د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

بختيار “ځدراڼ”

د بختيار "ځدراڼ" پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

4 خپاره شوي شعرونه

ژوندبشپړ شعر ولولئ

ژوند

بختيار "ځدراڼ"

 



ژوند مو ډیر لـــــوړوژورو کـــــــــې راوان دی
دمرګـــي په ســـوداګروکــــــــــــــــــې راوان
دی

هتکړۍ مو په لاســــونو کـــــې شرنــــــــګیږي
خوندترې اخلي ز وروروکـــــــــــــې راوان دی

مولاجـان پرې له ممبره نــــــــــارې
وکـــــــــــړي
جنتــــي دی بختــــــــورو کـــــــــــــــې
راوان دی

روښان فـــکره لا تراوسه پــــــــــــــدې انددي
هوساکیږي په ډالــــــروکــــــــــــــې راوان دی

بختیار بیاله جانان بیل شه خدایه خیرکړې
څوری واخیست مســــــــاپرو کې راوان دی

تبوک سعودي عرب

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

بختيار "ځدراڼ"

 



تسکین یې ګــــران دی زړه مې ډیرله ارمانونو ډک دی
ځکه غـــــــــــزل مې له دردونـــــو،
فریادونــــــــو ډک دی

دا شپـــــــــــــــه پلــــــوي به اخر
ماتـــــــي منـــــــــي له خیره
اوس مو هیـواد له مدرســـــــو او
مکتبـــــــــونو ډک دی

راځئ ګنډونکي شو له تار او ستن نه کار واخــــلو
نور
هېواد مو ډیرله څیرو،څیرو
ګریــــــــوانونـــــــو ډک دی

که له هنر علمــــــــه غنــي زمونږ
ذهنـــــــــــــــونه شــــــولو
داغرونه ،غـرونه وطن ټول له سرو لعـــــــلونو ډک
دی

بختیـــــاره صبـر ورته وکــــــړه چې رڼا
شــــــــــــي خواره
ښکاري سهـــــــــار یې اومیدونـو، پیغامـونو ډک
دی
 


تبوک سعودي عرب
۲۰۰۷/۶/۱۳

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

بختيار "ځدراڼ"

 



افغان له علمه او هنر پاتــــــــــــــــې دی
ځکه دژوند له هر ثمر پاتـــــــــــــــې دی

له ړنګوکلیو نه آواز رادرومــــــــــــــــي

ښکاري کوم کلي کې لاسرپاتــــې دی

یووروریې ستړی دی له جنګ جــدله
دبل په لاس کې یې خنجرپاتــــــې دی

دیوه اوږده سفره وروستـــــــــــــه لا هم
لاتر منزله اوږد سفرپاتــــــــــــــــې دی

همسیاء ځکه دی حیران بختیــــــــاره
دهمسیاء یې روغ ټبرپاتـــــــــــــــې دی

سعودي عرب تبوک
۲۰۰۷/۷/۴
 

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

بختيار "ځدراڼ"

 


دسر له پاســــــــــه اسمان مو
خپــــــــــــــــل دی
لمرمو هم خپل دی وطان مو خپـــــــــــــــل دی

دبل په لمســـــــــــــــه وژنو
خپــــــــــــــــل وروڼه
وینه مو خپله اوځـــــــــــان مو
خپـــــــــــــــل دی

ښادي مو خپله ارمــــــــان مو خپـــــــــــــــل
دی
اوښکې مو خپلې ګریوان مو خپـــــــــــــل دی

اغیار ګاونډ دی خـــــــــــــــــــواخوګي
نشتـــــه
دردمو هم خپل دی فغان مو خپـــــــــــــــــل دی

راځئ لاس واخـــــــــــــلو نور له
نفاقــــــــــــــه !
داښــــــــکلی افغانستــــان موخپـــــــــــــل
دی

سعودي عرب تبوک
۲۰۰۷/۷/۹