د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي عبدالحفيظ مليار ساپي شعرونه

ستا اختر


ستا اختر

ګرانی نن می ستا اختر ته څه ډالۍ را وړيدی
دا داوښکو له ګلۍ می غاړکۍ راوړيدی
د زړه د بټی لاندی می د ستا د ظلم اور دی
زخمونه وريت شوی ما پلۍ راوړيدی
باڼه د شوخو سترګو د که بيرته رانه واخلی
له تل د زخمی زړه نه می ګيډی راوړيدی
ګريوان می خپله ګڼډم ليونی می ولی بولی
له تار او له دا ستنو می قطۍ راوړيدی
د زړه بازار می وران دی جز باروت پکښی خرڅيږی
د چا توپ او طياره ده چا مرمۍ راوړيدی
وصال می ستا نوش نکړ په هجران کی د کړيږم
لکه شمع سری لمبی می په کوپړۍ راوړيدی
خپل ځان به صدقه کړم ستا له يو لحظی خندا نه
ما می ټولی ارزو ګانی سپيلنۍ راوړيدی
که د شونډوشراب راکړی دا د سروسترګو په جام کی
خوار حفيظ مليار عزرونه په زولۍ راوړيدی

عبدالحفيظ مليار ساپی

اختره مه رازه هجران کی يمه

زما د اوښکو طاقت نلری ته

نه چی خفه لاړنشی

عبدالحيظ مليار د ويانا ښار

 

د شاعر نور شعرونه ←