پښتو ادب · شاعران
يوسف شاه “سپېلني”
د يوسف شاه "سپېلني" پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
3 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
يوسف شاه "سپېلني"
جانانه چې له تا
سره وطن راپسې
ژاړي
په داسې مرګ مې
مړ کړه چې دوښمن
راپسې ژاړي
سبا به مې د کاڼو
په ځای لمانځي په
ګلونو
سبا به ددې کلي
هر يو تن راپسې
ژاړي
که خدای منئ په
مينه يې شکي شومه
ملګرو
پرون يې چې وژلمه
او نن راپسې ژاړي
ډيوې دومره لوګی
خو د دېوال په
مخه پرېږده
اشنا چې ورته
ګوري ماسخوتن
راپسې ژاړي
قربان د شاعرۍ له
دې مقامه سپېلنيه
غزل مې لکه خپل
ورونه زامن راپسې
ژاړي
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
يوسف شاه "سپېلني"
چراغ د تېلو نه
لرم د زړه چراغ
ته ناست يم
د اوښکو په باران
کې د شپې مړه
چراغ ته ناست يم
د چا لشې باڼه مې
د ورغوي له زړه
باسم
د لويې شپې په
لوی کور کې واړه
چراغ ته ناست يم
د وخت دا
ځوانيمرګه شپې به
کله دومره وکړي
جانانه چې له
تاسره به زه چراغ
ته ناست يم
نړۍ ليکي غزلې
واړه نوو چراغوو
ته
يو زه يم چې تر
اوسه لا زاړه
چراغ ته ناست يم
په ما باندې هم
فرض ده چې پخپله
هڅه وکړم
تر کومه به د
پلار او د نيکه
چراغ ته ناست يم
له کوم يوه چراغ
نه مې چې اور
لمنې واخيست
نن بيا لکه ماشوم
غوندې هاغه چراغ
ته ناست يم
زلمي به مې سندرې
او نغمې په مينه
وايي
په دې چې
سپېلنيه
پښتانه چراغ ته
ناست يم
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
يوسف شاه "سپېلني"
تا چې زما او ما
دې تا سترګې
راواړولې
ځان ته مو خپله د
دونيا سترګې
راواړولې
تاته يې د ګوتې د
نيولو جرئت هم
ونکړو
موږ لېونيو ته هر
چا سترګې
راواړولې
پرخه يم ګله ستا
په غېږه کې مې
کله پرېږي
لمر ميرات مړي
وينې بيا سترګې
راواړولې
ته قضاوت وکړه چې
نوم د وفا چاته
ورکړم
تا نا اشنا غم دې
اشنا سترګې
راواړولې
د
سپېلني
د زړه لوګي به
ډېر درولېږمه
وار کړه که نن
چېرې هوا سترګې
راواړولې