د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي هارون رشيد "شېرزاد" شعرونه

غـــــــزل

ما دې په سترګو کې ليدلې ورانېدلې نښې
په ګرېوانه دې غورځېدلې توېدلې  نښې

حيران ووم څومره يې د ستورو عقيده پخه وه
د کفر غېږه کې مؤمنې ځلېدلې نښې

نادانه دلته سرګردانه  بړبوکۍ ګرځيږي
د مينې دښته کې د عقل ګډېدلې نښې

ستا مړوندونو کې بنګړي،  پښو کې زما زولنې
زما او ستا کلي کې يو ځای شرنګېدلې نښې

د لوپټو په بيعه راوړي  زما ښار ته سوله
لکه جنډې په زيارتونو رپېدلې نښې

ما د دښمن په پښو کې وليدو شلېدلي پټکي
نه مې ليدلې هغه وخت چې غورځېدلې نښې

(شيرذاده) نن يې لقب راکړو د تکړه تيرانداز
مونږه د يو بل په ټټرو به ويشتلې نښې

د شاعر نور شعرونه ←