استخباراتی کیږی نیغ په نېغه
دتورو انګورو په څېر خرڅېږی درېغه درېغه !
هرخاین بیا دپخوانی او اوسنی لقب لا ندې
ځان راپېژنی چې غلا او خیانت مې کړی ډیره
شرین عمر چې شو مسخره کته پورته یې ګوره
دا غاصب انسان وژونکی ځناور شو بې شمېره
عجب وخت عجبه زمانه شوه نو ډارونکې وېره!
خاین خایف شو مزدور ثاقب شو دریغه درېغه
کنره!بشپړ شعر ولولئ
کنره!
ع.شریف زاد
ددنګو غرونو دنګه مورچله
دتاریخ او خپلواکۍ سنګره
دڅپاندو سیندونو یورشګره
دلوړو ژورو تالار یاغی انګړه!
داڅه درباندې پېښ شوې ؟
ناببره بې خبره بې تدبیره
دروستیو شېبو ، تپه تیارو په آفت ککًًړه اې دنښترو په پوښ پوښلې کنره
په خواږه خوب ویده دزلزلې له ټکانو اوپېښېدو بې خبره کنره
سکون وه ، شور اوځوګ وه ، واویلا او ها ها د چاپېر یال وه
طبیعی ښکلا کې دې طبیعی آفت را پرځیدلی وه ستر بلا وه کنره
زمانه اوشېبه وه درنه تېره، دسترګو رپ کې هره لحظه وه درنه هیره کنره
خوږې اوبه دچینو دې بندې وې لارې ګود رې دې ډیرې ګډې وډې وی کنره
ډله ایزه قبرونه کېندل کېدل ګلالی ماشومان درنه ورکېدل کنره
ښځې یتیمان دې حیرانیدل ټوکر دکفنو نه پیداکېدل دلته کنره
داڅومره کرکجنه له ویر ډکه فضاوه ډیر وحشتناکه هیبتناکه واویلا وه
دنړۍ په ګوټ ګوټ کې دانسانی عاطفې دضرورت تقاضاوه کنره
ډیر بده ورځ خو البته دالهی دحکمت به دغه رضاوه، الحکم لله وه !
لاړېبشپړ شعر ولولئ
لاړې
ع.شریف زاد
شهید ګیله منه لاړې
درزم اوبزم مخوره لاړې
دغدار اوظالم بت شکنه لاړې
لاړې بهشت دې معتبره!
دلرې اوبرې پښتونخوا ستر سنګره
کلکه مضبوطه او مستحکمه
باشهامته ځوانه ، غیرتمنه ، عزتمنده
مېړنی ، توریالی زعیمه او با ننګه
لاړې دغه تدبیر دې معتبره!
شهیده ګیله منه! ته رښتیا حضرت نعیم وې
دپښتونخواه غازی زمری او قیام غبرګون وې
ته دافغان بیرغ رښتینی مجنون اومفتون وې
دتصمیم ، احساس، سپر او سالار آهنین وې
دوزیرو پښتنو دښکلاوو یوسمبول یوبهیر وې
شهیده ګیله منه!
ای دپښتنو مخوره معتبره!
ستا ویر سیمه او نړۍ ولړزوله
دماتم غږ دې دغه پېړۍ ولړزوله
هره دره لوړه او ژوره غرنۍ سیمه ولړزوله
دظالم کنډواله اوًبانډه وښوروله
داسلام آباد انګریز مستعمره اداره وګړنجوله
ای دپښتنو سرکښه معززه!
بهشت برین دې نصیب شه
خوارکۍ مورته دې صبر جمیل شه
ماشومانوته دې دالهی عنایت ډالی او شتون شه
دقربانی اختربشپړ شعر ولولئ
دقربانی اختر
ع.شریف زاد
دایتیم بیوزلی ولس خو دلمانځلو توان نه لری
بدمرغی ده لوږه اوبیکاری ده دسبا بیګاه نه لری
دسو نامی څپې را روانې دی ټول هېواد کې دلته
هیڅوک دطبیعی پیښې ددرملنې درمان نه لری
طالب هسې خوښ دی اختره! تاته پیام نه لری
ملګری ملتونه سهار ماښام لګیا دی خپلو کې
په ډیره ګدایی کې ستړی شول نور اواز نه لری
اوس یو ځل بیا اخترراغی له بشپړ رمزنو سره
خو خلک په خېټه وږی دی صبر دی ګام نه لری
عواقب دمعاملې دی ګډ وډ سکون دابتکار نه لری
اختره بختوره ! بې انصافی به ته څنګه ورکه کړې
ملاشاهی ده دا دروغجن پوهه د یوه آګاه نه لری
طالبه ! تاکله دمساوات او عدالت لاره خپله کړه
يوکار دې هم دملت ساز ی آغاز او انجام نه لری
کوم یو کار دی داخوت په نوم ویاړلی پیاوړی دی
په مجموع کې سرپرست د حکومت لار نه لری!
تا په رڼا ورځ تعلیم بند کړ په مظلو مو باندې
دغه ډول ناوړین په جهان کې هیڅ اعتبار نه لری