د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي عبدالمنان "ضامن" بابکرخېل شعرونه

د افغانانو حال




په افغانانو څه کانې جوړې شوې

چاته رښتیا چاته بهانې جوړې شوې

د چا شرقیانو چا غربیانو سره

د مینې ډک ښې دوستانې جوړې شوې

دلته شرقیان هلته غربیان ښکیل وو

خو هر رهبر ته خزانې جوړې شوې

یو د مُلحد بل مجاهد په نامه

ظاهر دښمن پُټ یارانې جوړې شوې

لکه جنت په شان مې ښکلې وطن

د بل په خوله ترې ویرانې جوړې شوې

ټول رهبران په بلډنګو کې اوسي

د یتیم مور ته خارخانې جوړې شوې

رهبران یو تر بله ځکه وژني

چې په اسلام کې افسانې جوړې شوې

شریعت یو څه رهبر بل څه وائې

په هر مذهب کې ډرامې جوړې شوې

چې چا مات کړې وُ د بامیانو بُتان

نن ئې په کور کې بُتخانې جوړې شوې

سیاست دوکه ده افلاطون ویلي

موږ ته سیاست کې برنامې جوړې شوې

د لیکوالانو ډیر لیکنو ځینې

موږ ته قصې او ترانې جوړې شوې

دافغانانو جهاد پای نه لري

د یو زمان نه زمانې جوړې شوې

ساقي او شیخ دې پُخلا شوې سره

کور په کور ځکه میخانې جوړې شوې

وائې (ضامن) چې په سپینو جامو

د میا، مُلا تور نښانې جوړې شوې

د شاعر نور شعرونه ←