د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي يوسف شاه "سپېلني" شعرونه

غزل



جانانه چې له تا سره وطن راپسې ژاړي
په داسې مرګ مې مړ کړه چې دوښمن راپسې ژاړي

سبا به مې د کاڼو په ځای لمانځي په ګلونو
سبا به ددې کلي هر يو تن راپسې ژاړي

که خدای منئ په مينه يې شکي شومه ملګرو
پرون يې چې وژلمه او نن راپسې ژاړي

ډيوې دومره لوګی خو د دېوال په مخه پرېږده
اشنا چې ورته ګوري ماسخوتن راپسې ژاړي

قربان د شاعرۍ له دې مقامه سپېلنيه
غزل مې لکه خپل ورونه زامن راپسې ژاړي

د شاعر نور شعرونه ←