د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

424 شاعران5524 شعرونه
سرلوڅ مرادزی

د ملا یاري

د ملا یاري مې پرېښوه
نور جومات ته قدم نه ږدم
د ساقي سره دېره شوم
په زړه بار مې د غم نه ږدم
لیرې لیرې ملا پاڅې
دا په وعظ کې ولې ناڅې؟
دا خو ته جومات ته بم ږدې
په جومات کې زه بم نه ږدم
د ملا ژوند یا ریا ده
څه دوکه ده او څه غلا ده
ما ریا نه لاس اخیستی
لاس مې بیا په قسم نه ږدم
عبادت هم چې ریا وي
ریاضت وي هم په دروغو
چې حج نه وي تجارت وي
پښه مې هیڅ په حرم نه ږدم
په ارزو د حورو نه یم
د خیالي جنته تېر یم
نور مې غوږ خیالي قصوته
د حوا او ادم نه ږدم
د رڼا په چاپېر ګرځم
زه ملګری د پتنګ یم
د خفاش په څېر مې یو ګام
په تیارې او تورتم نه ږدم
زما خټه کې وفا ده
خپلې ژمنې قرباني یم
دې کې سر مې که ماتیږي
پرې پټۍ د ملهم نه ږدم
د ۲۰۲۲ کال د جون ۱۵ مه
سرلوڅ مرادزی

د شاعر نور شعرونه ←