د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي هارون رشيد "شېرزاد" شعرونه

تلوسی د مينې


زه د شنو سترګو په بازار ور ګډ يم
پکې لټون د تورو سترګو کوم
د اسمان سترګې هم بدلې ښکاري
هيله به څه د نورو سترګو کوم
***
د اجنبيانو خلکو ژوند به څه وي
بس تشې سپورې تلوسې د مينې
دلته ګيله بل شان او مينه بل شان
چا سره وکړمه ګيلې د مينې
***
رانه لاهو يي کړو د اوښکو څپې
هغه غرور چې مې په سترګو کې وو
بس کله کله شي تر سترګو سترګو
هغه سرور چې مې په سترګو کې وو
***
زه د فطرت د تودې غېږې ماشوم
کله توتي کله ښارو به شومه
زما غوسه هم عجيبه غوندې وه
لکه ويرګډی په نارو په شومه
***
څه نابلده دنياګۍ ته راغلم
دا انسانان بس ماشيني غوندې دي
د سرو او سپينو معشوقو سترګو کې
د حيا نښې سرابی غوندې دي
***
بس د خوښۍ لپاره ژوند تېروي
د هوس چارې يې کاميابه ښکاري
مشاهده مې راته داسې وايي
د حيا نښې څه کميابه ښکاري
***
کاشکې بېلتون مې پېژندای دمخه
څومره په سخته دا شېبې تيريږي
يا مې کلونه د بېلتون تېر کړي
يا د کلونو غوندې شپې تيريږي

***
يکشنبه،د جنورۍ۲۲مه،۲۰۰۶- د ماښام ۵:۵۵
امريکا،اوهايو، اتنز

د شاعر نور شعرونه ←