د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

سرلوڅ مرادزی

د سرلوڅ مرادزی پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

165 خپاره شوي شعرونه

ځوانۍ نېشهبشپړ شعر ولولئ

ځوانۍ نېشه

سرلوڅ مرادزی

ځوانۍ نېشه کې چې په لاره غورځي
ته وی، سپوږمۍ له خپل مداره غورځي
ښکلا کې، پورته د اسمان پریښتې
پر ځمکه پښو ته يي بېواره غورځي
د لمر شغلې يي تر اغیز تتې شي
هره شغله چې له رخساره غورځي
لمبې له شونډو يي پاڅیږي هسې
لکه سپرغۍ چې له انګاره غورځي
ځوانۍ نېشه تر بنګو کمه نه ده
ځکه نېشه کې له اختیاره غورځي
د پښتني نجونو ښکلا ته، حورې
نرخو و نوا کې له بازاره غورځي
د وخت له نبض سره قدم چې نه ږدي
ذاهد به خود له اعتباره غورځي
ځواني د سترګو په رپ هسې درومي
لکه چې لمر د غره له ناړه غورځي
د ۲۰۲۲ کال د جولای ۲۵ مه
سرلوڅ مرادزی

نجیب ته!بشپړ شعر ولولئ

نجیب ته!

سرلوڅ مرادزی

لاندې نظم چې ډاکټر نجیب ته لیکل شوی؛ خو نن يي تر هغه سربېره، ارواښاد عثمان کاکړ ته هم ډالۍ کوم:
نجیب ته!
یو نجیب دی چې په زړونو پاچاهي کړه
په دربار کې يي سپاهي او لښکر نشته
هسې ومړ چې يي داغ پر زړونو کېښود
هیڅ خپګان ته يي حاجت د ټبر نشته
هغه سر چې د وطن غم کې شي خاورې
یو پیدا شي، هر وخت داسې بل سر نشته
په سرو کې میړني سرونه کم دي
په هر سر کې د مېړانې اثر نشته
نور قومو ته پیغمبر دی خدای لیږلی
د پښتون لپاره خپل پیغمبر نشته
هر یو قوم خپل میړني په درنښت پالي
په پښتون کې د پاللو هنر نشته
دښمني د پښتنو په خپل هویت ده
پښتنو څخه بل څه د ضرر نشته
د پښتون هویت ته لوی خطر پنجاب دی
تر پنجاب پرته، پښتون ته خطر نشته
د وروستي افغان تر مرګه به جنګیږي
په پنجاب کې بله پرېکړه، نظر نشته
نوکران به د انګریز په دنیا ډېر وي
خو پنجاب غوندې پرېوتی نوکر نشته
پښتنو ته اوس وروستی سنګر پنجاب دی
تر پنجابه موږ ته بل لوی سنګر نشته
۲۰۲۲ کال د جون ۲۱ مه
سرلوڅ مرادزی

د ملا یاريبشپړ شعر ولولئ

د ملا یاري

سرلوڅ مرادزی

د ملا یاري مې پرېښوه
نور جومات ته قدم نه ږدم
د ساقي سره دېره شوم
په زړه بار مې د غم نه ږدم
لیرې لیرې ملا پاڅې
دا په وعظ کې ولې ناڅې؟
دا خو ته جومات ته بم ږدې
په جومات کې زه بم نه ږدم
د ملا ژوند یا ریا ده
څه دوکه ده او څه غلا ده
ما ریا نه لاس اخیستی
لاس مې بیا په قسم نه ږدم
عبادت هم چې ریا وي
ریاضت وي هم په دروغو
چې حج نه وي تجارت وي
پښه مې هیڅ په حرم نه ږدم
په ارزو د حورو نه یم
د خیالي جنته تېر یم
نور مې غوږ خیالي قصوته
د حوا او ادم نه ږدم
د رڼا په چاپېر ګرځم
زه ملګری د پتنګ یم
د خفاش په څېر مې یو ګام
په تیارې او تورتم نه ږدم
زما خټه کې وفا ده
خپلې ژمنې قرباني یم
دې کې سر مې که ماتیږي
پرې پټۍ د ملهم نه ږدم
د ۲۰۲۲ کال د جون ۱۵ مه
سرلوڅ مرادزی

چادريبشپړ شعر ولولئ

چادري

سرلوڅ مرادزی

چادري کې مخ پټون ته څه اړتیا ده
که زاهد له وران کتلو واخلي لاس
د مخ ستر نه، د زړه ستر مهم دی
که منصف له دروغ ویلو واخلي لاس
د جومات ګوټ کې دېره، ملا د کلي
اشارو ته دې له نجونو واخلي لاس
د جومات محراب خو ځای د لعب نه دی
که امام هلته له ژڼو واخلي لاس
د تقوا دعوه د شیخ هلته منظور ده
چې له څو ښځو کولو واخلي لاس
د ایمان دعوه د هغه چا پرځای ده
چې ایمان له خرڅولو واخلي لاس
ښځو هیڅ په ملا لاس جیګ کړی نه دی
ملایان دې د وهلو واخلي لاس
پخپل کور ورته د حج ثواب رسیږي
که حاجي د زړو ځپلو واخلي لاس
هغه څوک به عقیدي خپلې ته ژمن وي
چې په بل يي له تپلو واخلي لاس
له خوراک و څښاک روژه شخصي دیانت دی
مسلمان دې له وژلو واخلې لاس
هغه دین ایین په نورو کې بهتر دی
چې نفرت له خپرولو واخلي لاس
مسلمان ته که خپل دین په ریښتیا ګران وي
د بل دین دې له کنځلو واخلي لاس
د ۲۰۲۲ کال د جون ۹ مه
سرلوڅ مرادزی

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

سرلوڅ مرادزی

ننداره د ګلو وکړه چې بهار ځي
هر شېبه يي دېدن وکړه درنه یار ځي
د دېدن وخت تر ابده پورې نشته
دېدن وکړه که نه وخت دې د دېدار ځي
ژوند بیا نشته دا یو څو شېبې فرصت دی
دا شېبې هم ډېرې کمې دي په شمار ځي
هیڅ باور په سرخوړلي عمر نه شي
د بریښنا غوندې په بېړه په تلوار ځي
د فلک د بېرحمۍ په وژلتون کې
د مرګي په لور یاران قطار قطار ځي
هغه ولس د نیکمرغۍ ادعا بایللې
چې يي اوښکې د نجونو په رخسار ځي
برخلیک د هغه خلکو جهنم دی
چې په ژوند د ملایانو په ګفتار ځي
مرګي هسې ککرۍ کړې خاورو لاندې
چې تر ډېره به يي ولسونه په مدار ځي
چې په مینه د وطن کې وي وتلی
په سرونو کې همغه سر په دار ځي
چې د ښو ملګرو یاد مې را په زړه شي
هم له زړه نه، هم له سترګو مې خونبار ځي
د یارانو په بنډار مې زړه تړلی
زړه مې کله د یارانو له بنډار ځي
ساقي بله پیاله ډکه کړه تر مورګو
چې په بېړه مې له سترګو نه خمار ځي
د ۲۰۲۲ کال د مۍ ۳۱ مه
سرلوڅ مرادزی

د جهاد ثمرهبشپړ شعر ولولئ

د جهاد ثمره

سرلوڅ مرادزی

پکې لو شول لکه لوخې جیګ سرونه
چا د ولس په سرکې ټک وهل میخونه
د نیم ژواندو تنو رقص وو چا لېدلی؟
غوڅ له ښځو شول په ژوند سینې، تیونه
پزې پرې شوې او غوږونه نیم اره شول
په وچوبي سر شو کل، لاندې بریتونه
سترګې ووتې، د تن مخکې ګوزار شوې
له چا پرې شوې دواړه پښې دواړه لاسونه
تیزابونه د مکتب پر نجونو پاش شول
سرې بوټۍ شوې په تېزابو سپین مخونه
چا د پت او افغاني عزت لپاره
جیګ تعمیر نه راخطا کړل خپل ځانونه (۱ )
په ډبرو په لرګو وټکېده شول
سپغزې، خوټې د بقا نوراندامونه
په میدان، لنګون د ښځو ننداره شو
لا ژوندي دي بې وجدانه، ضمیرونه
غلا تاریخ کې له مرستونه شوې نه وه
نه د ښځو په حمام ول چپاوونه
په عربو د افغان ښځې شوې خرڅې
په هېرامنډه يي جوړشو لیلامونه
د وطن باغونه دښتې او مېرې شوې
نه ویاله شوه روغه پاتې، نه نهرونه
بلبلان له وېرې لاړل له باغو نه
د کارغانو باغ ته راغلل قطارونه
په رڼا ورځ شتمني د خلکو لوټ شوه
له ولس پاتې د نیکونو جایدادونه
په کوڅو د لنډه غرو ډلې سر شوې
لویو لارو کې شوکمار او پاټکونه
ټانګ، ټوپک او طیاره چور چپاول شول
یا دښمن ته په وړیا شول سوغاتونه
خپل هویت او خپل تاریخ له خلکو هېر شو
د پردو په جاسوسۍ پیل شول ویاړونه
دین، مذهب په لاس کې توره د ملا شوه
غوڅوي پرې په چپه، راسته سرونه
هر ملا لکه سرتیری د چنګیز شو
جوړوي به د سرونو منارونه
بیا یو ړوند ملا د ګوډ ملا په لار شو(۲)
پاروي به د وطن پر ضد ولسونه
ولس بیا ستون شو منځنۍ پېړیو پیر ته
بیا جاري شول د کوډګرو تعویذونه
اوس پیریان، دیوان به امر د ملا وړي
ملا ویني سلیمان د وخت خوبونه (۳)
بیا د کوډو او درواغو بازار تود شو
ټاکل کیږي دې بازار کې تقدیرونه
مجاهد دا ولس په هسې شان تبا کړ
چې نه عقل کار کوي، نه تدبیرونه
د جهاد په ثمره ملک کنډواله شو
یو ناورین پسې راځي نور ناورینونه
یادونه:
(۱ ) شهیدې ناهید ته اشاره ده.
په ۱۳۷۱ کال کې (۱۹۹۲ عیسوي) چې مجاهدین د اسلامي جمعیت په مشرۍ دولتي واک ته ورسېدل، د نظارشورا څو تنه لنډه غر وسلوال د ناهید کور ته چې د دریم مکرویانو په ۱۶ بلاک او ۱۸ اپارتمان کې واقع وو، وراوړي. دغو لنډه غرو غوښتل ۱۴ کلنه پیغلوټې ناهید، په زور ځان سره خپلې قرارګا ته د بېناموسۍ لپاره یوسي. ناهید ځان له پنځم مزل لاندې غورځوي او ځای پرځای د شهادت جام څښي. په سبا يي جنازه خاورو ته سپارل کیږي. مزار ته يي خلک اوس د دعا لپاره ورځي.
نوټ: زه د خپل فامیل سره هغه مهال د ۱۶ بلاک ترڅنګ په پنځلسم بلاک کې اوسېدلم. د دې او داسې ډېرو نورو خونړیو پېښو شاهد یم.
(۲ ) ګوډ ملا چې اصلي نوم يي عبدالله وو، هغه شخص دی چې د جنوبي خلک يي د انګریز په لمسون د غازي امان الله خان د واکمنۍ په وړاندې راوپارول. بلاخره نوموړی ملا د خپل بل ملګري ملا عبدالرشید سره یوځای د هغه مهال حکومت لخوا ونېول شو او د کابل په مرنجان غونډۍ کې دواړه اعدام شول.
(۳ ) د سلیمان پیغمبر په اړه، د قرانکریم د سبا سوره ۱۲ ــ۱۳ ایتونه، همدارنګه د نمل سوره ۳۹ ایت.
د ۲۰۲۲ کال د مۍ ۱۸ مه
سرلوڅ مرادزی

منظور پښتون ته!بشپړ شعر ولولئ

منظور پښتون ته!

سرلوڅ مرادزی

تا پیدا کړه ورکه لار منظور پښتونه
د پښتون د قام سالار منظور پوښتنه
په جرګو پرلت دې بیرته پښتون یوکړ
یو له بل چې وو، بېزار منظور پښتونه
پښتون ویش وو، د د ښمن پېژندګلو کې
تا کړ وصل په یو تار منظور پښتونه
د پښتون د قام سرتاج او سرلښکر شوې
د دښمن د سترګو خار منظور پښتونه
په لنډ وخت دې د پېړیو لار کړه لنډه
ټول حیران ستا په شاهکار منظور پښتونه
د امان او پاچاخان په لاره درومه
په عمل هم په ګفتار منظور پښتونه
د خوشحال د لارې ننګ د تورې شرنګ يي
ستا په ځان کې نشته ډار منظور پښتونه
خوشحالخان خو خپل خمار په مغل مات کړ(۱ )
په پنجاب مات کړه خمار منظور پښتونه
چې په سل پردو کې پټ وو، تا افشاکړ
د پنجاب پشان غدار، منظور پښتونه
هغه پوځ چې د ولس زړه يي وو ایستلی
ننوځي اوس په غار منظور پښتونه
د فرنګ زوی پنجابی نن وارخطا دی
په لړزه ستا له ګوزار منظور پښتونه
د پښتون د یووستون، وروستي ګوزار ته
ټول جهان دی انتظار منظور پښتونه
نهایی فتحه نږدې ده، پنجاب مات دی
برخلیک يي ښکاري تار منظورپښتونه
هره مور دې پاڅي داسې زوی دې راوړي
سل رحمت دې شه په پلار منظور پوښتنه
لروبر ده اقتدا درپسې کړې
پښتانه وايي دا په جار منظور پښتونه
یادونه:
(۱ ) د «پښتون نه ګیله» د غزل تر سرلیک لاندې د ستر خوشخال دې بیت ته اشاره ده:
بیا له پسه د نوښار د کوټ جګړه وه
چې مې وکېښ تر مغلو خپل خمار
د ۲۰۲۲ کال د مۍ ۹ مه
سرلوڅ مرادزی

نظربشپړ شعر ولولئ

نظر

سرلوڅ مرادزی

مړغړند احساس مې بیرته راژوندی شي
چې یو څوک راته په سترګو کې مسکی شي
یو خواږه کتل په سترکو کې د مینې
لار د ژوند له دغه ځایه پیلوی شي
یو خندا د محبت سره ملګرې
ماتو زړونو ته د عمر تسلی شي
یو کلام چې په خوږه ژبه بیان شي
د خوږې ژبې ملګری هر سړی شي
کوم نظر چې درناوی پکې وي نغښتی
نور نظرونه دې تر دې نظر لوګی شي
د انسان کلمه مینه محبت دی
نفرت څنګه د انسان سره یوځی شي
د انسان نامه د هغه چا نصیب ده
چې په بده ورځ د نورو لاسنیوی شي
وايي، ټولو کې انسان مقام اوچت دی
دې مقام ته هرڅوک کله رسېدی شي
دا يي وخت دی چې په ژوند مینه اظهار شي
پس له ژونده دا اظهار یو عبث شی، شي
ژوند په ډېره بېړه ټولو نه روان دی
کاشکې ژوند کې یوله بله سپېلنی شي
ما د میني په پار ټول ژوند صدقه کړ
لا مې نور هم صدقې ته تیاری شي
کایناتو له دفتره مې راپور کړ
دا نظر پر ځمکه کله څوک میندی شي
د ۲۰۲۲ کال د مۍ ۷ مه
سرلوڅ مرادزی

غضببشپړ شعر ولولئ

غضب

سرلوڅ مرادزی

ګوره نن ملا ته چې نفرت پاشي قران په نوم
شرم دی اسلام کې اوس ملا د مسلمان په نوم
ویني د ملا غضب چې کاڼي له اسمان ورۍ
هسې موږ تېرباسي د رحیم او د رحمان په نوم
حورې دې غلمان دی او جنت کې د چړچو وعدې
جوړه يي دا دنیا کړه په عمل کې د زندان په نوم
بیرته په شا لاړو بیا دوران د دینوسارو ته
ګورو دینوسار پخپلو سترګو د انسان په نوم
ما چې لوټ په لوټ د نن ملا ته په ځیر وکتل
نشته کوم بڅری په ملا کې د وجدان پنوم
سر مې چې ښکاره کړ، د جومات محراب کې پټ غلی
بوخت دی پر هلک، ملا په خیال کې د غلمان په نوم
لاړمه کعبې ته ګوندې یو مسلم وي مېشت چیری
هلته راټول شوي د نړۍ ول تجاران په نوم
جوړه کربالا وه د ډبرو پر کعبه باندې
یو بل يي ویشتل خپلو منځو کې د شیطان په نوم
جړه ده قصه له اووم اسمانه، انصاف مه غواړه
عمر عبث تېر شو، انتظار کې د اسمان په نوم
ولږه، تنده بس دی نه چې ټول عمر روژه وي څوک
دا پیک جیګومه په اخر کې د جانان په نوم
د ۲۰۲۲ کال د اپریل ۲۵ مه
سرلوڅ مرادزی

شنه غدۍ!بشپړ شعر ولولئ

شنه غدۍ!

سرلوڅ مرادزی

وطن هسې یو ځنګل شو، یا شوه دښته د کربوړو
د افغان په هر یو زړه کې، ارمانونه خاورې شول
خوښي لاړه، مستي ورکه، سترګې ډکې دي له اوښکو
شونډو وچ پتري نیولي، امیدونه خاورې شول
حجرې شاړې شوې له خلکو، دېرې ټولې کنډواله شوې
د یارانو کډې بارشوي، مجلسونه خاورې شول
سترګې کړاغې، شونډې وچې د یو ګوټ څاڅکې په تمه
ویالې وچې څاوې وچې، بارانونه خاورې شول
ته وی بیا چنګیز راغلی، له ککرو نه منار ږدي
یو تن نه دی خاورې شوی، ټول ولسونه خاورې شول
مورو پلارنه لار ده ورکه، له وطنه ځي په تېښته
تېښتې لاره کې له ډېرو، اولادونه خاورې شول
ښځې کېناستې په کور کې، یا ژوندۍ ښخې په ګور کې
نجونې بندې شوې له زده کړې، مکتبونه خاورې شول
هلکان دې خرمستي کړي او لویان دې سګ جنګي کړي
دا شو بخت د افغانانو، نصیبونه خاورې شول
اوس ملا پر ګدۍ سپور دی، رڼا نشته تورتم خپوردی
ډېوې مړې دي بریښنا تللې، چراغونه خاورې شول
بلبلان له باغو لاړل، تور کارغان بڼ کې دېره شول
د مالیار په لاس پاللي، سره ګلونه خاورې شول
یو توپان دی څونامي ده، لاندې ځمکه پاس اسمان کې
ستوري هلته په اسمان کې، لاندې غرونه خاورې شول
چې صلصال، شمامه ړنګ شوه، د فرهنګ قصه شوه مفته
د پردي ملا په لاس مو، تاریخونه خاورې شول
څه به وایم چې څه وشول، ملا نه دی شنه غدۍ ده
د وطن حیثیت پایمال دی، ارزښتونه خاورې شول
د ۲۰۲۲ کال د اپریل ۴ مه
سرلوڅ مرادزی