د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

عبدالمنان “ضامن” بابکرخېل

د عبدالمنان "ضامن" بابکرخېل پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

13 خپاره شوي شعرونه

افغانستان واييبشپړ شعر ولولئ

افغانستان وايي

عبدالمنان "ضامن" بابکرخېل


ایښی ئی په مخ راته د وینو سره خالونه دي

سره ډولۍ کې ناسته سور سالو سره مې لاسونه دي

چا زه خرڅه کړی په ډالر، ریال ، کلدارو یم

چا بیا پورته کړی د شرابو ډک جامونه دي

ناوې یم یوه خو مې پلرونه پوره لس تنه

جهیز کې راته ایښي ټانک ټوپک او راکټونه دي

ناوې یم یوه خرڅه شوی په اتو کسه

ځکه مې په و‌‌‌ړلو کې سبا بیګاه جنګونه دي

ناوې نه یم مور یم ای بچیانو په ما څه کوی ؟

ولې لیوني شوۍ درنه ورک دا خپل ځانونه دي

مه راته مور وایه نه دې مور نه مې بچې ئی ته

ځکه ستا په غاړه غلامۍ تور ځنځیرونه دي

نر او ښځې ټول مې په توده غیږ کې لوی کړی یاست

ځنې شاه شجاه شول څوک سرتاج د تاریخونو دي

لاس به وي زما او تور ګریوان د ظالمانو بیا

خپل ورور ئي وژلې او وران کړې ئې کورونه دي

ټول بدن مې ژوبل او زړګی مې دې سورې سورې

شرق او غرب په وار راباندې کړي ګذارونه دي

لویه مې لمن تر بخارا، مشهد، جهلم پورې

ډیره نن ځوریږم چې مې غوڅ دا اندامونه دې

څه مې چې ساتلي په نړۍ کې ډیر ارزښت لري

تا ورباندې ایښې تر ټیپر کم قیمتونه دي

مور یم د هغه چې ئې د روس له ظلمه خلاصه کړم

سر ئې له ما جار کړ خو تاریخ کې لوړ سرونه دي

مور یم د هغه چې ئې پر ما ننګ او غیرت کړي

نه بخښم هغه چې ورته جوړ نن پیغورونه دي

تا که زه آباده په زړه ښاده او سر لوړې کړم

بیا تاته د مور تر قدم لاندې جنتونه دي

زړه د آسیا یم د (ضامن) زړه هم په ما کې دی

چا یو دردولي دردیدلي هغ زړونه دي

انسان څه معنابشپړ شعر ولولئ

انسان څه معنا

عبدالمنان "ضامن" بابکرخېل


چې ئې په زړه کې مینه نه وي دا انسان څه مانا؟

په ځان چې نه وي خپلواک نو خپل ځان څه مانا؟

د څو پيسو لپاره ځان او بل انسان چې وژني

چې خبر نه وي له قرآن دا مسلمان څه مانا؟

ځان ته څه غواړې بل ته هم غواړه حدیث د رسول

چې ځانته غواړې بل ته نه بیا نو ایمان څه مانا؟

خائینان ګرځي خرمستیو کې نیشه او خمار

چې مظلومان په کې پراته وي دا زندان څه مانا؟

په دې ټولنه کې د ښه او بد تمیز نشته دی

قاضی صاحبه! وایه تله د میزان څه مانا؟

څومره چې بر دي څوک ختلي هومره لر پریوتي

د زور او زر کبر او غرور دا خاوندان څه مانا؟

پلار چې په زوی او ورور په ورور باندې باور نه کوي

تصدیق د زړه او هم اقراربااللسًان څه مانا؟

چې سور لښکر ته مو په سرو وینو ځواب ورکړې

نن بیا د هغو سره عهد او پیمان څه مانا؟

چنګیز، انګریز، روس او مغل ښه زور وهلې دلته

د شاه شجاع او د هغه به څیر شاهان څه مانا؟

چې جنګ سالار او بیسواد زموږ قانون جوړوي

(ضامن) وائې وکړۍ پرې ښه سوچ دا پارلمان څه مانا؟

پښتنه ملالۍبشپړ شعر ولولئ

پښتنه ملالۍ

عبدالمنان "ضامن" بابکرخېل


یاده پښتنو کې لر او بره شوې
هر چا خوله کې پاتې او سندره شوې
ته د غیرتنو او ننګونو مور
نیغ پر دښمن لاړې چې خبره شوې
ویاړ د پښتنو او د غازیانو ئې
ته چې د میوند د جنګ افسره شوې
هر مومن کړه غوره د جهاد لاره
ته په مومنانو کې رهبره شوې
ټینګ سنګر میوند کې د جنګونو وې
ځکه د غلیم ډال ته سپره شوې
خاوره د میوند پرې سره لمبه کړه تا
وړانګه سوزونکې کوز له لمره شوې
تا چې د شهید په وینو خال کیښود
ډیره ښایسته بیا تر قمره شوی
تا د آزادۍ جنډه چې پورته کړه
لاړې په هوا سپینه کوتره شوی
هر افغان چې نن تاته سلام کوې
ځکه نجونو میره تر خیبره شوې
تا چې وکړه مینه د وطن سره
ګرمه بدرګه بیا تر سنګدره شوې
وستایه (ضامنه) د (سایل) احساس
وایي ملالۍ ولې سوالګره شوې

 


یادونه: ښاغلې رحمت شاه سایل د پښتونخوا یو پیاوړی، منلې او خوږ ژبې شاعر دی، چې پخپل قهرمانې، پښتنی ملالۍ د غیرت پت،

غزت او د افغانې شهامت څخه ئې ستاینه کړیده، او بیا ئی د افغانانو د کډوالۍ په وخت کې چې کومې افغانی پیغلې او نجوني د پیښور

ښار په بازارونو او کوڅو کې ئې د خیرات ټولولو او ګدایي په حال کې لیدلې دي نو خپلې تړمې اوښکی ئې د هغوی په غمجنی حالت

خویه ملالۍ د میوند د جنګ نغمې ملالۍ
دا یو احساس مې په والله چې بې نیټې وژني
چې چا بنګلې ونیوې څوک بازار کې خیر غواړي
دغه سلوک مې د جهاد د فلسفې وژني

(سایل)

پوښتنهبشپړ شعر ولولئ

پوښتنه

عبدالمنان "ضامن" بابکرخېل


له درنو لوستونکو غواړمه بخښنه

زما ذهن کې ده دا یوه پوښتنه

پخوا هم دلته پښتون، تاجک، ازبک وو

دا هیواد ئې ؤ ساتلې له دښمنه

چې په خلکو کې سیاسي شعور پیداشو

هم پیدا شوه ځانځاني او ځان غوښتنه

له پنځه ویشت کالو غم کمبل هوار ده

د روسانو له تیرې نه بیا تر ننه

دا د وخت حاکمان ولې نه پوهیږي؟

لږ په زړه کړي د پرون وحشي ظلمونه

که پوهان او نا پوهان سره یو شوي

په ټوپک د خپل واک کوي ساتنه

ځنوځنو د ځانی ګټو لپاره

ړنګه بنګه او خراب کړه دا ټولنه

زه پوهیږم ته پوهیږې ټول پوهیږي

څوک کوي قانون ته ګواښ او ګوتڅنډنه

په تاریخ کې چې یو ځل آزمویل شوي

ډیر تاوان دی بیا هغو په آزموینه

دنګ بلډنګ او لوکس موټرې ځانته اخلي

ؤلږه، تنده ئې پر نورو پیرزویینه

مرګ او ژوبله، چور تالان په درز روان دی

ولې نه کیږي ددې کار مخ نیونه

پت، عزت د پیغلو نجونو لوټل کیږي

لا مونږ ګورو، ورته ناست یو لاس تر زنه

اوږده ږیره، سپین جامې ظاهرکې ګوره

ږیر خریلو سره ناست وې پټ دننه

په نیم زړه او ماته ژبه وائې ستا یم

مخګې شوې ستا رقیب سره ژمنه

که په لسو روپو څوک شي ستا ملګرې

بیا په شل تا خرڅوي ورته سودمنه

دا دنیا لکه آیینه داسې صفا ده

دی آیینه کې د هر مخ شي پیژندنه

د صادق او د خاین توپیر چې نه وي

په هغو کې به تل جنګ وي هم وژنه

پرونې قاتل، غاصب بیا چا راوستې؟

چا تړلې ورته دا پګړۍ سپینه؟

د وحشت د تورې لومې شهید څوک ده؟

ناهید پیغله وه تاریخ کې پاک لمنه

په بدن کې چې سرطان دانه پیدا شي

جراحي نه پرته نشته درملنه

د یتیم له سترګو اوښکې که چا پاک ګړې

هر افغان به د هغه کوي ستاینه

ګران هیواد به زمونږ هله بیا رغیږي

چې پردو په مونږ کې نه وی لاس وهنه

چا کړ وران افغانستان اوس ته ووایه؟

په ځواب دې (ضامن) کا له تا مننه

پيسېبشپړ شعر ولولئ

پيسې

عبدالمنان "ضامن" بابکرخېل



ستا خوښې پیسې او زما خوښې دي قصې

پیسې ټول کړه پیسې

کتاب زمونږ قران دی راوړې پرې ایمان دی

وائې بل دین تا راوړې هره خوا دي ګنګوسې

پیسې ټول کړه پیسې

پښتون دی که تاجک دی بلوڅ دی کا ازبک دی

پوډر په قاچاق وړي تر امریکا او فرانسی

پیسې ټول کړه پیسې

ډالر دې که کلداره یو تر بله مزه داره

او رُوبل دې هم خوښ دی کله کله شې روسې

پیسې ټول کړه پیسې

عرب دی که عجم دی خو چور ته ګلم جم دی

اغوستی ګوبیچې او بډ وهلي ئې پیاسې

پیسې ټول کړه پیسې

جامې ئې دي وریښمینې هوارې ئې قالینې

دا ځنې ځنې ګورۍ چې ئې نه لره لیمسې

پیسې ټول کړه پیسې

ملحد که مُجاهد دی جهان نن پرې شاهد دی

له مړوئې ډک کړي د کابل ټولې کوڅې

پیسې ټول کړه پیسې

بدخوا څوک چې دقام وي تاریخ کې به بدنام وي

آخر به شي رسوا چې جوړوي څوک دسیسې

پیسې ټول کړه پیسې

پیړۍ ده یو ویشتمه ځان خلاص کړه له ستمه

تر څو به امریکا او روس ته شې خوسې خوسې

پیسې ټول کړه پیسې

شیبې دي ډیر حساسې (ضامن) که شي بر لاسې

ژوندې به کړي «میرویس» او د «احمد» تیر حماسې

پیسې ټول کړه پیسې

د افغانانو حالبشپړ شعر ولولئ

د افغانانو حال

عبدالمنان "ضامن" بابکرخېل


په افغانانو څه کانې جوړې شوې

چاته رښتیا چاته بهانې جوړې شوې

د چا شرقیانو چا غربیانو سره

د مینې ډک ښې دوستانې جوړې شوې

دلته شرقیان هلته غربیان ښکیل وو

خو هر رهبر ته خزانې جوړې شوې

یو د مُلحد بل مجاهد په نامه

ظاهر دښمن پُټ یارانې جوړې شوې

لکه جنت په شان مې ښکلې وطن

د بل په خوله ترې ویرانې جوړې شوې

ټول رهبران په بلډنګو کې اوسي

د یتیم مور ته خارخانې جوړې شوې

رهبران یو تر بله ځکه وژني

چې په اسلام کې افسانې جوړې شوې

شریعت یو څه رهبر بل څه وائې

په هر مذهب کې ډرامې جوړې شوې

چې چا مات کړې وُ د بامیانو بُتان

نن ئې په کور کې بُتخانې جوړې شوې

سیاست دوکه ده افلاطون ویلي

موږ ته سیاست کې برنامې جوړې شوې

د لیکوالانو ډیر لیکنو ځینې

موږ ته قصې او ترانې جوړې شوې

دافغانانو جهاد پای نه لري

د یو زمان نه زمانې جوړې شوې

ساقي او شیخ دې پُخلا شوې سره

کور په کور ځکه میخانې جوړې شوې

وائې (ضامن) چې په سپینو جامو

د میا، مُلا تور نښانې جوړې شوې

د سولې پيغامبشپړ شعر ولولئ

د سولې پيغام

عبدالمنان "ضامن" بابکرخېل


د جنګ په سرو لمبو کې مې جنون لیدلې دی

د سولې په فضا کې مې ژوندون لیدلې دی

بدلون او اوښتون دی د نړۍ په هر یو ګوټ کی

موږ هم پخپل تکل سره بدلون لیدلې دی

وطن دی زموږ کور چې منزلت لري د مور

د مور په غیږ کې هر چا ځان ممنون لیدلې دی

متل دی چې ( ډبره پخپل ځای کې درنه ښکاري )

بې ځایه هر افغان مې ځیګرښون لیدبې دی

هوښیار اوسۍ دښمن مو لا موړ ندی په مرګونو

غافل ملت مې هر وخت په بیلتون لیدلې دی

د هر قاتل، غاصب او د خاین عمل په وړاندې

وحدت ما د تاجک- ازبک- پښتون لیدلې دی

دا څوک دي چې موږ وژني او سیزي زموږ کورونه؟

تور لاس ترپردې شا مې د بیرون لیدلې دی

قاصده! ورته یوسه دا د سولې پیغامونه

ما وخت د روغې جوړې او تړون لیدلې دی

د ډیرې خوشحالۍ نه په جامو کې نه ځاییږم

دا ځکه خپل ورور مې د پرون لیدلې دی

راځۍ چې وطن جوړ کړو دا په ګډه زموږ کور دی

په دې کور کې (ضامن) د ژوند سمون لیدلې دی
 

د ماینونو ترانهبشپړ شعر ولولئ

د ماینونو ترانه

عبدالمنان "ضامن" بابکرخېل


یو قدم رااخلو چې تر بل قدم ماینونه دی

هرې خواته اورو چي ژړا او فریادونه دی

یو خوا ماین پاکي وي بلي خواته بیا ماینونه اږدی

ښکار دانسانانو کړي هره خوا دامونه اږدی

څومره دي بی رحمه چي یې کلک تر کاڼو زړونه دي

یو قدم را اخلو چې تر بل قدم ماینونه دی

ماین هسي بلا ده له چا سترګي له چا ځان اخلي

نه به یي ته ویني او نه تا ویني پنهان اخلي

ځني غولوونکي د ماشوم لوبو شییونه دي

یو قدم را اخلو چې تر بل قدم ماینونه دی

مونږه ماشومان کاشکی په دي وخت کي پیدا نه وي

بیا چي پیداشوي د ماینونه په دنیا نه وي

ورکي پسي ګرځو کاراوبار مو کاغذونه دي

یو قدم را اخلو چې تر بل قدم ماینونه دی

ښه ژوندون لپاره مونږه اړ علم او کمال ته یو

فکر کي لاهو د مستقبل، ماضي او حال ته یو

وږي تږي ګرځو ګنډوالي زمونږ کورونو دي

یو قدم را اخلو چې تر بل قدم ماینونه دی

رب دي توفیق راکړي چي خدمت د هر ماشوم وکړم

سمه یي ښوونه او روزنه د معصوم وکړم

دا ماشومان ګوری د (ضامن) د بڼ ګلونه دي

یو قدم را اخلو چې تر بل قدم ماینونه دی
 

د (مينه) مينهبشپړ شعر ولولئ

د (مينه) مينه

عبدالمنان "ضامن" بابکرخېل


که چا کیښود د خوشحال په پل قدم

دا به رسي خپل منزل ته هغه دم

تر مغلو پښتانه په توره ښه دې

دا لیکلی دي خوشحال پخپل قلم

د پښتو شمله خو هسکه تر شمشاد ده

نن پښتون دې را پریوتې له برم

رښتیانۍ مینه وړیا او بې بها وي

خو پښتو سره شوه مینه په درهم

دا لوړ غرونه د خیبر د تلو راتلو دي

کاشکې مینځ کې چې پروت نه وای دا تورخم

دا د خټو کټو کور ماته جنت دې

ور به ئې نه کړم د پاریس په جوړ ادم

په پرهار پرهار زړګې مې داسې لګي

دا د (مینه) هر یو شعر لکه مرهم

چې ما ستا په (مینه) هسې لږ ساه واخست

پردې نه ئې زما ورور ئې خورم قسم

چې (ضامن) ته دې له زړه (مینه) ډالۍ کړه

تا (مالک) ته له مالک غواړي کرم

یادونه: ښاغلی عبدالمالک (مالک) افریدی چې د خیبر پښتونخوا یو تکړه، وتلې او منلې شاعر دی چې خپله د (مینه) شعری ټولګه ئې

ماته ډالۍ کړیده ځکه مې دا شعر د (مینه) په ویاړ لیکلې دی.

طوفاني اوښکېبشپړ شعر ولولئ

طوفاني اوښکې

عبدالمنان "ضامن" بابکرخېل


کور شو زموږ وران اخته شو غم سره

ځکه کړو ژړا په زیر او بم سره

دا وطن، وطن د افغانانو دی

نه پيژنو ځوک له زیات او کم سره

چور او چپاول چې غنیمت ګڼي

ځه وکړو له داسې محترم سره؟

ښه او بد عمل عکس العمل لري

څله ږدی لاسونه په قسم سره

اوښکي د یتیم طوفاني شویدي

ډیر به کړي لاهو د سترګو نم سره

نور په زخمي زړونو مالګه مه شیندی

دا زخمونه جوړ کړی په ملهم سره

مه وروړی ټوپک ته ګوتي مه وروړی

ګوتي مو بلدي کړی قلم سره

لوڅ به شي نړی ته نقابي څیري

وژني چي انسان په ماین او بم سره

مه پوښتی ای خلکو! نور مي مه پوښتی

هیڅ ویلي نه شم د رقم سره

ای د نړی خلکو! مونږه څه وکړو؟

خلاص له دي بلا شو په کوم چم سره

پورته کړی لاسونه خدای ته سوال وکړﺉ

عفوه مو ګناه کړي خپل کرم سره

هله د (ضامن) ارمان پوره به شي

ټینګ چي امنیت شي هر قدم سره