د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

424 شاعران5524 شعرونه
سرلوڅ مرادزی

چادري

چادري کې مخ پټون ته څه اړتیا ده
که زاهد له وران کتلو واخلي لاس
د مخ ستر نه، د زړه ستر مهم دی
که منصف له دروغ ویلو واخلي لاس
د جومات ګوټ کې دېره، ملا د کلي
اشارو ته دې له نجونو واخلي لاس
د جومات محراب خو ځای د لعب نه دی
که امام هلته له ژڼو واخلي لاس
د تقوا دعوه د شیخ هلته منظور ده
چې له څو ښځو کولو واخلي لاس
د ایمان دعوه د هغه چا پرځای ده
چې ایمان له خرڅولو واخلي لاس
ښځو هیڅ په ملا لاس جیګ کړی نه دی
ملایان دې د وهلو واخلي لاس
پخپل کور ورته د حج ثواب رسیږي
که حاجي د زړو ځپلو واخلي لاس
هغه څوک به عقیدي خپلې ته ژمن وي
چې په بل يي له تپلو واخلي لاس
له خوراک و څښاک روژه شخصي دیانت دی
مسلمان دې له وژلو واخلې لاس
هغه دین ایین په نورو کې بهتر دی
چې نفرت له خپرولو واخلي لاس
مسلمان ته که خپل دین په ریښتیا ګران وي
د بل دین دې له کنځلو واخلي لاس
د ۲۰۲۲ کال د جون ۹ مه
سرلوڅ مرادزی

د شاعر نور شعرونه ←