د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي يوسف شاه "سپېلني" شعرونه

غزل



تا چې زما او ما دې تا سترګې راواړولې
ځان ته مو خپله د دونيا سترګې راواړولې

تاته يې د ګوتې د نيولو جرئت هم ونکړو
موږ لېونيو ته هر چا سترګې راواړولې

پرخه يم ګله ستا په غېږه کې مې کله پرېږي
لمر ميرات مړي وينې بيا سترګې راواړولې

ته قضاوت وکړه چې نوم د وفا چاته ورکړم
تا نا اشنا غم دې اشنا سترګې راواړولې

د
سپېلني د زړه لوګي به ډېر درولېږمه
وار کړه که نن چېرې هوا سترګې راواړولې

د شاعر نور شعرونه ←