د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

416 شاعران5524 شعرونه
ع.شریف زاد

واک

زه خپلواک نه وم
ځکه په خپل واک نه وم
سره له دې چې خپل دریځ کې کاواک نه وم
لاړم کډوال شومه
دپېښور کوڅو کې سرګردان شومه
تنظیمی کوټوال اولدار شومه
دای اس ای سر ه همګام شومه
دساګ او دالو سره آشنا شومه
دچل اوچم دوه مخی سوبه دار شومه
زه خپلواک نه وم
داسلام په نوم می توبره خلاصه کړه
ددې دکان دروازه مې ځان ته کړه
په سیاست کې هې هره جاسوسی تر لاسه کړه
ژباړن او با دسیپلینه ترجمان سیاستمدار شومه
لاړم داستخباراتو ټېکه دار شومه
زه خپلواک نه وم
بغارې وهم سرمې نغښتی په څادر کې دی
شپږمنه پوزه پټه کړې په کوګل دی
پیکی مې راوتلی په تندی کې دی
سبکان مې لوستی کراچۍ کې دی
غورې ډبې پټکې مې زده کړۍ پنډۍ کې دی
داڅه وایې ؟ زه داکوړه خټک ماستر یمه
ویاند یمه بشر یمه غوټ رهبر یمه
نوم مې بل دې خو دلته مشهوره په خپل سر یمه
پای

د شاعر نور شعرونه ←