افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
466 شاعران6017 شعرونه
مستي او ژړا
بوستان ورانیږي بلبل ژړيږی
غمونه ډير دي اوښکي بهيږي
بهار تيريږي موسم بدليږي
بورا بونګيږي ګلان رژيږي
شمع سوزيږي پتنګ کړيږي
تياري ورکيږي رڼا خپريږي
لمر لويږي ډيوه بليږي
شپه پخيږي زلمي مستيږی
خمان تشيږي محفل زنګيږي
عمر تيريږي ياد پاتي کيږي
رباب غږيږي سلګۍ ډيريږي
زړونه ماتيږي مئين بيليږي
علم زياتيږي ظلم نړيږي
خلک پوهېږي عدل پيليږي
کتاب خپریږي فهم لوړيږي
رفيع زړيږي شعر يې ځوانيږي