د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي بختيار "ځدراڼ" شعرونه

غزل

 

تسکین یې ګــــران دی زړه مې ډیرله ارمانونو ډک دی
ځکه غـــــــــــزل مې له دردونـــــو، فریادونــــــــو ډک دی

دا شپـــــــــــــــه پلــــــوي به اخر ماتـــــــي منـــــــــي له خیره
اوس مو هیـواد له مدرســـــــو او مکتبـــــــــونو ډک دی

راځئ ګنډونکي شو له تار او ستن نه کار واخــــلو نور
هېواد مو ډیرله څیرو،څیرو ګریــــــــوانونـــــــو ډک دی

که له هنر علمــــــــه غنــي زمونږ ذهنـــــــــــــــونه شــــــولو
داغرونه ،غـرونه وطن ټول له سرو لعـــــــلونو ډک دی

بختیـــــاره صبـر ورته وکــــــړه چې رڼا شــــــــــــي خواره
ښکاري سهـــــــــار یې اومیدونـو، پیغامـونو ډک دی
 

تبوک سعودي عرب
۲۰۰۷/۶/۱۳

د شاعر نور شعرونه ←