افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
تمامه شپه کړم ويښه تر سهاره ستا تصوير ته
ايله يو څو خبرې وکړم ياره ستا تصوير ته
وخت ښه درنه څپېړه په مخ راکړي او ته نه يې
په کريغو، کريغو وژاړم نا چاره ستا تصوير ته
کوچنيانو چې په ښه لمنه کاڼو بدرګه کړم
نري، نري خندل مې ټوله لاره ستا تصويرته
نور ټول ليوني لاړ شي خپل ميالي بابا ته پنډ شي
زه څيرې ګريوان راوړم،زړه پرهاره ستا تصوير ته
که خداى چېرې په مينه کې سجده واى رواکړې
دا سر به مې اوس ايښى وه څو واره ستا تصوير ته
باران ته يې د خپل جانان قامت هله په زړه شي
چې سيندکې کله وګوري چيناره ستا تصوير ته