د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

محمد رفيع حسن زی

د محمد رفيع حسن زی پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

12 خپاره شوي شعرونه

شکوهبشپړ شعر ولولئ

شکوه

محمد رفيع حسن زی

چې زما تاسره جنګ شي
ټول نړۍ راته بد رنګ شي
ته په سترګو ناز نخری کړی
چې د ليچو بنګړو شړنګ شي
چې ته زلفې تار په تار کړی
د رباب تارونو ترنګ شي
بيا ساقي لاس کې جامونه
په مئينو شونډو رنګ شي
ژوند هغه دی حسن زيه!
چې سحر د يار ترڅنګ شي

ښوونکیبشپړ شعر ولولئ

ښوونکی

محمد رفيع حسن زی

دا ښوونکی دا ښوونکی
دا د علم لارښوونکی
د تيارو رڼا کوونکې
دا د جهل ورکوونکی

دا ښوونکی دا ښوونکی
دا د پوهي خپرونکی

د کتاب قلم ساتونکی
د تختی د سر ليکونکی
دا شاباس شاباس ويونکی
دا د ټول ټولګي پالوونکی

دا ښوونکی دا ښوونکی
دا د ميني دا ښودونکی

د ځوانانو هڅوونکی
د ذهنونو ويښوونکی
د فکرونو لوړونکی
د نسلونو دا روزونکی

دا ښوونکی دا ښوونکی
د ملت دا جوړونکی

دا د ژوند آراموونکی
د امیدو زيږونکی
د نړې بيدارونکی
د هيواد آبادونکی

دا ښوونکی دا ښوونکی
د ټولنې دا ژغورونکی

دا د شمع بلوونکی
د شاګردو نازوړونکی
د بشر خدمت کوونکی
د سبا الهام بخښونکی

دا ښوونکی دا ښوونکی
حسن زی يي دی مننوونکی

امن نشتهبشپړ شعر ولولئ

امن نشته

محمد رفيع حسن زی

د سرو زور ديار کې امن نشته
د ګلونو په ګلزار کې امن نشته
وطنونه په جنګونو کې ورانيږي
د باروتو په غبار کې امن نشته
د بلبلو په نغمو کې ژړا اورم
د ربابو په تارو کې امن نشته
که هزار ځلي ګفتار د امن وکړې
کاڼي بوټي د اقرار کړي امن نشته
تجلا د خپل مال و دارایي کړې
د مظلومو په آزار کې امن نشته
سلسله د آفتو کې به را ګير شي
د ظالم په اقتدار کې امن نشته
په صحيح لاره روان شه حسن زيه
د کږو لارو په تلو کې امن نشته

د زړه دردبشپړ شعر ولولئ

د زړه درد

محمد رفيع حسن زی

د سبا اميد لپاره تاوانونه په ځان واړوم
زيار زحمت وباسم څه پورونه په ځان واړوم
هر طرف ته ګورم رقيبان مې سر سودا کړي
سخته مجبوري ده، بل اورونه په ځان واړوم
ژبه مې سوزيږي په خوله اخ ويستلې نشم
پټ رازونه ساتم،پيغورونه په ځان واړوم
پريږده چې مې بد ګنې،دنيا خلک په بده
ښه کالي په تن،ښه عطرونه په ځان واړوم
ستا په يو مسکا، بد نام زه حسن زی شومه
لاړ شم ميکدی ته،ډک جامونه په ځان واړوم

ګران افغانستانبشپړ شعر ولولئ

ګران افغانستان

محمد رفيع حسن زی

کاڼي د لعلونه دي بوټي د لونګ ګنم
غږ د آزادۍ دې په نړۍ د تورې شړنګ ګنم
لوړ د غرو سرونه دي نښه د قدرت ګنم
ستا هره دره دې هر غليم لره ګړنګ ګنم
هسکه د شمله ده افتخار يي د نسلونو ته
ستا زرينه خاوره په سرو ګلونو رنګ ګنم
هرچيرې چې اوسم ته مي کله هيريدلې شي
ګران افغانستانه!خپل ځان ستا ملنګ ګنم

سیالبشپړ شعر ولولئ

سیال

محمد رفيع حسن زی

چې ټول قوم مې په علم سمبال نه شي
دی نړې سره به هيڅکله سيال نه شي
چې سالار د پښتنو مينځ کې پيدا شي
ياغدار‌ شي يا رټلې خوشحال خان شي
بيا ترې تمه د پښتو او پښتون مه کړه
چې غلام ابن غلام په خيال روان شي
دا افسوس دې سل افسوس پښتنو کښې
پښتنې ميندې رالوی کړي پردي پال شي

بیرته نه راځيبشپړ شعر ولولئ

بیرته نه راځي

محمد رفيع حسن زی

تيره چې ځواني شي بيرته نه راځي
خاوری چې کاکل شی بيرته نه راځي
ډير فهم و دقت دی په خبرو کړه
وتلی خولی خبره بيرته نه راځي
هيڅ کله غرور په حسن ونه کړې
وار د حسن تير شي بيرته نه راځي
هر څومره ارمان ېي د راتلو وکړې
مړه چې مور او پلار شي بيرته نه راځي
څومره سفارش ېې حسن زی وکړي
مات چې اعتماد شي بيرته نه راځي

مستي او ژړابشپړ شعر ولولئ

مستي او ژړا

محمد رفيع حسن زی

بوستان ورانیږي بلبل ژړيږی
غمونه ډير دي اوښکي بهيږي
بهار تيريږي موسم بدليږي
بورا بونګيږي ګلان رژيږي
شمع سوزيږي پتنګ کړيږي
تياري ورکيږي رڼا خپريږي
لمر لويږي ډيوه بليږي
شپه پخيږي زلمي مستيږی
خمان تشيږي محفل زنګيږي
عمر تيريږي ياد پاتي کيږي
رباب غږيږي سلګۍ ډيريږي
زړونه ماتيږي مئين بيليږي
علم زياتيږي ظلم نړيږي
خلک پوهېږي عدل پيليږي
کتاب خپریږي فهم لوړيږي
رفيع زړيږي شعر يې ځوانيږي

ربه ستا یمبشپړ شعر ولولئ

ربه ستا یم

محمد رفيع حسن زی

که دانا یم که نادان یم ربه ستا يم
که بادشاه يم که ګدا يم ربه ستا يم
په ازل کې مې وعده د عبادت کړه
که زاهد يم که عاصی يم ربه ستا يم
زندګي دې بندګې ته پيدا کړې
که عابد يم که ګمراه يم ربه ستا يم
ستا رحم او کرم ته اميدوار يم
که صالح يم که باغي يم ربه ستا يم
نازل کړي کتابونه دی ټول حق دي
که بلیغ يم که مطرب يم ربه ستا يم
رالېږلي اوامر دي ما منلي په چشمان
که صادق يم که کاذب يم ربه ستا يم
زه رفيع چی ثناءخوان ستا د قدرت يم
که عاقل يم که مجنون يم ربه ستا يم

نيمګړی ژوندبشپړ شعر ولولئ

نيمګړی ژوند

محمد رفيع حسن زی

زه به شم لېرې له تا لېرې لېرې لېرې لاړ شم
ستړې ستړې ستا له نازه ستړې ستړې لاړ شم
عشق لمبي مې سوزوي آواز ويستلي نشم
چې سوې سوې ستمکاره سوې سوې لاړ شم
جور و جفا د صنم وينم په رڼو سترګو مې
چې وږې وږې له درباره وږې وږې لاړشم
روانی اوښکې مې زم زم دي اوچيدل نه لري
چې تږې تږې گودر غاړه تږې تږې لاړ شم
نيمګړی ژوند د مازديګر دې حسن زيه واوره
نړې نړې په نظاره نړې نړې لاړشم