افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
افغان له علمه او هنر پاتــــــــــــــــې دی
ځکه دژوند له هر ثمر پاتـــــــــــــــې دی
له ړنګوکلیو نه آواز رادرومــــــــــــــــي
ښکاري کوم کلي کې لاسرپاتــــې دی
یووروریې ستړی دی له جنګ جــدله
دبل په لاس کې یې خنجرپاتــــــې دی
دیوه اوږده سفره وروستـــــــــــــه لا هم
لاتر منزله اوږد سفرپاتــــــــــــــــې دی
همسیاء ځکه دی حیران بختیــــــــاره
دهمسیاء یې روغ ټبرپاتـــــــــــــــې دی
سعودي عرب تبوک
۲۰۰۷/۷/۴