د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

هارون رشيد “شېرزاد”

د هارون رشيد "شېرزاد" پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

2 خپاره شوي شعرونه

غـــــــزلبشپړ شعر ولولئ

غـــــــزل

هارون رشيد "شېرزاد"




ما دې په سترګو کې ليدلې ورانېدلې
نښې


په ګرېوانه دې غورځېدلې توېدلې  نښې



حيران ووم څومره يې د ستورو عقيده
پخه وه



د کفر غېږه کې مؤمنې ځلېدلې نښې



نادانه دلته سرګردانه  بړبوکۍ
ګرځيږي


د مينې دښته کې د عقل ګډېدلې نښې



ستا مړوندونو کې بنګړي،  پښو کې زما
زولنې


زما او ستا کلي کې يو ځای شرنګېدلې
نښې



د لوپټو په بيعه راوړي  زما ښار ته
سوله


لکه جنډې په زيارتونو رپېدلې نښې



ما د دښمن په پښو کې وليدو شلېدلي
پټکي


نه مې ليدلې هغه وخت چې غورځېدلې
نښې



(شيرذاده) نن يې لقب راکړو د تکړه
تيرانداز


مونږه د يو بل په ټټرو به ويشتلې
نښې

تلوسی د مينېبشپړ شعر ولولئ

تلوسی د مينې

هارون رشيد "شېرزاد"


زه د شنو سترګو په بازار ور ګډ يم
پکې لټون د تورو سترګو کوم
د اسمان سترګې هم بدلې ښکاري
هيله به څه د نورو سترګو کوم
***
د اجنبيانو خلکو ژوند به څه وي
بس تشې سپورې تلوسې د مينې
دلته ګيله بل شان او مينه بل شان
چا سره وکړمه ګيلې د مينې
***
رانه لاهو يي کړو د اوښکو څپې
هغه غرور چې مې په سترګو کې وو
بس کله کله شي تر سترګو سترګو
هغه سرور چې مې په سترګو کې وو
***
زه د فطرت د تودې غېږې ماشوم
کله توتي کله ښارو به شومه
زما غوسه هم عجيبه غوندې وه
لکه ويرګډی په نارو په شومه
***
څه نابلده دنياګۍ ته راغلم
دا انسانان بس ماشيني غوندې دي
د سرو او سپينو معشوقو سترګو کې
د حيا نښې سرابی غوندې دي
***
بس د خوښۍ لپاره ژوند تېروي
د هوس چارې يې کاميابه ښکاري
مشاهده مې راته داسې وايي
د حيا نښې څه کميابه ښکاري
***
کاشکې بېلتون مې پېژندای دمخه
څومره په سخته دا شېبې تيريږي
يا مې کلونه د بېلتون تېر کړي
يا د کلونو غوندې شپې تيريږي

***
يکشنبه،د جنورۍ۲۲مه،۲۰۰۶- د ماښام ۵:۵۵
امريکا،اوهايو، اتنز