پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
دوطن مينه
دوطن مينه
راغله په راتلوكې غلې غلې شوه
كوزه شوه دخيال له آسه پلې شوه
مينه شوه ډيوه شوله رڼا شوله
پرېوته تل پاتې شوه منلې شوه
سوزشوله ژړاشوله مستي شوله
زړه كې مې ناڅاپه چې يوځلې شوه
زه نه وم هغه چې يادېدم به تل
راغله دليلا غوندې زړه ښكلې شوه
ښاده وه آباده وه سمسوره وه
شنه وه تكه سپينه شوه لا ښكلې شوه
حقه وه ريښتياوه فريضه وه دا
ټولو مينومينو كې وتلې شوه
وږمودپسرلو كې ولوله شوله
خيالونو كې غلو مې د غزلې شوه
تل دې وي ناپايه زړه اوتن كې دا
هيلو كې همدا هيله ښاغلې شوه