د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي عبدالمنان "ضامن" بابکرخېل شعرونه

د سولې پيغام





د جنګ په سرو لمبو کې مې جنون لیدلې دی

د سولې په فضا کې مې ژوندون لیدلې دی

بدلون او اوښتون دی د نړۍ په هر یو ګوټ کی

موږ هم پخپل تکل سره بدلون لیدلې دی

وطن دی زموږ کور چې منزلت لري د مور

د مور په غیږ کې هر چا ځان ممنون لیدلې دی

متل دی چې ( ډبره پخپل ځای کې درنه ښکاري )

بې ځایه هر افغان مې ځیګرښون لیدبې دی

هوښیار اوسۍ دښمن مو لا موړ ندی په مرګونو

غافل ملت مې هر وخت په بیلتون لیدلې دی

د هر قاتل، غاصب او د خاین عمل په وړاندې

وحدت ما د تاجک- ازبک- پښتون لیدلې دی

دا څوک دي چې موږ وژني او سیزي زموږ کورونه؟

تور لاس ترپردې شا مې د بیرون لیدلې دی

قاصده! ورته یوسه دا د سولې پیغامونه

ما وخت د روغې جوړې او تړون لیدلې دی

د ډیرې خوشحالۍ نه په جامو کې نه ځاییږم

دا ځکه خپل ورور مې د پرون لیدلې دی

راځۍ چې وطن جوړ کړو دا په ګډه زموږ کور دی

په دې کور کې (ضامن) د ژوند سمون لیدلې دی
 

د شاعر نور شعرونه ←