د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

416 شاعران5524 شعرونه
ع.شریف زاد

لاړې

شهید ګیله منه لاړې
درزم اوبزم مخوره لاړې
دغدار اوظالم بت شکنه لاړې
لاړې بهشت دې معتبره!
دلرې اوبرې پښتونخوا ستر سنګره
کلکه مضبوطه او مستحکمه
باشهامته ځوانه ، غیرتمنه ، عزتمنده
مېړنی ، توریالی زعیمه او با ننګه
لاړې دغه تدبیر دې معتبره!
شهیده ګیله منه! ته رښتیا حضرت نعیم وې
دپښتونخواه غازی زمری او قیام غبرګون وې
ته دافغان بیرغ رښتینی مجنون اومفتون وې
دتصمیم ، احساس، سپر او سالار آهنین وې
دوزیرو پښتنو دښکلاوو یوسمبول یوبهیر وې
شهیده ګیله منه!
ای دپښتنو مخوره معتبره!
ستا ویر سیمه او نړۍ ولړزوله
دماتم غږ دې دغه پېړۍ ولړزوله
هره دره لوړه او ژوره غرنۍ سیمه ولړزوله
دظالم کنډواله اوًبانډه وښوروله
داسلام آباد انګریز مستعمره اداره وګړنجوله
ای دپښتنو سرکښه معززه!
بهشت برین دې نصیب شه
خوارکۍ مورته دې صبر جمیل شه
ماشومانوته دې دالهی عنایت ډالی او شتون شه

د شاعر نور شعرونه ←