د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

محمد شفيق “حقپال”

د محمد شفيق "حقپال" پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

7 خپاره شوي شعرونه

دښاغليبشپړ شعر ولولئ

دښاغلي

محمد شفيق "حقپال"

دښاغلي
محمد شفيق حقپال لنډه پېژندنه


محمد
شفيق حقپال دمحمد يونس زوى په لمريزهجري ۱۳۴۴ كال كې
دميدان وردګو ولايت دنرخ ولسوالۍ دكريمدادودقريي
دمارخانې په كلي كې زيږيدلى .لومړنۍ اومنځنۍ زده كړى
يى دكابل په سپين كلي ليسه كې نورى زده كړى يي دكابل
تخنيكم دبرېښنا په څانګه كې پاى ته رسولي .
دكابل
په تخنيك ثانوي دپيښور په سيدجمال الدين اودميدان
وردګو ولايت دخالد بن وليد په ليسو كي يي دفزيك
اورياضياتو په څانګه كي ښوونه كړي دغه راز
دباختراطلاعاتي اژانس كي يي دسياسي مبصراوخبريال ،په
راديو افغانستان كي دنطاق ،دسولي اوجګړي نړيوال
انستيتوت ، دملګروملتوپراخيايي اداري ،دافغانستان سره
دمرستودسمون ادارى اويوشميرنوروملي اونړيوالو څانګوكي
يي دخبريالى اوليكوالى په برخه كي كاركړى په سل ګونه
مضمونونه ،خبرونه ، رپوټونه ،تبصرى اوشعرونه يي دهيواد
په بيلابيلوورځپاڼو ،مجلو ،راديواوتلويزيون او ويب
پاڼو كې په پښتواودرى ژبو خپاره شوي. دهيلوغوټۍ په
نامه لومړنۍ شعري ټولګه يي نوى خپره شوى ده دوه ټولنيز
كتابونه يي ليكلي اودوه درسي كتابونه يي ترجمه كړي چي
چاپ شوى نه دي.
دحقانيت جريده،مصباح اوونيزه،سيرت
اوونيزه،ارادى ورځپاڼه،نامه زندگى جريده،داستقلال
مجله،هيواد ورځپاڼه ،انيس ورځپاڼه،ارمان ورځپاڼه
،نونهالان مجله،قلم جريده...اونورې ګڼ شمېرچاپي خپرونې
هغه خپرونې دي چې ده په كې دمسئول چلوونكي، دپاڼې
چلووونكي ،اديتراوقلمي همكار په توگه كار كړى .

مينهبشپړ شعر ولولئ

مينه

محمد شفيق "حقپال"

مينه له عاشق نه مال وسر غواړي
سوى يې زړګی سوى ځيگر غواړي
كه يې دفتح توغ اوچت ونه ليد
ساه وركول په دې ډګر غواړي
دښكلو مينه هيڅ اثر نه كوي
هرومرو به يو نظر غواړي
په ښكلولو نه رژيږي غوټۍ
چې زړه شي باد سحر غواړي
دوصال بڼ چې كړي خړوب په وينو
مليارله گل غټوثمر غواړي
پرښې لمبوله غوټۍ پيغله چې
بڼ پرې گلورين اومعطر غواړي
دتخت وتاج مينه مه راځه ته
دا دقيصر ځای نه دى عمرغواړي
دروم پاريس ښوى كوڅې نه شته دى
دلته كنډرونه دى اوټكر غواړي
دخزان لاس دلته گلان لوټلى
اوس داغزو په سرگذر غواړي
دلته كارغه پرواز كى نه شي كوى
دا عقابي غوندې وزر غواړي
چې شهيدانو پرې وركړى دى سر
دا وطن دين دپيغمبر غواړي
حقپاله مه وايه شاعرشولې ته
يوازې شوق نه دى هنر غواړي
 

نعتبشپړ شعر ولولئ

نعت

محمد شفيق "حقپال"

نعت
شريف


پيغمبر آخر زمان دى
محمد
ستايل شوى په قران دى محمد
هم محبوب دپاك سبحان دى محمد
اولوالعزمه عاليشان دى محمد
په نبيانو كې سلطان دی محمد
 
رب پيدا كړه دا دنيا د ده په مخ
لمر ته وركړله رڼا دده په مخ
شفاعت به شي عقبا دده په مخ
امت ومونده لوړتيا دده په مخ
په امت باندې ډېر ګران دى محمد

دغه نور چې په عرب كې شو پيدا
دومره خور شو چې رڼا يې كړه دنيا
دحق دين يې كړ جاري په ښه وينا
محمد و  آخر ين الانبيا
ځكه لمر نه ډېر روښان دى محمد

صلى الله تل مدام وايمه زه
ډېر صفت په هركلام وايمه زه
محمد په احترام وايمه زه
بې شماره درود سلام وايمه زه
ډېر زما دزړه ارمان دى محمد

مبارك داستا مولود وايمه زه
هرزره کې دوجود وايمه زه
تل ثنا دې په معبود وايمه زه
ترې قربان مې هست وبودوايمه زه
داسردار ددو جهان دى محمد

ديار انځوربشپړ شعر ولولئ

ديار انځور

محمد شفيق "حقپال"


ديار انځور

زړه كې دنرګس پرخه راپرېوته
ورووروځنې كوزه شوه بيا پرېوته
صبر رانه درومي لېونی شومه
سترګوكې خوښۍ نه ژړاپرېوته
خوند شوله ښكلاشوله مستي شوله
هيله شوه په زړه په خندا پرېوته
ونڅېده لاړه سربداله شوه
مسته شوه كږه وږه راپرېوته
لرى نيم پلويې چې له مخې شو
وركه شوه له مانه حياپرېوته
داچې مخامخ شوه آينې سره
لايتنهنايي په نګاه پرېوته
پاڅېده سباكې له خوبه په چم
ګل كې يې دشونډو هوا پرېو ته
 

زه څوك يمبشپړ شعر ولولئ

زه څوك يم

محمد شفيق "حقپال"


زه څوك يم

زهغه مين يم چې داور په سر غوټې وهم
كله په مستيوكله مات وزر غوټې وهم
كله شمه اوښكه دقدم مخې ته لوېږمه
ښكل كړم آننګي كله اوپه ټټر غوټې وهم
كله نرى بادغوندې ديارپلوكې ګېرشمه
كله طوفاني شمه دسمندر غوټې وهم
يا دپېغلوغوږكې شم نغمه دمينتوب خوره
كله شاهيني شمه په سمه اوغر غوټې وهم
يا دكهكشان په لور دستوروسياليګرشمه
كله دبڅرو رپ اودر په در غوټې وهم
كله يوحباب دسېلاوونو پاتې شونى شم
كله رڼې هيلې دكوثر په سر غوټې وهم
زه دهستونكي يد حيرت ته اړايستلى يم
كله زنګېدوكې كله هسك نظر غوټې وهم
 

موخهبشپړ شعر ولولئ

موخه

محمد شفيق "حقپال"


موخه

ستوري وه رڼا وه زما لارې ته
وړانگې وې ښكلاوه زمالارې ته

گلونه وه ډالۍ ډالۍ ګودر سره
مينه وه مسكاوه زمالارې ته

پرخه وه چمن وه سحرګاه وه لا
هرلورته ځلاوه زمالارې ته

سين وه درڼواوبو بېړۍ په كښې
ساحل وه محبوباوه زمالارې ته

محفل وه دخمارو نازېدم په كښې
حورې وې نڅاوه زمالارې ته

وږمه دپسرلي وه دماښام بدر
گوښه وه يك تنهاوه زمالارې ته

حلقې حلقې هارونه سره اوشنه فضا
تېښته وه خنداوه زمالارې ته

موخه وه ارمان وه ښكلې ښكلې دا
دادخداى رضاوه زمالارې ته

 

دوطن مينهبشپړ شعر ولولئ

دوطن مينه

محمد شفيق "حقپال"


دوطن مينه

راغله په راتلوكې غلې غلې شوه
كوزه شوه دخيال له آسه پلې شوه

مينه شوه ډيوه شوله رڼا شوله
پرېوته تل پاتې شوه منلې شوه

سوزشوله ژړاشوله مستي شوله
زړه كې مې ناڅاپه چې يوځلې شوه

زه نه وم هغه چې يادېدم به تل
راغله دليلا غوندې زړه ښكلې شوه

ښاده وه آباده وه سمسوره وه
شنه وه تكه سپينه شوه لا ښكلې شوه

حقه وه ريښتياوه فريضه وه دا
ټولو مينومينو كې وتلې شوه

وږمودپسرلو كې ولوله شوله
خيالونو كې غلو مې د غزلې شوه

تل دې وي ناپايه زړه اوتن كې دا
هيلو كې همدا هيله ښاغلې شوه