پښتو ادب · شاعران
سفي الله “باران”
د سفي الله "باران" پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
6 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
سفي الله "باران"
نه ډېر ښـکلى يې جانانه، نه ډېر سپين يې
دا چې زړه کې مې اوسېږې نمکين يې
د قران له تورو جوړ د جانان نومه
کليمې غوندې مې ژبه باندې شين يې
مخامخ دې مخ ته نشمه کتلى
زه له خاورو نه پيدا او ته لمرين يې
هر قران دې ځانته خپل ياسين پيداکړي
زما د زړه قران کې ته لکه ياسين يې
لا د مينې په مذهب کې کبر نشته
کبرجنه خداى خبرته په کوم دين يې
له بارانه! خو په هېره هم يادېږې
سم په شونډو يې دعا پسې امين يې
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
سفي الله "باران"
خداى مه کړه و اوري پر مونږه له سحابه دوړې
په اننګو په کاکلونو بې حسابه دوړې
بچي يې داسې لکه موږ شه چې يې خړ وګورم
چاچې دې مخ باندې شيندلي دي ګلابه دوړې
ادمه لاس دې نور له مستې درخو ووينځه چې
لادې تر اوسه لرې نه کړې له ربابه دوړې
منم خفه به يې خو پام چې مورې ښکل مې نه کړې
په اننګو کې مې راوړي له پنجابه دوړې
په نذرانه کې به څلور دانې روزې ونيسم
که واورم پورته شوې له خونې د اربابه دوړې
زموږه چم چې آن يوه ورځ ارام نشي ليدى
خدايه! نازلې کړې پرې ته له خپل عذابه دوړې
داسې به تل له موږه وروسته خلک مخکې درومي
څو چې ونه څنډو له خپل اصلي کتابه دوړې
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
سفي الله "باران"
تمامه شپه کړم ويښه تر سهاره ستا تصوير ته
ايله يو څو خبرې وکړم ياره ستا تصوير ته
وخت ښه درنه څپېړه په مخ راکړي او ته نه يې
په کريغو، کريغو وژاړم نا چاره ستا تصوير ته
کوچنيانو چې په ښه لمنه کاڼو بدرګه کړم
نري، نري خندل مې ټوله لاره ستا تصويرته
نور ټول ليوني لاړ شي خپل ميالي بابا ته پنډ شي
زه څيرې ګريوان راوړم،زړه پرهاره ستا تصوير ته
که خداى چېرې په مينه کې سجده واى رواکړې
دا سر به مې اوس ايښى وه څو واره ستا تصوير ته
باران ته يې د خپل جانان قامت هله په زړه شي
چې سيندکې کله وګوري چيناره ستا تصوير ته
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
سفي الله "باران"
زړه مې روان و په يو لوري خو را ومې ګرځو
نور لګېدل يې سره ستوري خو را ومې ګرځو
خوښه يې نه وه چې لحاظ مې د شخصيت وساتي
اوس هم لا شاته _ شاته ګوري خو را ومې ګرځو
منم چې هېر به ترېنه نه شي اوبه لپه کې څښل
دنګ چينارونه شنه يې سيوري خو را ومې ګرځو
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
سفي الله "باران"
څانګو چک چک وهه او باد به رپوله سپوږمۍ
د چينې منځ کې مې چې نيمه شپه کتله سپوږمۍ
ستوري به پاتې شوه يواځې لکه زه بې ياره
ګېډۍ ګېډۍ ورېځو په غېږه کې نيوله سپوږمۍ
اوس يې نه ورټکوم نه يې کور ته کاڼي ولم
د چا سره چې به مې نښه ايښودله سپوږمۍ
ستوري کوچنيان وو او دا لويه وه په راز پوهېده
ما به چې يار په غېږ کې ټينګ کړ پټېدله سپوږمۍ
☼☼☼بشپړ شعر ولولئ
☼☼☼
سفي الله "باران"
☼☼☼
ګلې
دا څه دې وکړل!!!؟
مانه په سهوه دومره لرې لاړې
لکه مرمۍ چې په يوه ماشه راښکلو باندې
له توپک لاړه شي بيا نه رادرومي