پښتو ادب · شاعران
عبدالحفيظ مليار ساپي
د عبدالحفيظ مليار ساپي پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
14 خپاره شوي شعرونه
قبرتهبشپړ شعر ولولئ
قبرته
عبدالحفيظ مليار ساپي
قبرته
قبر ته مه راځه د خدای لپاره
بس په ژوندون د زورولی يمه
زياتي مې مه زوروه
کلتوربشپړ شعر ولولئ
کلتور
عبدالحفيظ مليار ساپي
کلتور
ما ويل افغان يي چې کلتور هير نکړې
ويل يي کلتور سره مې څه دي اشنا
اوس بل وطن کي يمه
حفيظ مليار ويا نا
ستا اختربشپړ شعر ولولئ
ستا اختر
عبدالحفيظ مليار ساپي
ستا اختر
ګرانی نن می ستا اختر ته څه ډالۍ را وړيدی
دا داوښکو له ګلۍ می غاړکۍ راوړيدی
د زړه د بټی لاندی می د ستا د ظلم اور دی
زخمونه وريت شوی ما پلۍ راوړيدی
باڼه د شوخو سترګو د که بيرته رانه واخلی
له تل د زخمی زړه نه می ګيډی راوړيدی
ګريوان می خپله ګڼډم ليونی می ولی بولی
له تار او له دا ستنو می قطۍ راوړيدی
د زړه بازار می وران دی جز باروت پکښی خرڅيږی
د چا توپ او طياره ده چا مرمۍ راوړيدی
وصال می ستا نوش نکړ په هجران کی د کړيږم
لکه شمع سری لمبی می په کوپړۍ راوړيدی
خپل ځان به صدقه کړم ستا له يو لحظی خندا نه
ما می ټولی ارزو ګانی سپيلنۍ راوړيدی
که د شونډوشراب راکړی دا د سروسترګو په جام کی
خوار حفيظ مليار عزرونه په زولۍ راوړيدی
عبدالحفيظ مليار ساپی
اختره مه رازه هجران کی يمه
زما د اوښکو طاقت نلری ته
نه چی خفه لاړنشی
عبدالحيظ مليار د ويانا ښار
ولې تقديرهبشپړ شعر ولولئ
ولې تقديره
عبدالحفيظ مليار ساپي
ولې تقديره
د ښاغی اجمل
خټک د
شعر په اقتفا
شمعې بيګاه خو ما او تا وژړل
تا برالا او ما په غلا وژړل
بړاس مې د زړه نه يو څه لری کړلو
چې ټوله شپه مې تر سبا وژږل
زما ګريوان له مانه ډير ژړلي
د ا چې دا ما ډير بيګناه و ژړل
زه مې دا څيرې ګريوان زر رصوا کړم
ځکه خواخوږو مې پر ما وژړل
ساقی شرابو د تصل نکړمه
لکه يتيم مې بيا او بيا وژړل
په جګيدو وليدو کې ستړی شومه
د ژوند سفر کې می تنها وژړل
لکه ملنګ چې څوک په کاڼو ولی
زړګيه تا لکه ګدا وژړل
ولې تقدېره مسافر د کړمه
له وطن لرې مې هر خوا وژړل
زخمي زړګی به څنګه چاته ښيي
حفيظ ملياره خير که تا وژړل
حفيظ مليار ويانا د اتريش ښار