د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي عبدالحفيظ مليار ساپي شعرونه

ولې تقديره


ولې تقديره
د ښاغی اجمل خټک د  شعر   په   اقتفا

شمعې بيګاه خو ما او تا وژړل
تا برالا او ما په غلا وژړل
بړاس مې د زړه نه يو څه لری کړلو
چې ټوله شپه مې تر سبا وژږل

زما ګريوان له مانه ډير ژړلي
د ا چې دا ما ډير بيګناه و ژړل

زه مې دا څيرې ګريوان زر رصوا کړم
ځکه خواخوږو مې پر ما وژړل
ساقی شرابو د تصل نکړمه
لکه يتيم مې بيا او بيا وژړل
په جګيدو وليدو کې ستړی شومه
د ژوند سفر کې می تنها وژړل

لکه ملنګ چې څوک په کاڼو ولی
زړګيه تا لکه ګدا وژړل
ولې تقدېره مسافر د کړمه
له وطن لرې مې هر خوا وژړل
زخمي زړګی به څنګه چاته ښيي
حفيظ ملياره خير که تا وژړل
حفيظ مليار ويانا د اتريش ښار

 

د شاعر نور شعرونه ←