د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

ارمان “لېوني”

د ارمان "لېوني" پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

10 خپاره شوي شعرونه

ای! څهبشپړ شعر ولولئ

ای! څه

ارمان "لېوني"

ای! څه
ښارۍ خو نه يې

ته خو د تورو لوړو غرونو پښتنه پېغله ېې
ای! څه ښارۍ خو نه ېې
ستا پدې ښکلوځرځو سترګو کې غرور اوسيږي
پکې تاريخ د اتلوالي دې مغرور اوسيږي
نو دا رڼې ،دغه کمزورې، بې همته اوښکې
پکې وبدې ښکاري .
راشه چې زه درته یو څه وښايم
له دې کړکۍ نه ها چينه خو کسې
چې پرې راټولې دنګې دنګې جونه
ته ېې ځوانۍ ، ته ېې ښايست وګوره
منم چې ته ېې ډېرې ښې پېژنې
چې څوک يتيمې څوک ورور مړې ناستې
ها د ګودر د جونو ميره هاغه دنګه ميره
چې په صبا ېې وه ډولۍ روانه
او په ماښام ېې ورته راوړه د جانان جنازه
ها په ګولوغلبېل ټټر ېې نوخوتا هم ليدو
وايه چې ستا له دې ګلرنګوپېغلو څه نوزيات دي؟
پاکې کړه نور دې دا کمزورې اوښکې
په خدای قسم درسره بدې ښکاري
*** *** ***
منم چې ستا په زړه به دا تيريږي
چې لا دې اوس هم دي نکريزې تازه
او لا دې اوس هم دي کالي د ناويتوب په غاړه
او لا دې اوس هم غاړه ډکه ده له سرو ګلونو
او پرونۍ ناوې ېې
خو تا ليده ها د ګودر د جونو ميره ګرانې
چې ېې له ډېر غرور اوننګه څخه
چرته يو اوښکه هم راپرېنوته
څه په وياړلو شانته مسکو سترګو
هغې سرې وينې دجانان وينځلې
*** *** ***
ټوپک مې پرېده او په خدای مې سپاره
خو دا آخير کاته دې داسې وکړه
چې تر ډګره په اتڼو لاړ شم
او که... شهيد شوم ګرانې
نو په زړه غرونه کيږده
که جنازه مې تر ماښام رانه وړي
نو بيا د جنګ تر لوی ډګره راشه
نو که پرهر مې وي پر ملا خوړلی
بيا نو د جنګ په لوی ډګر کې راته
پخپله لاسه ګرانې اور راکړه
او هم ايرې مې درنه پاتې نه شي
د پښتنو په دې وياړلې خاوره
چرته ېې لرې دريابو کې توې کړه
ته راشه ، هاغه څوکه ګورې کنه...
ها د سپين غره د څوکو لوړه څوکه
نو چې ايرې دې زما توی کړې ګرانې
پام چې بيا کلي ته رالنډه نه شې

دا کلی نور به د ستا ځای نه لري
پکې دې نوم نشته ، ازرښت دې نشته
پکې دې ژوند دی زما ټپ خوړلی
نو دغه لار خو کسې؟
دا د نښترو مينځ کې سپينه لاره
دا سيخه تللې ده د څوکې سرته
او بس له هاغې څوکې ځان غورځوه
او که ټټر مې وي غلبېل په ګولو
هم مې ټوپک کې ګولې پاتې نه وي
او زه د ټولو ژڼو وړاندې پروت وم
هم مې لاسونه وي په وينو د دوښمن لړلي
هم مې جنډه وي د بري تر بره بريده وړې
نو بيا مې پټ په دواړو سترګو ښکل کړه
ګوره چې داسې هلته ونه ژاړې
چې به دا بورې ،دغه کونډې، او ورورمړې درته
ډېرې ښکنځلې وکړي او هم پېغور به درکړي
*** *** ***
ته خو د تورو لوړو غرونو پښتنه پېغله ېې
ای ، څه ښارۍ خو نه ېې
ته د (خوشال ) او د( احمد) لورکۍ
ته د ملالې کشرۍ خورکۍ
پام کوه وير ونه کړې
بيا دې سالو راباندې خور کړه ،دغه سور سالو دې
بيا نو دا پورې دا غونډۍ خو کسې؟
ددې په سر زما و قبر جوړ کړه
چې کله هر ماښام په دغه غونډۍ لمر پريوځي
زما په قبر به د هر ژڼي نظر پريوځي
۲۳\۷\۲۰۰۵
ا

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ارمان "لېوني"

 زړه
خو عالمګیر دی چې دا ولې دی ؟
بیا هم پرې تاثیر دی چې دا ولې دی؟

دې وړېِ مُریدې ته مې تل د زړه
لاس په نا مه پیر دی چې دا ولې دی ؟

ما او تا، په زړونو، ارمانونو کې
څومره لوی توپیر دی چې دا ولې دی؟

لر او بر (خو دواړه د یوې مور بچي.... )
مینځ کې ېې ځنځیر دی چې دا ولې دی؟

نور مې په هر ښکلي ستوری بره دی
یو له تا زهیر دی چې دا ولې دی ؟

څه چې د هغې برخه ...... زما برخه
یو شان مو تقدیر دی چې دا ولې دی؟

ته خو ای ارمانه دومره ښه نه ېې
پاک چې دې ضمیر دی چې داولې دی؟

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ارمان "لېوني"

نه د
چا زړه کې شوم را تېر نه د چا خیال کې اوسم
ژوند مې یو ګونګ شانې تصویر دی په دېوال کې اوسم

په تا مین شوم نو د خدای تر مانا ورسېدم
څومره ثواب شوم او په څه واړه وبال کې اوسم

چې ېې ټول ژوند وي لیکل شوی دښامار په خوله کې
زه ها بدبخته شان رڼا یم څه چې لال کې اوسم

درپسې ډکې ډکې سترګې اړوم که راځې....
د زندګۍ لمر مې غورځیږي په زوال کې اوسم

ارمانه اوس نو در نه هېره شومه ښه ملګریه ...
چې نه دې سور کې چرته اوړم نه دې تال کې اوسم

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ارمان "لېوني"

د خیال په بام ستوري ته لاره نیسم
ستا د الهام ستوري ته لاره نیسم

ځمه د غره په څوکه غلی کېنم
نن د ما ښام ستوري ته لاره نیسم

شیندم سرې وینې د شفق په غرونو
اچوم دام ستوري ته لاره نیسم

وړه خولګۍ ترېنه په زوره اخلم
نن یو ګلفام ستوري ته لاره نیسم

کالونه وشوو د (آریوب) له ټکه
مست د (آګام) ستوري ته لاره نیسم

که ېې په سترګو کې تصویر کړم بدرۍ
پدې مرام ستوري ته لاره نیسم

نن پرې ( هدفه) ښه اتڼ زده کوم
ډک د خیام ستوري ته لاره نیسم

سپوږمۍ ته ولې پټه وریځو کې ځې
زه مې خپل رام ستوري ته لاره نیسم

په اوږو د څڼیورو ژڼو بار وهبشپړ شعر ولولئ

په اوږو د څڼیورو ژڼو بار وه

ارمان "لېوني"


په اوږو د څڼیورو ژڼو بار وه
په نرګسو، په ګل پاڼو کې وه پټه
تماشې ته ېې سپوږمۍ د څورلسمې
راولاړه په سلګو په لوړو غرونو
د رڼو ستورو راڼه زړګوټي چاود وو
ځرځې سترګې ېې وې پاتې هکې پکې
هم په ویر وې مرې ناستې په راغو کې
د بلبلو اود مستو مستو زرکو
**** ****
په اوږو د څڼیورو ژڼو بار وه
په نرګسو، په ګل پاڼو کې وه پټه
له هر خوا ګلر نګې پیغلې دنګې پیغلې
ډیوه ګۍ ېې په لاسو کې راولاړې
ټول سپین ګیري لاس په سترګو وو راناست وو
د تیارو تیارو جونګړو دروازو کې
ما شومانو وو لاسونه په سر ایښي
هم ژڼکي ولاړ هر خوا وو ټیټ سرونه
بنګړي ګونګ وو د پیغلوټو مړوندو کې
زولنې د لیونیو وې بت پاتې
د چینې هاغه مست چړ و داسې چوپ و
لکه چا چې ترې د شړ ژبه وي غوڅه
هم جنډې د شهیدانو ژڼو داسې
ساه نیولې هکې پکې وې ورپاتې
لکه کومې بلا بو وي پرې ور کړی

***   ***
په اوږو د څڼیورو ژڼو بار وه
په نرګسو ،په ګل پاڼو کې وه پټه
سپین کفن ېې نیم په مخ وداسې پروت و
لکه وریځې چې راټولې په سپوږمۍ وي
زیړۍ زولفې ېې بادونو رپولې
د هر چا له مخ ېې ورو ورو تیروله
دونیاګۍ د ارمانونو ړنګیدلې
کړنګیدل را غورځیدل په ما تم غرونه
پرې همزولو دنګو پیغلو له هر خوا نه
له پیڅکو سرې ګل پاڼې راشیندلې
د اتڼو په ډګر ورپسې ژڼي
قطارونه وپه داشانې ولاړ شول
لکه جنګ ېې وي بایللی
یا په زړو ېې وي خوړلي
د تیرو غشو دلې وي
پسې بره په اسمان کې هر یو ستوري
هر نښتر ،هرې وابښتې( منډهیر) کې
له راغو نه هرې زرکې او بلبلې
پسې تتو ډیوګو وو نیت تړلې
له هر ځای له هرې لارې او بلۍ نه
هرې پیغلې په سلګووو نیت تړلې
جنازه وه د ځوانمرګې ،جونو میرې؟
که ډولې وه تله د حورو لوی وطن ته

۷،۷،۲۰۰۳
(ځاځي آریوب)

ارمان ليونيبشپړ شعر ولولئ

ارمان ليوني

ارمان "لېوني"

ارمان ليوني
ته خط

لیونیه په ما ګرانه
چرته لار کړه را غلطه
بیا د کلي په مینځ راشه
زړه د خلاصه ټپې وکړه
زه تړلې مجبورۍ یم
بند په بند په زنځیرونو

****

ته له خلکو مه ویریږه
بیا تا نه ولي په کاڼو
چاچې ته به تل ویشتلې
هغوئ اوس هم درته څاري
واړه لارې د خپل کلي
له سهره په غر مو کې
ستا په طمه طمه ناست وي
چې ماښام کور ته ستنیږي
درستو ښکته وي سرونه
په افسوس واېې یو بل ته
لیونی د کلي لرې
هسې نه چې چرته مړ وي

****
لیونیه په ما ګرانه
چې ېې تاته وي سا تلي
له سهره سره ګلونه
هغه ټول و ماته راوړي
خو وي واړه مړاوې شوي
زه ګلونه غیږ کې واخلم
له ګودره شم روانه
تر خپل کوره په ژړا وم

****
لیونیه په ما ګرانه
چې ګلونه کور ته راوړم
راته وایي د کور غړي
دا ګلونه به ضرور وي
لیوني درته راوړي
هغه شپه په ما صبا شي
په وهلو ټکولو....
ته خو ښه ېې ولله ښه ېې
په آرامه خو به خوب کړې
ورځ د ستا په یاد کې ژاړم
شپه مې هم واړه په اور کې
نه مې خوب نه مې آرام شته
تل وهل خورم...تل وهل خورم

****
لیونیه په ما ګرانه
تا خو دا هم پیرزو نه وه
چې څوک برند هم راوګوري
اوس خو راشه حال مې ګوره
په سیخونو داغل کیږم
سر د لاندې را ځوړنده
شپې تیریږي مې نهرې
نه ډوډۍ نه مې اوبه شته
کله کله وړه خور مې
ډوډۍ راوړي پټه پټه
وي ددې ماشومې سترګې
له رڼو اوښکو نه ډکې
په واړو واړو لاسونو
چې له ډیرې ویرې ریږدي
هغه ټوله په ما وخوري
****

لیونیه په ما ګرانه
وړه خور هم راته وایي
خدای دپاره خدای د پاره
بس دې نور لیونی هیر کړه
ای زما ګلرنګې خورې
په تا دا مې پیرزو نه ده
چې تود باد هم په تا راشي
نن په دې ډیرو وهنو
ستا سرکوټې شونډې شنې دي
زه به مړه شم له خفګانه
خدای دپاره خدای دې پاره
بس دی نور لیونی هیر کړه
زه قسم کوم خور جانې
ستا په شان که لیوني ته
څوک وهل ټکول ورکړي
یا پرې ستا په شان دا سختې
چرته راشي نو وختي به
تا د زړه له کوره باسي
که په زور که په سالا وي!

****
لیونیه په ما ګرانه
هغه وغواړي چې وکړي
څو ماشومې بد دوعاوې
ستا په هکله ستا و شان ته
زه ېې زر په شونډو کیږدم
خپل زخمي زخمي لاسونه
هم ېې اوښکې کړمه پاکې
که زه ډیر ورته بیان کړم
ستا دردونه، تکلیفونه
خو هغه وړه ماشومه
ستا له حاله ناخبره
دې ته دومره پته نیشته
چې ګټلی تا به څه شي
دا لقب د لیوني دی؟
داسې ډیر دي ما لیدلي
ستا د درد له فلسفې نه
چې بند کړي ېې په ګوتو
له ډیر درده خپل غوږونه
ډیر تکړه تکړه ځوانانو
ښکته کړي خپل سرونه
ډیر باتور باتور ځلمیانو
مې په خوله ایښي لاسونه
نو زه ځکه درته وایم
یو ځل راشه ...یو ځل راشه
چې ېې ته به تل ویشتلې
کومو خلکو په ډبرو
هغوئ اوس هم درته ناست وي
د مالت ټولو کوڅو کې
ستا راتلو لارو ته ګوري
په لاسو کې ېې ګیډۍ وي
د رامبیل چامبیل ګلونو

****
لیونیه په ما ګرانه
چرته لار کړه را غلطه
بیا د کلي په مینځ راشه
زړه د خلاصه ټپې وکړه
له ما مات کړه ځنځیرونه
کړه مې خلاصه له سیتمه
ځان سره مې لرې بوځه
دومره لرې..... دومره لرې
چې له ستورو هم پنا وو
او نه لمر په سترګو وینو
نه اسمآن سره نیزدې وو
او نه ځمکه چیرته ګورو
چې نه ورځ وي او نه شپه وي
ډیر په چیغو چیغو دواړه
هلته وژاړو یو بل ته
بې حسابه غاړې ور کړو
نه به غم وي نه دردونه
چې ښه ډېره مینه وکړو
بیا یو بل نه غاړې تاؤ کړو
سره دواړه غاړې غاړه
به تر بل ژونده اوده شوو.....

۱۷،۶ ،۲۰۰۲ پېښور

د(کاروان) سندرېبشپړ شعر ولولئ

د(کاروان) سندرې

ارمان "لېوني"


د(کاروان) سندرې

ته په دې سپینو پاڼو څه ولیکې؟
چې بیا يې شنه لمبه کړې؟
ته لویو لارو کې د کلي ناست وې
سهر ماښام دې وینم شګې شیندې
کله د کلي چینارو کې بره...
سرې شنې ټوکرې تړې.
په نیمه شپه کې دې هم کله کله
اورم د پلونو ګړندیو خرپا
چې له ګودره راتاویږې پلیتې سوځوې
سهر وختي مې هم تر سترګو سترګو ډېر تېریږې
کوز هدیره کې د زړو قبرونو خوا کې ناست وې
څه عجیبه شان زمزمه دې راځي،
لکه کوترې چې غومبرې وهي
کله شپېلۍ وهې په پوله باندې غلی پروت وې
کله په سره ټکه غرمه کې اخوا دیخوا ګرځې
په هره لار کې د ګلرنګو لار کې،
زه دې ښه وینم ډکې سترګې ناست وې
ای لېونیه ،جادوګره، ای کوډګر عاشقه
راشه چې کوډې درته زه وښایم...
که د ګودر د جونو زړونه غواړې...
که د ما لت د هر ګلرنګ په زړه کې کور جوړوې
که دې خیالونه تر اسمان رسوې،
او له سپوږمۍ سره تر غاړه کېنې
او له رڼو ستورو مچکې اخلې
ای لېونیه جادوګره، ای کوډګر عاشقه
بیا به سندرې له ګودره جونه
درته په شنو او سرو بنګړیو وايي
بیا به دې هر ګلرنګ د کلي د چینار په بشره
ستا د نامې دا یا غي توري لیکي
په دغه لار چې یو سوالګر هم پرې لا نه تېریږي
پرې ښاپېرۍ به د غزلو راځي
درته به ستوري ستوري توري په ځولو کې راوړي
ته نولوې به يې غزل کې ترې به هار جوړوې
درباندې شیندي به ګلونه د خیالو وراڅوالې
د سپوږمۍ غاړه کې به اچوې دا ها ر د ګلو
سپینه سپوږمۍ به شي په تا میَنه
ترې نه به لاس کړې را چاپېر ور سره به ورو ورو به ځې
په هر قدم به ترې مچکې اخلې
ورسره غبرګې به سندرې واېې

ای لېونیه، جادوګره، ای کوډګره راشه
چې درته زه دغه سپېڅلې کوډې وښایمه
دا کوډې داسې بختورې زورورې کوډې
چې هر یو توري ته ېې سمې او غر سر ټیټ کړی
په هر یو زړه ، په هرې یو خیال ېې پروت اثر د مینې
ورته باګرام، ورته کابل، او خیبر سر ټیټ کړی
هئ ،،، ولې ولې جادوګره لېونیه ولې؟
په تاخو اوښکې شوې راماتې ته خو وژړېدې
لمنه مه نیسه دا کوډې پښتنې کوډې دي
د عاشقانو ملې،،، د غریبانو ملې،،،
دا وجوره نه لري د ټولو بې وسانو ملې
نو لېونیه جادوګره ورځه کوډې دادي ...
چې د (کاروان) یو څو سندرې زده کړه
سهر ما ښام ېې ښه خواږه شان ترنم کې وایه

ارمان لېونی -
کليفورنيا

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ارمان "لېوني"

 انځور
د ښکلي مخ يې په ګردونو کې کرم
د اوښکو ملغلرې چې يې پلونو کې کرم

ټکور به شي اوده به شي بيا نه به کوي څړيکې
ديار د نامه توري مې زخمونو کې کرم

چې هر مازيګر وکړي دنګ نښتر دې اتڼونه
سندرې ، (منډهېره) ستا سرونو کې کرم

چې مست شي په ټپو شي واړه غاړې سره ورکړي
لږ رنګ د اننګو دې په ګلونو کې کرم


ارمانه
 
په سر کوټو اننګو يې رڼې اوښکې
تر عمره به يې خپلو ارمانونو کې کرم

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ارمان "لېوني"

بیا مې یاغي
باغي او تراړې اوښکې
شوې هرکلي ته درولاړې اوښکې

ستا د انکار د عالمګیر لښکر ته
په جنګ در ووتلې واړې اوښکې

یو ګلرنګ راز يې و، د لاس نیولې
ټولو لیدې تا پسې لاړې اوښکې

ستا تصویر جوړ کړي بیا يې ورژوي
دا لېونۍ، او دا کاړ کاړې اوښکې


ارمانه
 
نور څه ډالۍ نه لرمه
بس در لېږم به ېې که غواړې اوښکې

واه دا ځواني ېې ګورئبشپړ شعر ولولئ

واه دا ځواني ېې ګورئ

ارمان "لېوني"


واه دا ځواني ېې ګورئ
له بدو سترګو لرې
دا ګل ډنډغره ځواني ...
دا بشره ېې داسې ښکاري
لکه خدای وي جوړه کړي
د خپل نور په نوراني رنګ
په قلم د لوی قدرت خپل
د کوثر د جام په میؤو
***    ***
وړه خوله ېې د نرګس ګل
لکه سور په سورکو وینو
د حسین د څیرې زړه وي...
اننګو باندې ېې ګورئ
لوی تصویر د اوو واړو
جنتونو راښکل شوی
په پستو سرکوټو شونډو
ېې راټولې ګیرچاپیره
د وطن ترانې ناستې
هم پرې ټولې دملالې
خاطیرې او ټپې ناستې
دا په مینځ ېې ژرنده بیله
لکه مخامخ ولاړې
دوه لښکرې وي یو بل ته
***    ***
دغه ښکلې ښکلې سترګې
پکې لویه زمانه ده
پرې نقشه د زندګۍ ده
پکې زر افسانې پټې
په لیدو ېې سړی رسي
د قدرت تر لویه خدایه
***    ***
دا په سترګو کې ډنډونه
ویریدلې شان مسکا ېې
دا کاته ېې داسې کړي
لکه ورور د چا چې راوړي
د دوښمن سر په نیزه کې
لوی بری تر کلي راوړي
د جنګونو له ډګره
ورته جونه په ټپو شي
پرې را شیندي سرې ګل پاڼې
د بامونو له سرونو
خو ناڅاپه له آس پریوځي
د چینې سره په خوا کې
په ټټر ېې وي خوړلې
د تیرو غشو ګیډۍ وي
***    ***
د نریو وروزو مینځ کې
شینکې خال ېې داسې ښکاري
د جنت حوره که نه ده
خو د غرونو پښتنه ده
ټول غرور ده او حیا ده
له ملالې کمه نه ده
عجیبه شان افسانې ېې
په ګل پاڼه څیره ناستې
پته نیشته ده ملګرو
ددې مړه مساپر جیب کې
دا تصویر چې به د چا وي؟؟

ځاځي آریوب ۲۲ - ۳ - ۲۰۰۰