افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
466 شاعران6017 شعرونه
امن نشته
د سرو زور ديار کې امن نشته
د ګلونو په ګلزار کې امن نشته
وطنونه په جنګونو کې ورانيږي
د باروتو په غبار کې امن نشته
د بلبلو په نغمو کې ژړا اورم
د ربابو په تارو کې امن نشته
که هزار ځلي ګفتار د امن وکړې
کاڼي بوټي د اقرار کړي امن نشته
تجلا د خپل مال و دارایي کړې
د مظلومو په آزار کې امن نشته
سلسله د آفتو کې به را ګير شي
د ظالم په اقتدار کې امن نشته
په صحيح لاره روان شه حسن زيه
د کږو لارو په تلو کې امن نشته