افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
نه ډېر ښـکلى يې جانانه، نه ډېر سپين يې
دا چې زړه کې مې اوسېږې نمکين يې
د قران له تورو جوړ د جانان نومه
کليمې غوندې مې ژبه باندې شين يې
مخامخ دې مخ ته نشمه کتلى
زه له خاورو نه پيدا او ته لمرين يې
هر قران دې ځانته خپل ياسين پيداکړي
زما د زړه قران کې ته لکه ياسين يې
لا د مينې په مذهب کې کبر نشته
کبرجنه خداى خبرته په کوم دين يې
له بارانه! خو په هېره هم يادېږې
سم په شونډو يې دعا پسې امين يې