د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي ارمان "لېوني" شعرونه

د(کاروان) سندرې

د(کاروان) سندرې

ته په دې سپینو پاڼو څه ولیکې؟
چې بیا يې شنه لمبه کړې؟
ته لویو لارو کې د کلي ناست وې
سهر ماښام دې وینم شګې شیندې
کله د کلي چینارو کې بره...
سرې شنې ټوکرې تړې.
په نیمه شپه کې دې هم کله کله
اورم د پلونو ګړندیو خرپا
چې له ګودره راتاویږې پلیتې سوځوې
سهر وختي مې هم تر سترګو سترګو ډېر تېریږې
کوز هدیره کې د زړو قبرونو خوا کې ناست وې
څه عجیبه شان زمزمه دې راځي،
لکه کوترې چې غومبرې وهي
کله شپېلۍ وهې په پوله باندې غلی پروت وې
کله په سره ټکه غرمه کې اخوا دیخوا ګرځې
په هره لار کې د ګلرنګو لار کې،
زه دې ښه وینم ډکې سترګې ناست وې
ای لېونیه ،جادوګره، ای کوډګر عاشقه
راشه چې کوډې درته زه وښایم...
که د ګودر د جونو زړونه غواړې...
که د ما لت د هر ګلرنګ په زړه کې کور جوړوې
که دې خیالونه تر اسمان رسوې،
او له سپوږمۍ سره تر غاړه کېنې
او له رڼو ستورو مچکې اخلې
ای لېونیه جادوګره، ای کوډګر عاشقه
بیا به سندرې له ګودره جونه
درته په شنو او سرو بنګړیو وايي
بیا به دې هر ګلرنګ د کلي د چینار په بشره
ستا د نامې دا یا غي توري لیکي
په دغه لار چې یو سوالګر هم پرې لا نه تېریږي
پرې ښاپېرۍ به د غزلو راځي
درته به ستوري ستوري توري په ځولو کې راوړي
ته نولوې به يې غزل کې ترې به هار جوړوې
درباندې شیندي به ګلونه د خیالو وراڅوالې
د سپوږمۍ غاړه کې به اچوې دا ها ر د ګلو
سپینه سپوږمۍ به شي په تا میَنه
ترې نه به لاس کړې را چاپېر ور سره به ورو ورو به ځې
په هر قدم به ترې مچکې اخلې
ورسره غبرګې به سندرې واېې

ای لېونیه، جادوګره، ای کوډګره راشه
چې درته زه دغه سپېڅلې کوډې وښایمه
دا کوډې داسې بختورې زورورې کوډې
چې هر یو توري ته ېې سمې او غر سر ټیټ کړی
په هر یو زړه ، په هرې یو خیال ېې پروت اثر د مینې
ورته باګرام، ورته کابل، او خیبر سر ټیټ کړی
هئ ،،، ولې ولې جادوګره لېونیه ولې؟
په تاخو اوښکې شوې راماتې ته خو وژړېدې
لمنه مه نیسه دا کوډې پښتنې کوډې دي
د عاشقانو ملې،،، د غریبانو ملې،،،
دا وجوره نه لري د ټولو بې وسانو ملې
نو لېونیه جادوګره ورځه کوډې دادي ...
چې د (کاروان) یو څو سندرې زده کړه
سهر ما ښام ېې ښه خواږه شان ترنم کې وایه

ارمان لېونی - کليفورنيا

د شاعر نور شعرونه ←